کور / طنز / کاشکي خو د وزير صاحب وطندار وای

کاشکي خو د وزير صاحب وطندار وای

                                                                                          
له مشرانو مي اورېدلي ول چي يو معلم او بل هم خورد ضابط پر يوه حال وي ، خو عجيبه ده زه په دې دواړو کي يو هم نه يم بيا هم هيڅ مخ ته نه شم تلای. يوه شپه مي خپل ارواښاد پلار په خوب وليد، ويل ګل جانه زويه څنګه يې؟ ما ويل پلاره بس پوښتنه مه کوه، يوه مي نه دوې کېږي. زموږ ددفتر نور همکاران ورځ په ورځ مخ ته ځي، خو زه هغه د چا خبره پياز په ګنډه په ډوډۍ پسي ګرځم، پلار مي وپوښتل : نو ولي مشکل څه دی؟

– مشکل دادی چي زه يوه داسي  نيمګړتيا لرم چي زموږ په دفتر کي يې هيڅوک نه لري، که دا نيمګړتيا مي نه درلودای نو اوس به زما هم خولۍ په غوړو کي وای.

– څه نيمګړتيا لرې؟ که پوهنتون دي مطلب وي نو هغه خو دي ويلی دی.

– نه بابا پوهنتون خو خپله زموږ رئيس، نصرو لالا هم نه دی ويلی.

– انګرېزي او کمپيوټر يادوې؟

– نه  يو بل شی مي کم دی

– څه شی دي کم دی؟ پوهنتون دي ويلی دی، په انګرېزۍ او کمپيوټر پوهېږې، ځوان يې، ښه ذهن لرې، نور څه غواړې؟

– کاشکي دايو کمال مي هم نه درلودای، خو يوازي د نصرو لالا وطندار وای بس.

که سواد مي نه درلودای هم به مي ښه کار جوړ وای . نصرو لالا که څه هم بې سواده دی خو دا چي د وزير صاحب وطندار دی، هيڅوک د سواد پوښتنه نه ځني کوي.

سواد خو لا څه کوې، که عقل مي هم نه درلودای نو تر اوسني حال به مي ژوند ښه وای . د نصرو لالا ورور جمال يو مخ له عقله خلاص ، په اصطلاح بيړا دی خو هغه دی نر غوندي زموږ اداري مدير دی، د چا پلار يې مخ ته نه شي درېدای. ياره زه خو وايم که خدای په غوږو کوڼ پيدا کړی وای هم مي هيڅ پروا نه کېده . د نصرو لالا وراره، کوڼ سردار که څه هم په دواړو غوږو نه اوري  خو د خريدارۍ مسئول دی .

ځيني انډيوالان مي راته وايي چي ته د بلبلانو په شان خوږه ژبه لرې خو څه فايده؟ کاشکي ګردسره ګونګی وای خو د وزير صاحب وطندار وای. ګونګی نعيم چي د لالا نصرو لالا باجه دی خدای بخت ورکړی دی، زموږ لوژستيک مدير دی.

خلک وايي چي ځواني لوی نعمت دی، خو ځواني له بخت سره خوند کوي، کنه تر دې ځوانۍ خو بوډاتوب ښه دی. د نصرو لالا خواښي ( ګل ببو ) چي ووينې نو داسي کباړ شوې، لکه د چمن او کوټي د لارې بس چي ډېر زوړ شي او په اصطلاح له اخ و ټوخه ولوېږي نو خاونديې څوکۍ ځني وکاږي او بيا غوايي پکښي وړي، خو ګل ببو د نامي لور بيا هم د خپل لوړ بخت له برکته له کاره نه ده لوېدلې او زموږ د استخدام مديره ده. څوک څه خبر دي چي دا به د اوياوو کالو وي. مخ يې لکه د کابل ښار سړکونه دومره ژوري کندې لري، خو دا لکه بولډوزر هره ورځ دغو کندو ته خورا ډېر پوډر ور اچوي. ظاهري بڼه يې د خپل کمال له برکته برابره ده او دفتري کار يې ټوله زه کوم.

مسلک او تجربه دي مي هم په اور پسې شي، لوېشتکی اسلم تر پرونه پوري پنچرمين و، خو داچي د رئيس صاحب د خاله زوی دی اوس چېرمين، ياني زموږ عمومي مدير دی.

کله نا کله مي په زړه کي راوګرځي چي کاشکي خو مي مور د وزير صاحب وطنداره وای. د نصرو لالا مرستيال اکبر ته ګوره چي يو موټر اخلي او بل خرڅوي. يوه مياشت مخکي څارنوالۍ د يو مليون افغانيو پر غلا ونيو، خو دا چي د وزير صاحب خوريی دی، درې ورځي وروسته بيرته راخوشي شو او اوس د پخوا په شان پر خپل ځای کار کوي .

زموږ د دفتر ټول مامورين سره خپلوان دي، لکه په تولسي ډرامه کي د ( ګويندر ويراني ) غوندي يوه کورنۍ ده، نور يې څه کوې زموږ رياست تيار ( شانتي نيکيتن ) دی. په دوی کي يوازي زه بلا وهلی هم د بل ولايت يم او هم له ويراني کورنۍ سره خپلوي نه لرم. اوس دي هم پر ما افرين شي چي د بل ولايت سړی يم او ځان مي ساتلی دی. يو متل دی چي وايي : شاباش دي پر انا شي چي له نهو منو اوړو څخه يې يوه پتيره پخه کړه.

په دې باب مي ډېر چورت وهلی دی چي څنګه به وکولای شم د ويراني کورنۍ غړی شم؟ خو څه وکړم ماته چل نه راځي