کور / تازه خبرونه / هيلاري کلنټن افغانستان ته راځي

هيلاري کلنټن افغانستان ته راځي


ټاکل سوې ده چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره افغانستان ته سفر وکړي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ آسيا هيوادونو مرستيال رابرټ بليک وايي آغلي کلنټن به په نيژدې وختونو کي افغانستان ته سفر وکړي.


د بهرنيو چارو وزارت افغانستان د آغلي کلنټن د سفر هدف د ولسمشر باراک اوباما د نوي پاليسۍ جاج اخيستل په ګوته کړي دي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي افغانستان ته د مېرمن کلنټن د سفر اصلي نېټه د امنيتي ملحوظاتو له کبله نه اعلانوي.