کور / تازه خبرونه / نورستان: برګمټال ولسوالي بېرته دولت ته په لاس ورغله

نورستان: برګمټال ولسوالي بېرته دولت ته په لاس ورغله

د نورستان والي جمال الدين بدر وايي بېګا شپه افغان ځواکونو له جګړې وروسته برګمټال ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله. نوموړي وويل چې تازه دمه سرتيري  سيمې ته رسيدلي او سيمه يې له وسله والو طالبانو پا که کړې ده. نوموړي په جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.وسله والو طالبانو تر اوسه د نورستان د چارواکو ددغې ادعا پخلی نه دی کړی. د ويلو ده چې برګمټال ولسوالي د تېرې ۵ شنبې په ورځ له افغان دولت نه وسله والو طالبانو نيولې وه، خو افغان دولت وايي دغه ولسوالي تېره شپه دوی بېرته خپله کړه.