کور / تازه خبرونه / یو امريکايي محصل ۴۷۰۰۰۰ یورو جریمه کړل سو

یو امريکايي محصل ۴۷۰۰۰۰ یورو جریمه کړل سو

يو ۲۵ کلن امريکايي محصل  له انټرنټ څخه په غيرقانوني ډول د سندرو د ډانلوډولو له امله د اړونده موزيک څلوروکمپنيو ته ۴۷۰۰۰۰ یورو تاوان ورکولو سره مجرم اعلان سو.

نوموړی محصل دا خبره ردوي چي په سل ګونوغزليزي سندري يې ډاونلوډ کړي او هغه يې بیا د ډیرو نورو خلګو تر لاسونو پوري رسولي دي خو قانون نوموړی فقط د ۳۰ سندرو د ډاونلوډولو په تور نيسي؛ چي پر يوه سندره تقريبا ۱۵۰۰۰ یورو رسيږي .

دی خواشينی دئ او وايي چي که يې په جريمه کښي تخفيف رانهسي نو دددومره لويي جريمې په ورکولو سره به بيخي ډېوالي سي .

دا دوهم ځل دئ چي د امريکاي موزيک کمپنيو لخوا په غيرقانوني ډول د موزیک ډاونلوډولو او بیا د نورو خلګو تر لاسونو د رسولو له امله دومره لو جريمه اعلانيږي، تېر ځل هم د ورتي يوې بلي پيښي په تور يوې ښځي ته د ۱،۳ میلیونو یورو جریمه اعلان سوې وه .