کور / تازه خبرونه / عراق : د دوو بمي چاودنو له امله ۱۰ تنه زخمیان او ۱۱ تنه ووژل سول

عراق : د دوو بمي چاودنو له امله ۱۰ تنه زخمیان او ۱۱ تنه ووژل سول

د عراق د مرکز بغداد څخه تقریبا ۱۵۰ کیلومتره ليري په الکوت کښي د ټایګریس سیند ته نژدې د دوو بمي چاودنو له امله ۱۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او تر ۱۰ تنو زیات زخمیان سوي دي .


د خپاره سویو راپورونو له مخي په دوو بسونو کښي دوې بمي چاودني په پرله پسې توګه سره ترسره سوې .


همداشان تېره چهارشنبه هم بمي چاودني ترسره سوي چي له امله ۱۰۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ. ویل کيږي چي ددې خونړيو پېښو څخه وروسته د عراق پر ملي امنيت ځکه زياتي نيوکي کيږي چي دوی د امنيتي اوضاع پخپل کنټرول کښي د راوستلو ژمنه کړې وه .