کور / تازه خبرونه / د کاناډا ځنګلونو ته اور واچول سو

د کاناډا ځنګلونو ته اور واچول سو

يو کاناډايي ځنګل 

د کاناډا حکومت وايي د بريټيش کولمبيا په ځنګلونو کي اور بل سوئ چي له امله يې تر١١٠٠٠زيات کسان بې کوره سوي دي.

د چارواکو په وينا پر تقريباً ٢٧٥ کيلومتره مربع سيمه باندي سخت اور بل دئ او سره له دې چي اطفائيې او څرخکي د اور وژني هڅه کوي خو تر اوسه يې نه دئ کنټرول کړئ.

دغه ځنګلونه چي د وين کوور ايالت په ختيځ کي پراته دي د چارواکو په وينا د اورلګېدني علت يې نه دي معلوم، خو له نښو نښانو داسي ښکاري چي په قصدي ډول کوم چا دغه اور بل کړئ وي.