کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د ورځنيو فعاليتونو خبرونه

تدويرسيمینار آموزشی

ولایت بامیان امروز14 اسد سال روان ،سمینار یک ماهه جهت بالا بردن ظرفیتها مسلكي برای سرمعلمین مکاتب ولایت بامیان در تالار ریاست معارف آنولایت دایر گردید.

سيمینارمتذکره به کمک مالی موسسه سویدن وبه همکاری ریاست معارف ولایت بامیان براه انداخته شده ،که به تعداد 15 تن سرمعلمین مکاتب تحت پوشش موسسه مذكور اشتراک ورزیده اند.

هدف از تدویر سيمینار متذکره بلند بردن ظرفیتهاي مسلكي آنها می باشند که در مدت یک ماه در اين رابطه دانستنی های ارزشمند را فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچو سيمینارها در بلند بردن سطح آگاهی و آشنایی معلمین و منسوبین معارف به اساسات اداره، منجمنت و سایر امور تدریسی موثر واقع می گردد.


اتلسو تنو ته د فضيلت دستارونه ور وتړل شول

دهلمند ولایت دمرکزی دارالحفاظ نه د زمری دمیاشتی په 14 مه نیـټه 18 تنه دقران حافظان فارغان شول.

په هغه غونډه كى چى دنوموړى دارالحفاظ په انګړ كى جوړه شوى دولايت دمقام مرستيال عبدالستار ميرزك وال، دپوهنى رياست رئيس اومسئوولينو، دينى علماو، قومى مشرانو، زده كوونكو اوښوونكو ګډون درلود.

غونډه دقران عظيم الشان دمباركو آياتونوسره پيل وروسته دولايت مقام مرستيال دموضوع په اړوند خبرى وكړى او دقران د حافظانو يى وغوښتل چى په ټولنه كى داسلام مبارك دين داشاعى او تبليغ په لاره كى دهيڅ راز هلو ځلو نه ډده ونكړى او په آخر د مسئوولينو لخوا فارغانو ته د فضيلت دستارونه ور وتړل شول او هيواد او خلكو ته د خدمت په موخه دعا وركړل شوه.


په تخار كې د روغتيا او پاكۍ د سيمينارونو لړۍ پاى ته ورسيده

تخار

د زمري۱۴مه

د تخار په مركز تالقان كې د دغه ولايت نارينه او ښځينه ښوونكو ته د روغتيا او پاكۍ ترنامه لاندې د سمينارونو هغه لړۍ چې په پنځو دورو كې ترسره كيدله نن د زمري په ۱۴مه پاى ته ورسيده.

په دغو سيمينارونو كې د تخار ولايت د مركز او شپاړسو ولسواليو د ښوونځيو پر ۱۶۶ تنو ښوونكو سربيره، د بدخشان تخار او كندز ولايتونو د كليو د پراختيا رياستونو كاركوونكو هم ګډون درلود چې د يونيسف مؤسسې په مالي مرسته او دپوهنې وزارت په همكارۍ د روغتيا او پاكۍ په اړه معلومات وركول كيدل.

د تخار د پوهنې رئيس په همدې موخه جوړه شوې په اختتاميه غونډه كې هيله څرګنده كړه چې د سمينارونو د دغې لړۍ ګډونوال اوس وكولاى شي په خپلو اړونده ښوونځيو كې هغه څه چې دوى زده كړي دي له زده كوونكو سره شريك كړي.

د روغتيا او پاكۍ په نامه د سيمينارونه دغه لړۍ د جوزا په ۱۸مه پيل شوې وه چې هره دوره يې شپږ ورځې وه.