کور / راپور / د استاد اسمعيل يون لخوا د ۳۳ چاپ سوو کتابونو مخکتنه وسوه

د استاد اسمعيل يون لخوا د ۳۳ چاپ سوو کتابونو مخکتنه وسوه

  

د تیرې جمعې ورځ چې د ۱۳۸۸ د زمري په ۹ نیټه په یو ځل د استاد محمد اسماعیل یون د ۳۳ کتابونو د چاپ او خپریدو له کبله د کابل په سرینا هوټل کې یوه پرتمینه غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې د ګډونوالو د خبرو تفصیل د دې راپور په ترځ کې لوستلی شی.

د نوموړې غونډې ویاند ښاغلی عاشق الله غریب وو او غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د میرمن آرین یون خبرې:

د غونډې لومړۍ ویناواله د ښاغلي اسماعیل یون کورودانه آغلې آرین یون وه چې د خپلو خبرو په ترځ یې وویل:

آغلې میرمن آرین یون له ټولو راغلیو میلمنو څخه مننه وکړه چې د ښاغلي یون د کتابونو د مخکتنې په محفل کې یې ګډون کړی دی او بیا یې له ښاغلي زلمي هیوادمل او رسول امین څخه د مننې مراتب څرګند کړل چې د دوی ښه استادي یې کړې او په علمي ډګر یې ورسره تر خپلې وسې همکاري کړې ده.

همدارنګه میرمن یون وویل: د لیکوال ژوند له کړاوونو، خواریو او زحمتونو څخه ډک دی او موږ په دې څو کلونو کې ۲۵ ځله کډه کړې ده. له ښاغلي اسماعیل یون سره د هغه کوردانې، ماشومانو او کورنۍ هم خوارۍ ګاللې دي او یون صاحب ته مو وخت پر وخت د تاوده چای ترموزونه وړاندې کړي. آغلې آرین یون د ټوکې په شکل وویل: چې ښاغلي اسماعیل یون به د دې لپاره چې د خپل فرهنګي فعالیت پر مهال خوب ورته ور نه شي نو په تیرو څو کلونو کې نږدې اووه منه خورما له چای سره خوړلې ده. همدارنګه نوموړې وویل: د دې لپاره چې ښاغلی اسماعیل یون خپلو کلتوري چارو ته فارغ وي نو په نوموړي باندې د خپل کور له خوا هیڅ فشار نه دی ورغلی بلکي هغه د کور د سودا، میلمنو، ناروغانو او داسې نورو کارونو څخه معاف شوی وو او په دې هکله یې کورنۍ زیات فشار پر ځان منلی وو څو یون صاحب خپلو لیکنو او کلتوري چارو ته فارغ وي.

آغلې میرمن آرین یون له د ښاغلي یون له ملګرو هر یوه عاشق الله غریب، زرین انځور، ابراهیم شینواري، ماخان شینواري، احسان الله کاموال، پروفیسور خالق رشید، زلمي هیوادمل، وفاالرحمن وفا، ضیاالرحمن او داسې نورو څخه هم مننه وکړه چې له یون صاحب سره یې علمي، تخنیکي او هراړخیزې مرستې کړې دي. نوموړې همدارنګه له خپلو ماشومانو هم مننه وکړه چې دوی ته یې وخت ورکړی څو ۳۳ کتابونه په یو ځل چاپ او ټولنې ته ډالۍ کړي.

د وفاالرحمن وفا پریزنټشن:

ښاغلي وفاالرحمن وفا د استاد محمد اسماعیل یون د کتابونو د موادو د راغونډولو، ترتیب، لیکلو، کمپوز، ایډیټ، تخنیکي چارو، ډیزاین، سي ډي، چاپ، کڅوړې، د توزیع څرنګوالی او داسې نورو ضروري چارو په هکله یو پریزینټشن وړاندې کړ او د دې ۳۳ کتابونو د خپرولو لړۍ یې له لومړي ګام څخه تر وروستي ګام پورې تشریح کړه.

د کیهان رمز پریزنټشن:

د ځلا د ټکنالوجۍ مسوول ښاغلي کیهان رمز د یوه لنډ پریزنټشن په ترځ کې د هغه سي ډي او بریښناپاڼې پښتو سافټ او د هغه د استعمال طریقه ګډونوالو ته تشریح کړه چې د همدې ۳۳ عنوانه کتابونو د آنلاین د چارو لپاره په کار وړل شوې وه. نوموړي وویل چې د همدې سي ډي او بریښناپاڼې په څیر موږ کولای شو چې د هیواد د نورو لیکوالو لپاره هم ورته خدمات سر ته ورسوو. د ځلا ټکنالوجۍ د کمپنۍ له لوري د یوه ځانګړي ویب سایټ د چمتو کولو ډالۍ هم وړاندې شوه چې په همدې مناسبت د ښاغلي یون د کتابونو د آنلاین کولو لپاره جوړه شوې وه او په نږدې راتلونکي کې به په کار پيل وکړي.


د استاد محمد آصف صمیم وینا:

استاد محمد آصف صمیم هم د یون صاحب په کتابونو خوښي څرګنده کړه او نوموړي ته یې د مبارکۍ په وړاندې کولو سره وویل: څو ورځې مې طاهر افریدي ته تیلفون کړی وو هغه راته وویل چې موږ بمبار شوو، مهاجر شوو او له ورانیو سره مخ شوو. دومره خو ښکلي نه یو خو لکه چې په سترګو شوي یو. خو زه وایم چې پښتانه ښکلي دي، خواږه دي او زما په بدرنګو عینکو کې دغه خلک ډیر ښکلي راته ښکاري.

ډاکتر سهیل ارشاد یو لړ لیکنې لري چې ړومبنیان نومیږي او د هغو کسانو په هکله لیکنې کوي چې د لومړي ځل لپاره یې یوه غوره نوښت ته لاس اچولی دی نو زه خو وایم چې د دې لوی ابتکار سره چې ۳۳ کتابونه یې په یو ځل چاپ او خپاره کړل نو یون صاحب هم د ړومبنیانو په ډله کې راغی. زه باید ووایم چې د کتاب لیکل، کمپوز، چاپ او تهیه دومره آسانه کار ندی خو زه د دغې سترې بریا له کبله ټولو افغانانو ته مبارکي وایم.

دغه لړۍ موږ ته زیری راکوي چې دلته دومره څه شته دي چې زړونه سره پرې وتړو، څو وخت د مخه په پیښور کې د چاپ شوو کتابونو یوه لړۍ خپره شوې وه نو معلومه شوې وه چې په دې وروستیو وختونو کې پښتو لومړنۍ ژبه ده چې ډیرې لیکنې پرې شوې دي چې دا خبره زموږ لپاره یو ښه زیری دی.

ښاغلي استاد محمد آصف صمیم د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې یوه ټوکه هم وکړه او ویې ویل چې له یوه کوچي څخه چا پوښتنه کړې وه چې ډیره ښه لیکنه دې کړې ده، کوچي ورته ویلي وو چې زه وزګار نه یم که نه قرآن شریف مې درته لیکه، خو که پښتانه قرآن کریم نه دی لیکلی نو خدای دې پښتانه د قرآن کریم په لاره سم کړي.

د ښاغلي راج ولي شاه خټک وینا:

له کوزې پښتونخوا څخه نوموتی لیکوال، ادیب، شاعر او د پیښور پوهنتون پخوانی رییس ښاغلي راج ولي شاه خټک وویل:

زه په داسې یوه عجیب شان او کیفیت کې قرار لرم چې حیران یم خبره له کوم ځای څخه پيل کړم. خو زه د ټولو د مخه د ټول پښتون قام له اړخه په دې مناسبت مبارکي درته وایم. یون صیب د هغو ړومبنیانو په ډله کې راغی چې دغه ولس ته یې ګټه رسولې ده او یون صیب خپل نوم په ښکاره توګه او د کتاب په بڼه ثبت کړ. پښتنو تورې ډیرې چلولې دي، غزاګانې یې کړې، ټوپکونه یې چلولي او په ډیره نره یې له یرغلګر غلیم سره ډغرې وهلې دي.

دا خبره بهرنیان کوي او بهرنیانو په موږ پسې تړلې ده چې پښتانه ګواکي فرهنګ نه لري نو زه پرې غږکوم چې یو ځلې راشی او اسماعیل یون و ګوری چې د پښتنو د فرهنګ ثبوت یې وړاند کړی چې پښتانه قلم، پوهه، علم، روایت او کلتور لري او د کتاب په شکل یې نړۍ ته وړاندې کوي.

پښتنو هر وخت توره د مجبورۍ څخه اخیستې او د یرغلګرو مقابله یې پرې کړې ده. دا ځمکه په یوه عجیبه څلورلاره کې واقع ده، زیات یرغلګر د خپل مفاد لپاره وخت پر وخت ورته راغلي دي. موږ د خپل ژوند، ثبات او سنګر ساتلو لپاره د تورې او ټوپک اخیستلو ته مجبور شوي یو، موږ بل ځای ته په جګړه پسې نه یو تللي او نه مو په چا یرغل کړی دی. موږ آرام ته نه یو پریښودل شوي او ټول عمر شر او شور را باندې جوړ شوی دی.

په یو ځلې د ۳۳ کتابونو چاپ او خپرول د دنیا په تاریخ کې یو عجیب کار دی چې په ډیره نادره توګه په لږ وخت کې لیکل شوي، کمپوز شوي، چاپ شوي او خپاره شوي دي دا واقعا یو ښه ګام دی. موږ د دې کار قدرداني ځکه کوو چې باید پښتانه د راتلونکو ګواښونو مقابله په علم، پوهه او شعور سره وکړي. د دې کار لپاره د اسماعیل یون په څیر د ویښ او مهذب قوم څیرو ته اړتیا ده چې د قلم په وسیله غزا کوي. دا کار شعور غواړي، د زړه وینه غواړي او د روح په مینه لیکل کیږي. د پښتنو د کتابونو سره دلته څه شوي دي؟ تاسو ټولو په خپلو سترګو ولیدل چې نور یې وس بر نه شو نو په کتابونو یې را مخه کړه او غوښتل یې د دې مهذب قوم کلتور ته زیان و رسوي چې په پایله کې له دې درکه موږ څه ناڅه نیستمن شوو. دا ځای د پښتنو ستر علمي مرکز وو او زموږ علمي مراجعه به دلته کیده، د سند او څیړنې حواله مو دلته وه.

د پښتنو د کتابونو د بې حرمتۍ مقابله په همداسې چارو باندې ښه کیدای شي چې پر یو وخت باندې د ۳۳ کتابونو چاپ ګڼل کیږي چې نوښت یې ښاغلي اسماعیل یون صیب ته راجع کیږي. دغه کار ثابته کړه چې د کتاب مینه له موږ سره د مخه وه او د پښتنو د فرهنګ د غني کولو خیال راسره وو چې نمونه یې نن تاسو پخپلو سترګو ګوری.

د دې کار بل اهمیت په دې کې دی چې نه یوازې د کتاب په شکل بلکي دغه لړۍ د سي ډي او انټرنیټ په شکل هم د مینه والو د لوستلو وړ ګرزي. دغه ښکلې لړۍ جوته کړه چې موږ بیا هم یو مهذب قوم یو او موږ ته پته ده چې په دې قوم کې وخت پر وخت غوره استعدادونه غوړیدای شي. دغه کار نابغه افراد کولای شي او نابغه افراد هغه څوک دي چې په خپله څانګه کې د کار او هڅو انتها حد ته رسیدلی وي.

اسماعیل یون د عشق له مخې دغه کار کړی دی، د ړومبنیانو په ډله کې یې ځان ته ځای پيدا کړ او دغه کار د تاریخ په دور کې یو نوی او مبتکر عمل ګڼل کیږي چې په یوه وخت دومره کتابونه خپل ولس ته ډالۍ کړي. یون قلم په لاس کې اخیستی او دا قلم به د ژوند تر آخره ورسره وي یو ځل بیا هم تاسو ټولو مبارکي درته وایم.

د ډاکتر ماخان شینواري د خبرو لوي ټکي:

نن ورځ د یون ورځ نده بلکي نن د ټول افغانستان ورځ ده

ما په ۲۰۰۳ کې پر یو ځل د ریاضي ۷ کتابونه چاپ کړل او داسې فکر مې کاوه چې بل افغان به دغسې یو کار نه وي کړی چې په یو ځل ۷ کتابونه چاپ کړي خو د ۷ او ۳۳ عددونو تر منځ ډیر توپير دی تاسو خپله فکر وکړی.

یونه! ته یو پياوړی افغان پښتون یې، تا لویه سیالي وکړه او ستر بریالیتوب دې په برخه شو چې مبارکي یې درته وایم.

زه هم تا غوندې یوې سیالۍ ته مخه کوم او تر راتلونکو آتو میاشتو پورې په یو ځل ۱۵ د ریاضي کتابونه چاپوم

ستاسو نوم باید د نړۍ د ریکارډونو په کتاب ګینز کې ولیکل شي چې په یو ځل یې خپل دومره آثار چاپ کړي دي. ویاړونه، خدمت او بریاوې مو په برخه


د ښاغلي زرین انځور د خبرو لوی ټکي:

د یون صاحب د کتابونو او کلتوري هڅو په اړه ډیر څه ویل غواړم خو وخت کم دی تاسو او ستاسو د ژوند شریکې میرمن آرین یون او ټول افغان ولس ته د دې سترې بریا مبارکي وایم.

د یون صاحب علمي ژوند د خوشحال خان بابا په لیسه کې له زده کړې سره سم پيل کیږي او نوموړي له هماغه وخت د سترو موخو لپاره ځان جوړاوه. تاسو د ملګری یو لښکر روان کړی چې یو حرکت، یوه څپه، یو بهیر او یون له ځان سره لیږدوی.


د ښاغلي عبدالغفور لیوال د خبرو لوي ټکي:

په تیرو ۸۰ کلونو کې زموږ ملي ارزښتونه له درې ډوله دښمنیو سره مخ دي:

لومړی: نړیواله دښمني

دویم: سیمه ایزه دښمني

دریم: داخلي یا کورنۍ دښمني

ډیر پخوا له دغو دښمنیو سره د مقابلې او حل لارې لټول شوې وې چې څه ناڅه کار هم شوی دی او موږ د خپلو پخوانیو شخصیتونو د هڅو ملاتړ کوو. زما په نظر د حل لاره په لاندې ډول ممکنه ده:

د لیکنو لړۍ ته پراختیا ورکول
د پښتو د رنسانس د دورې پیل کول
د خپل فرهنګ د غوړیدو لپاره د کتابونو لیکلو او د ژباړې بهیر ته پراختیا ورکول 
 د ښاغلي رسول باوري د خبرو مهم ټکي:

یون صاحب ته مبارکي وایم، ستر کار مو کړی دی او زه نور ځوانان هم دغې سیالۍ ته رابولم که ۳۰ کتابونه مو چمتو نه کړل خیر دی یو یو کتاب چمتو کړی، کتاب د یوه لارښود حیثیت لري او موږ ورته اړ یو. کتاب د لیکوال له خوا د اړتیا پر مهال لیکل کیږي او موږ د ژوند په هره برخه کې د کتاب لرلو ته اړتیا لرو که هغه تاریخ وي، سیاست وي، ټولنه وي او یا درسي کتابونه.

په دې هیله چې نور ځوانان هم و هڅیږي دا پيل داسې عرض کوم چې د یون صاحب کارنامه موږ ټول په دې ډګر کې سیالۍ ته رابولي او دغه نوښت ټول ځوانان و ننګول چې په ورته سیالۍ لاس پورې کړي څو د چا احتیاج و نه اوسو او خپل کتابونه ولرو.

ښاغلي محمد حلیم فدایي وویل:

لوی بدلون دا دی چې موږ په ټولنه مثبت اړخ ته د فکر په بدلون کار وکړو او ما خپله د دغه راز بدلون لپاره ملا تړلې ده. زه د هغو کسانو خدمت کوم چې د انساني فکر جوړولو ته یې ملا تړلې ده او انسان جوړوي او موږ په حاضر وخت کې تر بل هر وخت څخه زیات انسان جوړونې ته اړتیا لرو. د یون صاحب دغه ملي قدم د انسان جوړونې د پړاو د رامنځته کولو په لوري یو مهم ګام دی او د ویښتابه په لاره کې یې بنسټیز رول ادا کوي.

خدای دې موږ ته توفیق راکړي چې د داسې کسانو خدمت وکړو. زه د داسې انسانانو قدر په ځان باندې لازم ګڼم چې د فکر د جوړولو په لاره کې کار کوي.

ښاغلي مرهون وویل:

زه غواړم چې لومړی د خوشحال بابا دغه بیتونه ووایم:

په دنیا د ننګیالیو دي دوه کاره

یا به وخورې ککرۍ یا به کامران شې

یون صاحب تاسو په خپل دغه نوښت سره د کامرانۍ درجه ته رسیدلي یاست، اوږد مزل مو په ډیر کم وخت کې طی کړی. بله خبره دا چې پوهه او هنر یوازې د ناز او نعمت په خاوندانو پورې منحصر نه دی بلکي زموږ په غرونو او درو کې هم د یون په شان استعدادونه غوړیږي چې د پوهې او هنر درنده ډالۍ خپلو هیوادوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي مولوي جانباز سرفراز وویل:

زه ډیر خوښ یم، یون صاحب ته مبارکي وایم او د فکري جوړښت هلو ځلو ته ډیره زیاته اړتیا لیدل کیږي. د صمیم صاحب د خبرې ځواب په دې ډول ورکوم چې زه یو کوچی یم او زه زیری درکول چې که کوچي قرآن شریف لیکلی نه دی نو ما هغه خوږې پښتو ژبې ته را ژباړلی دی.

ښاغلي محمد اکرم خپلواک وویل:

یون صاحب ته مبارکي وایم، لوی کار مو کړی دی، خو زه وایم چې کار تمام نه دی بلکي دا نوښت زموږ د هلوځلو پيل دی موږ باید د همداسې یوه حرکت او یون کلکه ملګرتیا وکړو او دغه حالت ځواکمن کړو.

باید ووایم چې ځینې خلک د پښتو راتلونکي ته خوشبین نه دي خو زه ډیر ورته خوشبین یم او خوشبیني مې په دې کې ده چې نن ورځ زموږ د ټولنې هره پرګنه که هغه ملک دی، خان دی، عالم دی او که زده کوونکی یا استاد دی په دې فکر کې دی چې پښتانه باید جوړ شي.

شل کاله مخکې به په پکتیا کې شاعر ته یو داسې لفظ استعمالیده چې ښه نه دی خو نن حالاتو بدلون موندلی او زیاتې فرهنګي ټولنې او بنسټونه په سیمه کې رامنځته شوي او کار کوي. پښتانه د تورې په ډګر کې اتلان وو خو که د علم ډګر ته په ریښتنې توګه مخه کړي نو تاسو به یې د کار پایله وګوری چې هرو مرو به مثبته وي او زه دغه بدلون په خپلو سترګو وینم.

د هیواد د پلازمینې په یوه داسې عصري هوټل کې د سلګونو کسانو په ګډون غونډه او داسې مبارک مناسبت یو ستر بدلون ګڼم چې د هیواد لیکوالان، پوهان او شاعران په مینه ورته راغلي دي. خپل حرکت ګړندی کړی او خپل یون د بریا په لوري روان کړی موږ له تاسو سره یو.

ښاغلي عزیز تحریک وویل:

زه په ۱۳۶۳ په خوشحال خان کې استاد او اسماعیل یون زموږ زده کوونکی وو. زه پوهیدم چې دغه شخص به یو روښانه راتلونکی لري ځکه چې د هماغه وخت د جذباتو څخه یې روښانه راتلونکی په ښه توګه بریښیده. زه ټول افغان ولس ته د دې بریالیتوب مبارکي وایم.


ښاغلي حبیب الرحمن لبیک وویل:

د لویدیځ افغانستان د خلکو په استازیتوب ښاغلي اسماعیل یون ته مبارکي وایم. بیا یې د قرآن کریم یو ولوست چې پښتو ژباړه یې په دې ډول ده: ( آیا برابر دي هغه کسان چې علم لري له هغو کسانو سره چې علم نه لري)

موږ باید د خپل معنوي کان څخه استفاده وکړو او له هغه څخه د سرو او سپينو زرو پانګې را وباسو.


ښاغلي محمد اسماعیل یون وویل:

له ټولو څخه مننه کوم او کوردانی درته وایم چې زما د چاپ شوو کتابونو په محفل کې مو ګډون کړی دی. زما په نظر زما دغه شل کلن زیار په دومره ستایلو نه ارزي لکه تاسو چې یاد کړ خو بیا هم له تاسو ټولو مننه کوم چې په هغه مو خپل نظر څرګند کړ.

یوه خبره باید وکړم چې دا کار آسانه نه دی بلکي ډیر سخت دی او دا کار زما د شلو کالونو د فرهنګي زیار نتیجه ده، ما د یوه افغان په صفت خپله دنده ادا کړې او د مشرانو خبرې زموږ لپاره د لارې مشال دی.

زما په نظر که څوک هر مثبت کار سر ته رسوي باید چې د ټولنې د تایید وړ وګرزي او وستایل شي. زه چې د خپلې ټولنې لیکوالان ګورم خوښیږم او اقتصادي بار د دې ټولنې په پياوړو اشخاصو وو.

دغه کار ثابته کړه چې زموږ په ولس کې داسې ظرفیت شته دی چې په دولتي امکاناتو بسیا و نه اوسو. په دغه پروژه کې ډیرو کسانو برخه اخیستې ده، پیسې یې ورکړې دي او په ډیرو مواردو کې یې زموږ لاسنیوی کړی دی چې له هر یوه څخه مننه کوم. زه ډیر خوښ یم چې پښتانه اوس د دې جوګه شوي دي چې په کتاب چاپولو پیسې ورکړي، زما یو دوست ښاغلی داود شینواری سره له دې چې په خپله پوروړی هم دی خو بیا یې هم په دې پروژه کې مرسته کړې او پیسې یې ورکړې دي.

زه په پلان باندې باور لرم، موږ باید د سیستماتیک پلان له مخې پر مخ ولاړ شو. موږ باید د خپلو فعالیتونو لپاره یو داسې پلان ولرو چې خام مواد راټول کړو او د خپلې ژبې د ودې په لارو چارو کې ترې ګټه واخلو.

موږ باید په دې ماسترپلان کې څرګند کړو چې څومره ظرفیت لرو؟ څومره امکانات لرو؟ څو لیکوالان لرو؟ څو شاعران لرو؟ څو ژباړونکي او داسې نور لرو؟ همدارنګه د دوی ټولو کار ډیزاین کړو چې په دوه کالونو کې موږ څومره عملي پرمختګ کولی شو او په لس کالونو کې موږ څومره مخته تللی شو.

زما په نظر که موږ سیستماتیک کار وکړو نو موږ به په راتلونکو لسو کالونو کې د دې ظرفیت موندلی وي چې ټول پښتو کتابونه راټول، کمپیوټرایز او آنلاین کړو او د ورکیدو څخه یې و ژغورو.

همدارنګه دغه پروګرام ته مالي پلان او دیتابیس جوړ کړو، اډیت سنټر ولري او ۲۰۰ کسانو ته به دندې هم پکې پیدا شي. زه فکر کوم چې د شل زره عنوانه پښتو کتابونو راغونډول او کمپیوټرایز کول دومره مشکل کار ندی.

اوس مهال میډیا د بل چا په لاس کې ده او موږ باید میډیا په خپل کنترول کې راولو، موږ د کتابونو کمیت او کیفیت دواړو ته اړتیا لرو خو زما په نظر که یو ځلې موږ د کمیت له مخې بډای شو نو بیا کولی شو چې په کیفیت باندې ټینګار وکړو، ټول سره کښینو او د بحران څخه د وتلو لارې چارې په ګوته کړو.

زما په نظر دا کار شونی دی او موږ باید یوه لوی فرهنګي او ذهني انقلاب ته لاره پرانیزو.

بیا هم ټولو کورودانی وایم او په دې محفل کې ستاسو د حضور مننه کوم.

ښاغلي استاد حبیب الله رفیع وویل:

په دې مناسبت له خوښۍ او مبارکیو وروسته زه دریو خبرو ته په لنډه توګه اشاره کوم:

لومړی: کله چې په هیواد کې استقرار او حکومت وو نو په ټول کال کې به ایله لس عنوانه پښتو کتابونه د حکومت د اجازې وروسته چاپیدل او ولس ته اجازه نه وه چې په پراخه پیمانه کار وکړي. ما په ۱۳۵۴ کال پښتو پانګه لومړی ټوک او په ۱۳۵۶ کې د همدې کتاب دویم ټوک تکمیل او چاپ کړ او ما وکولای شول چې د پښتو یوازې ۱۵۰۰ کتابونه پیدا او شرح کړم چې همدومره نور به هم په نړۍ کې وو او د ټولو شمیره ۳۰۰۰ ته هغه مهال رسیدله.

دویم: د جنګونو په دور کې زموږ د کتابونو لړۍ د لوی زیان سره مخ شوو، کتابونه قصدا له منځه یوړل شول. د هجرت په دوران کې به پیسې په کتابونو ورکول کیدې او په دې لړ کې زیات کتابونه، مجلې او جریدې را ووتې چې شمیر یې سلهاوو ته رسیده. د یون صاحب ۳۳ عنوانه کتابونه د هغو کتابونو ښه جبیره ګڼل کیدای شي چې سوزول شوي دي او دا لړۍ نوره هم باید ګړندۍ کړو.

دریم: په راتلونکو لسو کالونو کې موږ باید زړه پانګه چاپ او ځوانوانو ته کتابونه تهیه کړو. موږ باید په خپلو پښتنو و دریږو او دا ګړندی یون ددې زیری راکوي چې موږ به په دې برخه کې د بریالیتوب مرحلې ته هرو مرو رسیږو.

په دې غونډه کې ځینې شعرونه هم وویل شول او غونډه د ښاغلي شریف الله ابراهیمي په دعاییه، چای خوړلو او د یون صاحب د کتابونو په توزیع سره پای ته ورسیده.