کور / تازه خبرونه / هلمند:په تېرو ۲۴ ساعتونو کښي نور ۸ انګريزان ووژل سول

هلمند:په تېرو ۲۴ ساعتونو کښي نور ۸ انګريزان ووژل سول

د برتانيا د دفاع وزارت منلې ده چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کښي يې په هلمند کښي نور ۸ سرتيري وژل سوي دي ، له دې سره په يوه اوونۍ کښي د وژل سوو انګريز سرتيرو شميره ۱۵ تنو ته ورسيده .


دا خبر تر هغه وروسته ورکول کيږي چي ددولتي او بهرنيو قواوو لخوا په هلمند کښي د طالبانو پر ضد د خنجر په نوم څو ورځني عمليات پيل سوي وو . په دې عملياتو کښي دواړو خواو خپل تلفات او مرګ ژوبله تر مقابل طرف کمه ښودلې ده .


په دې اړه له سيمي څخه دجګړې د سترګو ليدلئ حال د يوه طالب سرتيري له لوري داسي څرګند سوئ دئ ، د يادوني وړ ده چي د لاندني راپور تايید او سپيناوی له هيڅ يوې خپلواکي سرچينې لخوا تر اوسه نه دئ سوئ  .



له هلمنده نوې نادرې …


   (قاري حبیب )

۱ : دخنجروالوله قوله تیره دجمعې مبارکه ورځ ددوی لپاره بیاخونړۍ وه چې دهلمندپه سنګین  اوناوه کې یې ګڼ سرتیري دمرګ شومه شول .
لومړی بریدپرون سهار دسنګین په مجیدچوک کې په برطانویانو وشوچې دری تنه یې ووژل ماسپښین مهال چې دناوې  په دښتوکې پنډو خنجریانو دهمدې ولسوالۍ دبغراباد دکلي په خواټانګان ور رهي کړل کلي ته په داخلیدو یې متصل دری ټانګان په ماینونو وختل چې سپاره عسکریې هم مړه اوژوبل شول .
په امریکایانولا دناوې ویر نه وه سوړشوی چې هلته دسنګین مجیدچوک بیادبرتانویانو ترتلو لاندې تبۍ شوغبرګوچاودنو پنځه تنه برتانوي پړانګان دمرګ په کومی وسپارل .
دهلمندمرګوني پرون دکورنیو اتلیانو برخه هم وکړه  دګرشک بازارپه پیڅه کې دکاروان ساتونکوسرف موټر په ماین له پاسه شو او پکې له سپرواتلیانو سره له منځه لاړ ماښام مهال لمرپه داسې حال کې دهلمندله دودوهلي اسمانه وړانګې راټولولې چې دلشکرګاه په ستره پي آرټي دبي ایم یو میزایلو بریدفضا تندریزه کړې وه په پي آرټي کې موجودخنجریان اوپړانګان دتوغندیوله ویرې په خپلوپټنځایونوسوړو اوسپرغو کې ننوتي وه .
ماښام اوه بجې کیدونکې وې دازادۍ اوامریکاغږ نطاقانو دخپلو خنجریانو حماسې ستایلې خوخنجریان خوارکیان څوک دلشکرګاه دپي آرټي په سمڅوکې پړمخې پراته وه اوڅوک دشورآو اوګرمسیرپه دښتواوبادونو کې ستړي ملاماتي پنډپه شا په ورکولارو سر وه .
۲ :خبروايي چې دهلمند دولایت متصدي ګلاب منګل دخپلو مفتوحه ؟؟سیمودکتنو په لړکې دخانشین ولسوالۍ ته تللی وه دخانشین دشګلنې دښتې په یوزنګانه رېګ کې ناڅاپه چورلکې کیناستې څلو خواووته امریکایی ټانګونواوسرتیرولاله وړاندې ددښتې امنیت نیولی وه والي له چورلکې له کوزیدو وروسته دشګویوڅه مزل وکړاوبیایوې شاړې ودانۍ ته  ورغی هلته امریکایانو لاله  و ړاندې پنځلس شل تنه کلیوال له شاوخوا کلیو اوکښتونوڅخه راټول کړي وه ترڅودوالي خبروته کیني چې خبرې یې په دیوال ونه لګي والي  په دې سفرکې یوه ډله خبریالان هم له ځانه سره ملګري کړي  وه چې په مفتوحه سیمویې وګرځوي له دې جملې څخه یوخبریال نقل کا چې کله والي خبرې کولې راټولو شویو کلیوالو وربوزونه بلې خواته اړولې وه ځکه داسې ښکاریده چې ټول له کارونواوکورونوپه زورراوستل شوي وه والی په خبروکې خلکوته  وویل چې داټول عملیات  ځکه پيل شوي چې خلک  په انتخاباتوکې برخه واخلي خووروسته کلیوالووالي ته دوه خبرې وکړې  ا وله داچې مونږنه انتخابات نه غواړواونه په کې برخه اخلو اوبله داچې والي دې امریکایان په دې پوه کړي چې له دښتوڅخه دې دکلیوخواته کارنلري که په کلیوالو یې یوټک وکړنو دپنځوانتظاردې کوي .وروسته والی له خبریالانو سره په هغه ټوله زړه کلاهم راوګرځیده چې یوه بهرني خبریال د اتلسمې پیړۍ تاریخي اثراوپاتې شونې بللې هغه کلاچې اوس دخانشین مفتوحه ولسوالی بلل کیږي بیرغ پرې ولاړ دې اوداوبامادستراتیژۍ دیوازنۍ لاسته راوړنې په توګه دټولې نړې دچاپي اوغږیزو رسنیو په سرټکوکې ځای لري .
۳  :برتانویانو دخپلوبریاووپه لړکې داهم اعلان کړې چې دګرشک  په سپین مسجدکې یې تراوسه  ۱۵۰ ځای په ځای شوی ماینونه کشف کړي اوخنثی کړیدي دوی داخبره دخپلې یوې لاسته راوړنې اوبریاپه توګه خبري رسنیوته کړې خوځینې سترګورخبریالان بیاوايي چې داانکشاف دبرتانویانو بریانه ده بلکې دطالبانوپه قوت اوځواک اعتراف دی ځکه چې یونیم سل یوازې دوی نیولي نونوربه څومره ځای په ځای شوي وي اوبالاخره داسیمې دبرتانویانولپاره څومره له خطره ډکې شمیرل کیږي ددوی دا اعتراف دطالبانو هغه پلان ښه په ډاګه کوي چې وايي دهلمند په کلیوالو سیموکې یې دبرتانوي پړانګانو اوامریکايي خنجریانو دګیرولو لپاره یوخطرناک اوفولادي جال وېړ کړی .
داچې امریکایان دخپلو سرتیرولپاره خونړۍ ورځې اعلانوي اوبرتانوي عوام دپنځوتابوتونوپه یوځایي ورتګ سره دویرمراسم ترتیبوي دهمدې  پلان پایلې یې بللی شو.
۴  :دخنجریانودبدې ورځې تاو ترخبریالانوهم رسیدلی دګلاب منګل په مشرۍ دهلمندسرکاریانوورته ویلي چې یوڅه موده دې په رمازه چلیږي مطلب دکورنیو اوبهرنیوسرتیرو تلفات دې نه اعلانوي .
له بلې خواداورېدو له قراره امریکايي جنرال دکابل داخله وزیر حنیف اتمر ته ویلي چې خپلو ټول قومندانان اوویاندان په دې پوه کړي چې دامریکايی تلفاتوپه اړه یې دبګرام له اعلامیې وړاندې له خولې څه ونه وزي دغه رازحنیف اتمر هم خپلو ماتحتو ته ویلي چې دکورنیوعسکرودمرګ ژوبلې په اړه دې پټه خوله بهتري وبولي اوس نو ددې اضطراري فرمانونو داجرا زور له خبریالانو وزي ځکه خپلو خبري ادارو هم ورته ویلي چې دبګرام اوکابل له تایيدپرته یې راپورناقابل اعتباردی . اوس نوچې په کورنیواوبهرنیوسرتیروڅه ټکه لوېږي نوڅنګه به څوک راپورترې تیارکړای شي .
یوخبریال وايي چې نن سهاریې په خپلو سترګو دلشکرګاه په مخطرکلاکې رینجرولیدچې  په ماین والوت وروسته یې دویجاړشوي موټر اووژل شویو دانتقال بهیرهم ولید په شفاخانه کې ډاکټرانوهم دمړواوټپیانو وروړل تاییدکړل خوامنیتي چارواکی هیڅ هم نه مني اوچې راټینګ یې کړې نود اتمرفرمان رامخې ته کړ ي .
۵  :له هلمندیوه وروستۍ نوې اونادره همدا اوس رارسیدلې چې ډیرتفصیلات یې راپه لاره دي هغه داچې  څوورځې وړاندې به مواوریدلي وی چې  ګرمسیرته ورغلي ډيری خنجریان  په اوله دړکه کې جل ووهل له هغه راوروسته  پله پسې دخنجریانو له خواله ګرمۍ څخه شکایت موجود وه اوتل به یې دیخ سیوري ارمان کاوه له ګرمسیره یووروستی خبروایي چې دغوجل وهلیویخ سیوری پیداکړی خولکه چې هغه هم ښه نه وي پرې لګیدلی .
 له ګرمسیره رارسیدلی خبروايي چې دلته طالبانوپه امریکايي سرتیروعجیبه چم کړئ طالبان چې  پوه شوي چې عسکر له ګرمۍ بې سیکه دي اوچې چیرې یخ سوری وویني نوپه ډیرعجله به ورځي نوپه  ګرمسیرکې درووخان په پرچاوه نومي کلی کې  چې  دامریکایانو ورمخه وه هلته یې دتوتواوانارو دګڼوونوترمنځ یوه څارګاه( دمزیدار سیوری ځای )ماین کاري کړی اوبیایې په ریموټ عیارکړئ کله چې خنجروال ورغلي اوښه په خوندیې ډډې اچولي طالبانو ماینونوته شاټ ورکړئ اونورنو …راشه که یې ګورې ….