کور / سياسي / فرهنګي + سياسي او سياسي + فرهنګي شخصيتونه

فرهنګي + سياسي او سياسي + فرهنګي شخصيتونه


فرهنګيان هغه چاته وايي چې د شعر، ادب، ادبي ناستو، كره كتنې، كلتوري او فرهنګي مسائلو سره يې سرو كار وي، خو دا فرهنګيان بيا زما په فكر په درې برخو وېشلي دي، يو يې فرهنګي+ سياسي شخصيتونه دي، دا هغه كټه ګوري ده چې اول فرهنګي كړۍ ته پاخه راننوتي وي او بيا د فرهنګي كړيو نه په سياسي كړيو كې دخيل شوي وي، او بل يې سياسي + فرهنګي شخصيتونه دي چې دا بيا د هغې برعكس اول په سياسي كړيو كې ورننوتي وي او د فرهنګ او ادب سره د مينې له كبله فرهنګي كړيو ته هم نيږدې شوي وي.

درېيمه كټه ګوري يې خالص فرهنګيان دي چې د سياست سره حساسيت لري، هسې خو د افغانستان هر وګړى په سياست كې خبرې كوي، هغه ټوكه خو بيخي مشهوره شوې ده چې وايي په درېيم منزل كې شور و او په دوهم منزل كې چې كوم خلك ناست و هغوى ددې شور او چيغو په اړه په خپل منځ كې له يوبل نه پوښتنې كولې، لومړي پوښتنه وكړه چې په پورتني منزل كې به شور او چيغي د څه شي وي؟

يو وويل: كېداى شي د كركټ مېچ وي، خلك به تلويزيون ته ناست وي، او د لوبې د پاى شېبې به وي.

دوهم وويل: نه زما په فكر د فوټبال مېچ به وي ځكه په دې وروستيو كې ما په خپله د فوټبال ميچونه په تلويزيون ليدلي دي.

خو درېيم په مسكا وويل: دابه افغانان وي او سياسي بحث به كوي.

په افغانستان كې روان اړودوړ هم يوه لوبه ده چې له ډېرې مودې راروانه ده، خداى پوهيږي چې ددې ټورنامنټ فاينل مېچ به كله وي.

خبره مو د فرهنګ او سياست كوله، چې دا مو په درې كټه ګوريو ووېشل، درېيمه كټه ګوري خالص فرهنګيان زما موضوع نه ده، زه غواړم چې په فرهنګي+ سياسي او سياسي+ فرهنګي شخصيتونو خبرې وكړم.

فرهنګي جمع سياسي شخصيتونه لكه مخكې مو چې وويل هغه شخصيتونه دي چې د فرهنګي كړيو نه يې سياست ته دانګلي دي، دا شخصيتونه له خپلو فرهنګي هلو ځلو نه سياسي ګټه اخلي.

((داستادمحمد اسماعيل يون

33 كتابونه يوځايي له چاپه راووته))
دې مطلب ته په دې لينك سر ورښكاره كولاى شئ .
http://larawbar.net/article.php?id=12654&date=2009-08-02

دا كتابونه ډېر پخوا چاپ شوي دي خو اوس د انتخاباتو په درشل كې پرې دومره لويه غونډه هغه هم په سيرينا هوټل كې نيول كيږي چې دا خبره پخپله زما ددې خبرې ثبوت كېدلاى شي.

دا چې دغه كټه ګوري شخصيتونه د خپلو فرهنګي او ادبي هلو ځلو نه سياسي ګټه پورته كوي او غواړي چې د خپل فرهنګي شخصيت په مټ ځان ته يو سياسي شخصيت وركړي يو ښه كار دى، چې د فرهنګي سپېڅلتيا سره د منفي سياست په لور لاړ نه شي، خو دغه كټه ګوري خلك د فرهنګي كړيو لپاره ډېر خطر ناك په دې دي چې يواځې د خپلو فرهنګي هلو ځلو نه سياسي ګټه نه پورته كوي او غواړي چې فرهنګي كړۍ د خپل سياست قرباني كړي، چې په دې وروستيو كې د افغان ادبي بهير په سر د دوه سرلارو فرهنګيانو لانجه ددې خبرې ثبوت دى، دا كټه ګوري په سياست كې هم مخلص ځكه نه شي پاتې كېداى چې دوى د فرهنګي كړيو سره د خيانت له مخې د سياست ميدان ته دانګلي دي، غواړي چې خپل نيږدې فرهنګي ملنګان ملګري هم د خپل نا سپېڅلي سياست په پښو كې حلال كړي، ددې كټه ګورۍ كارونه په سياست كې زيات وخت په نا سپېڅلو ګټو راڅرخي.

دا چې خبره د شخصيتونو ده نو ځكه نه غواړم چې په دې برخه كې مشخصه ګوته ونيسم ځكه چې فرهنګيان زما په فكر هغه خلك دي چې په نيمه پوهيږي او دا به ورته همداسې نيمه پرېږم.

دوهمه كټه ګوري يې سياسي + فرهنګي شخصيتونه دي چې د سياست له ډګره يې د فرهنګي كړيو سره نيږدې والى پيدا كړى وي، دا كټه ګوري خلك ماته د سپېڅلي سياست لاروي ښكاري، دوى د خپل سياسي شعور له مخې د فرهنګ سپېڅلتيا پېژندلې او خپل سياسي فعاليتونه يې د خپل اصيل فرهنګ په خدمت كې په كار اچولي دي.

له دې ډلې نه به د شهرت ننګيال نوم واخلم چې تل يې سياسي ليكنې او سياسي فعاليتونه كړي دي خو ټولې سياسي ليكنې يې د ادب په رنګ كې رنګ دي، يايې يې يوه سياسي ليكنه د طنز په جامه كې نغښتې وي او يايې داسې يوه تراژيديكه او كيسه ييزه جامه ور اغوستې وي چې د يوې ښايسته لنډې كيسې غوندې خوند ترې سړى اخستلى شي.

تل يې خپلې سپېڅلې سياسي ليكنې د ادب او كلتور په رنګ كې رنګ كړي دي او لكه يو پاك زړى شاعر هرڅه يې پاك پاك ويلي دي.

اوس چې د سياسي ځغاستې ميدان ګرم دى او فرهنګي كړۍ هم په دې ځغاسته كې د يو او بل كانديد په پلوۍ منډې وهي، په دې منډو ترړو كې مونږ دغه فرهنګي سياسيي يا سياسي فرهنګي شخصيتونه ښه پېژندلاى شو.

يوه برخه فرهنګيان چې په دې درې و كټه ګوريو كې نه راځي هغه نو بيا په اعراف ( هغه ځاى چې د دوزخ او جنت په منځ كې دى، نه دوزخ دى او نه جنت) كې پاتې دي دې ته بېله كټه ګوري ځكه نشو ويلاى چې دا پكې شاز دي او ( اشاز كنادر و نادر كالمعدوم و المعدوم ليس بشيء) .

د اشرف غني په رسمي كمپاين كې چې كوم فرهنګيان منډې وهي دا يې نو همدا ليس بشيء كې راځي . اشرف غني ورته دوه توته ارزښت نه وركوي او دوى بيا هم لګيا دي، په دې وروستيو كې د ژمن ګګياڼي په نوم په همدې اړه يوه ليكنه مې ولوسته چې ښاغلى اشرف غني يې هم په دې دوهمه كټه ګورۍ سياسي+ فرهنګي كټه ګورۍ كې ودرولى و، ژمن ګګياڼى هم يو فرهنګي شخصيت دى مونږ به د هغه په عقيده شك نه كوو خو د ښاغلي اشرف غني په اړه د ځينو فرهنګيانو اندېښنې هم د غور وړ دي.

زه نه پوهېږم چې دا فرهنګيان او فرهنګي كړۍ سره له دې چې د فرهنګي ټولنو جرګه يې هم جوړه كړې ده ((چې دا جرګه به لا څومره د ناولي سياست له چټليو پاكه وي)) خپل مسئوليت او خپله دنده نه پېژني، له دې فرهنګي ټولنو جرګې له لارې فرهنګيان ډېر ناشوني شوني كولاى شي خو دلته د نوي فكر پنځوونكي څوك نه تر سترګو كيږي، ټول بې مسئوليته رضا كاران ښكاري، تر اوسه چې د فرهنګي ټولنې جرګې په كومو موضوعګانو غونډې كړي دي يوه يې هم حل كړې نه ده او په يوه كې يې هم د پام وړ پرمختګ نه دى ليدل شوى، فرهنګي كړۍ كولاى شي چې د همدې جرګې له لارې د يو ځواك په څېر په حساسو سياسي حالاتو كې د يو پاك سياسي بهير نه اغېزمن ملاتړ وكړي، خو د ټاكنو په درشل كې په دې اړه د فرهنګي ټولنو د جرګې كومه غونډه ونه شوه او نه هم دغه فرهنګي ټولنې چې دوى ترې جرګه جوړه كړې كومه هماهنګي او همغږي سره لري.

د ژباړې د سيمينار پرځاى چې د ډېر وخت تر تېرېدو وروسته يې هم كومه نتيجه مالومه نه شوه، د فرهنګي ټولنو جرګې بايد يوه داسې غونډه جوړه كړې واى چې په هغې كې يې د ټولو فرهنګي او ادبي ټولنو چې ددوى سره ثبت دي ټول غړي راغوښتي واى، له دې نه مخكې يې د فرهنګي او ادبي ټولنو د ټولنيز كار ستراتيژي جوړه كړې واى بيا يې ددوى مخ ته ايښې واى او دوى هم په خپله خپله سيمه كې ددې پر ځاى چې راشه شعرونه ووايه ، واه واه او چكچكې ووهه او بېرته لاړ شه پر ځاى ټولنيز كار او ټولنيز پوهاوي ته مخه كړې واى، د خپلو فرهنګي او ادبي ناستو دروازې يې د عامو خلكو پر مخ يواځې خلاصې كړې نه بلكه هغوى يې دې ته راجلب كړي واى چې ددوى په غونډو كې ګډون وكړي او يوټولنيز پوهاوى رامنځته شي .

څه موده مخكې په ننګرهار كې د ښاغلي ازمون په نوښت د فلكلور سيمينار او نمازغونډې جوړې شوې وې چې د پېښور او كوټې نه هم ډېرو فرهنګيانو پكې ګډون درلود، مونږ ديو شاعر سره چې خواږه خواږه شعرونه مو ترې واورېدل هغه سره د لر او بر پښتون په همغږۍ او ويښتيا خبرې وكړې، هغه وويل چې مونږ په خپله سيمه كې يوه وړه ادبي او فرهنګي ټولنه لرو چې په خپل كاري بهير كې يې ډېر ټولنيز كارونه تر سره كړي دي، هغه وويل كه زمونږ فرهنګيان او فرهنګي ټولنې ويښې شي، د خپل چاپېريال او د خپلې ټولنې په ويښتيا كې ډېر رول لوبولى شي، خو زمونږ فرهنګيان يواځې د شعر لوستلو او چكچكو وهلو ته تكړه دي.

هغه ويل زمونږ په سيمه كې په سكولونو كې د پښتو مضمون د لوست نه ولوېد او لامل يې هم دا و چې د پښتو د لوست لپاره استادان نه پيدا كېدل، يو شاعر او ليكوال خو هېڅكله دې ته تيار نه دى چې په يو عادي سكول كي دې د پښتو د مضمون استاد شي، زمونږ فرهنګي ټولنې دا خبره نوټ كړه او په دې اړه مو د مشاعرې پر ځاى يوه غونډه ونيوله، په پاى كې دې نتيجې ته ورسېدو چې مونږ بايد يو وړيا سيمينار په سيمه كې د پښتو استادانو لپاره جوړ كړو، زمونږ په دې ادبي ټولنه كې هر ملګرى كولاى شي چې په دې سيمينار كې ټرېنر شي او دغه سيمينار ترتيب او كنټرول كړي، همداسې مو وكړل د پښتو د مضمون په استادانو پسې وګرځېدو خبر مو وركړ او اعلانونه مو هم پرنټ كړل، د پښتو د استادانو تر څنګ نور ډېر مينه وال چې غوښتل يې د پښتو د مضمون استاد شي په دې لس ورځني سيمينار كې يې په ډېره مينه ونډه واخيسته او په سيمه كې اوس په هر سكول كې د پښتو مضمون د اختياري پرځاى يو اجباري مضمون ګرځېدلى دى.

د فرهنګي كړيو د ويښتيا او د افغان اصيل فرهنګ د غوړېدا په هيله