کور / تازه خبرونه / غزني: يوه ديني مدرسه او درې ښوونځي پرانيستل سول

غزني: يوه ديني مدرسه او درې ښوونځي پرانيستل سول

د پوهني وزارت وايي د ځايي علماوو او قومي مشرانو په مرسته يې په غزني ولايت کي درې مکتبونه او يوه ديني مدرسه بيرته پرانيسته.


د دغه وزارت وياند آصف ننګ وايي دغه ښوونځي او مدرسې په تېرو کلونو کي د ځينو ستونزو له امله تړل سوي وو، چي اوس يې بيرته د ځايي قومي مشرانو په مرسته پرانيستل.


د نوموړي په وينا د دې ښوونځيو په پرانيستلو د غزني ولايت په بېلابېلو سيمو کي ٦٠٠ زدکوونکو ته د زدکړي زمينه مساعده سوه.


د آصف ننګ په وينا د ټول هيواد له ٦٧٣ تړل سويو ښوونځيو څخه يې ٢١٧ بيرته پرانيستي، چي پاته نور ښوونځي به هم د روان کال تر پايه بيرته پرانيستل سي.