کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي ١٢٥٠ بهرنيان وژل سوي دي

په افغانستان کي ١٢٥٠ بهرنيان وژل سوي دي

په افغانستان کي د بهرنيو پوځيانو د مړيو شمېر ١٢٥٠ کسانو ته ورسېدئ.

يوه برتانوۍ ورځپاڼه وايي له ٢٠٠١ کال راهيسي چي پر افغانستان باندي امريکا او ايتلافي هيوادونو حمله کړې تر اوسه يې په دغه هيواد کي ١٢٤٧ پوځيان وژل سوي دي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي په ارقامو کي د ماين چاودنو، ځانمرګو بريدونو، مخامخ جنګونو، د الوتکو د رالوېدلو او ځيني نورو پېښو ټول مړي شامل دي.



په دغه مړيو کي ٧٤١ تنه امريکايان، ١٨٤ برتانويان، ١٢٤ کاناډايان، ٣٥ جرمنيان، ٢٨ فرانسويان، ٢٥ هسپانويان، ٢٥ ډنمارکيان، ١٩ هالنډيان، ١٥ اېټالويان او د ځينو نورو اروپايي هيوادونو ٥٤ پوځيان پکښي شامل دي.


د يادوني وړ ده، چي د برتانوۍ ورځپاڼي له خوا د ټولو مړيو شمېر ١٢٤٧ تنه ښوودل سوئ دئ، خو پرون د جولاى پر ١٤-مه دوه امريکايي پوځيان او يو اېټالوى پوځي په افغانستان کي وژل سو دي، نو هغه د لر او بر د ادارې له خوا پر زيات سول، چي د ټولو شمېر ١٢٥٠ تنو ته ورسېدئ.