کور / تازه خبرونه / هلمند : کلونه وروسته د نوزاد په ولسوالي کي ملي بيرغ پورته سو

هلمند : کلونه وروسته د نوزاد په ولسوالي کي ملي بيرغ پورته سو

دهلمند ولايت په شمال کي دپرتې نوزاد ولسوالۍ پر ودانۍ هم دافغانستان ملي بيرغ پورته سوو
دبيرغ دپورته کيدو پرمهال دمرين سرتيرو جنګي هلکوپتري په هوا ګرځيدلې او لري يې شاوخوا د دامنيت په خاطر پيرونه کول
دهلمند والي محمدګلاب منګل دنوزاد ولسوالي پرودانۍ باندي دافغانستان دملي بيرغ دپورته کيدو پرمهال دملي اوردو او امريکايي مرين سرتيرو لاسته راوړنه وستايله ،هغه وويل دولت ديته ژمن دى چي په نوزاد کي به امنيت ټنګوي
دهلمند والي وويل ((په نوزاد کي يو شمير سيمو کي امنيت دى او افغان ملي اوردو يي ساتنه کوي خو ژمنه يي وکړ ه چي دغه نمګري امنيت ته به پراختيا ورکوو او دخلګو شکيدلې رابطه به له افغان دولت سره له سره تړو))
دهيواد دملي بيرغ دپورته کيدو پرمهال دملي اوردو ددريمي ليوا قوماندان جنرال محي الدين غوري دملي اوردو پر موجود کنډک ږغ وکړ چي له دي بيرغ نه دخپل ويني تر وروستي څاڅکي پوري دفاع وکړي او پرينږدى چي نور دابيرغ پرمځکه پريوزي
کله چي دنوزاد ولسوالي خواجه جمال کلي ته ولاړو هرڅه بدل سوه په دي کلي کي ويالې وچي وې ،درختي او باغونه له تندي وچ سوي وه
منظم بازار او دوکانونه نه وه دوکاندارانو خپله ترکاري پرپوله اوپنډل پلورله
وړاندي تر دې چي دهلمند والي ددې ولسوالۍ دخلګو په غونډه کي ګډون وکړي شرين راته وويل ،له نا امنۍ څخه سخت په عذاب يوو،دلته مو بهرنيانو کلي او دوکانونه تراور وايستله ، مونږ ته هيڅ نه دي راپاته
دخواجه جمال دکلي په يوه جومات کي خلګ برګ برګ ولاړ وه په دي ځاى کي دوالي ګلاب منګل دورتګ په خبر زيات ماشومان راټول سوي وه
دې ماشومانو زياترو ښوونځي تر پنځه او شپږ م ټولګي پوري لوستي وي ،خو دتيرو دريو کلونو راهسي يي دښوونځي مخ نه دى ليدلى
قلم يار يي په اړه وايي که چيري نن راته ښوونځي پرانستل سي نو ځي او له اوم ټولګي نه يي شروع کوي
دخواجه جمال دکلي له يوې ډلي اوسيدونکو سره دهلمند والي ساعتونه ساعتونه خبري وکړي خو په ناستو کسانو کي يو سپين ږيرى ولاړ سو او والي ته يي په داسي حال کي چي ستونۍ يي له ژړا ډک وو دخپل بي وزلى شکايت وکړ ويي ويل کورنه يي خراب سوه بهرنيو ځواکونه ورباندي په ټنوټنو درانه بمونه واچول ،کاريز يي دوچکالي په خاطر وچ دى او بازار يي دطالبانوله لوري په ښخ کړو ماينونه پوښلي دي
د نوزاد ولسوالي دخواجه جمال په کلي کي دنوم ليکني تللى ډلي غوښتل دخلګو نومونه وليکي خو کليوالو يي په دي خاطر دامنيت زيمه په غاړه وانخستل چي ګواکي ستاسو ترتګ وروسته هلته طالبان ورځي او ددوي نه په دي اړه پوښتني کوي
دنوزاد نوي ګمارل سوي ولسوال سيد مراد اغا دخپل دندې په اوله ورځ له دولت نه غوښتنه وکړه چي پروژي ورکړي ترڅو دخلګو کاريزونه پاک کړي او خلګو ته کارونه پيداکړي، ده وويل دم ګړى دفتر ته هم اړتيا لرم او له دولتي کسانو نه هرڅه ژر غواړم چي په دي کار کي راسره مرسته وکړي
که څه هم په نوزاد ولسوالي کي تيره اوني پيل سوي عمليات د اولسمشري په ټاکنو کي دخلګودګډون په خاطر وه خو په هغه ولسوالي کي حالت په داسي حال کي سخت تړنګلى دى چي ټاکنو ته يوازي دوي ورځي پاته دي