کور / تازه خبرونه / د ٣٥ طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

د ٣٥ طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

 

افغان او ايتلافي ځواکونه وايي د ګډو عملياتو په ترڅ کي يې ٣٥ طالبان وژلي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي دغه جنګيالي د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي د عملياتو پر مهال وژل سوي ، چيري چي تېره اونۍ د امريکا په بمباريو کي پراخه ملکي مرګ ژوبله اوښتې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په دې عملياتو کي له افغان پوځيانو سره د امريکايي سمندري ځواک او برتانوي پوځيانو له خوا مرسته کېده چي طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله پکښي اړولې ده.

د دفاع وزارت وايي په سيمه کي د عملياتو څخه يې هدف د جمهوري رياست انتخاباتو ته د امنيت زمينه مساعدول دي چي فقط يوه مياشت وروسته به ترسره سي.

تېره اونۍ د شاولي کوټ په ولسوالي کي امريکايي الوتکو پر يوه ملکي کلي باندي بمبار کړى و،چي اته کسان يې وژلي او ١٦ نور يې زخميان کړي وو، چي ډېرى يې ښځي او ماشومان وو.