کور / تازه خبرونه / د اسوشېټيډ پريس دوو خبريالانو ته مرګژوبله اووښتې

د اسوشېټيډ پريس دوو خبريالانو ته مرګژوبله اووښتې

موريتانيايي  (هسپانوی)  فوټوګرافرد اسوشېټيډ پريس خبري اژانس رئېس ټوم کرولي له خولي په يوه خپور سوي بيان کښي د خپلو هغو دوو خبريالانو د مرګژوبلي پخلی کړئ چي پرون سه شنبه د بهرنيو قواوو سره يو ځای نظامي ګاډی د سړک پر يو شخ سوي ماين ور برابر سو .

د AP خبري اژانس دغه دوه خبريالان موريتانيايي او انډي جاټميکوچي يو يې  فوټوګرافر (هسپانوی) او بل يې کامره مېن وو؛ د سړک غاړي په پرونۍ چاودني کښي سخت ژوبل سوي چي وروسته د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کښي د ايساف نظامي روغتون ته انتقال کړل سوي دي خو په پېښه کښي د ايساف سرتيرو ته د تلفاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ويل سوي .

د سړک غاړو په پروني بېلابيلو چاودنو کښي د ۹ تنو ملکيانو تر څنګ لږ تر لږه ۶ دولتي او بهرني سرتيرو ته هم مرګژوبله اووښتې .

د وال سټريټ ژورنال د تيري اونۍ د يو راپور په حواله هلمند ته د بهرنيو قواو د توجه او فشار سره سم طالبانو په کندهار خپل خوځښت ته زور ورکړئ دئ .

د ژورنالستانو د ژغورني کمېټه وايي چي دوی  د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۸ ز کلونو ترمنځ د ۱۸ ژورنالستانو د وژني پيښي راجسټر کړي؛ او ددوی د احصايې له مخي افغانستان په نړۍ کښي د سختو ژورنالستيکي چارو ۱۱ م تر ټولو خطرناک هيواد پېژندل سوئ دئ .


اسوشېټيډ پريس (AP) د نړۍ يو مشهوره او پراخ امريکايي خبري اژانس دئ چي د امریکا په متحده ايالاتو کښي د راډيو، ټلويزيون او ورځپاڼي ترڅنګ د نړۍ په ګوټ-ګوټ کښي هم خپل خبريالان، مينه وال او د خبر شريکولو يو نامعلوم شمېر قرارداديان لري .


د اسوشېټيډ پريس بنسټ په ۱۹۴۶ ز کال کښي ايښودل سوئ، مرکز يې په نيويارک کښي دئ، نژدې ۴۱۰۰ تنه کارګران لري چي يواځي د ۲۰۰۷ ز کال د انټرنېټ د لاري عايد يې څه باندي ۲۳ مليونه ډالرو ته رسيږي .