کور / راپور / اسد دانش له محمد یار سره په مرکه كې

اسد دانش له محمد یار سره په مرکه كې

د بشري حقونو د ودې په لاره کې


د آشوکا1 نړیواله جایزه اسد دانش ساپي ته ډالۍ شوه


ژوند د ماتو او بریو نوم دی2


 ” …د مور او پلار یو زوی یم. پلار مې یو غټ کورنی کتابتون درلود. د هغه مینه کتاب او د کتابونو لوستنګ وو ، په کتابونو کې ډوب وو. لوستنه یې خوښیدله او خوند یې اخیست. هره ګړۍ به یې خپلو کتابونو ته کتل ، بیا به یې سوړ اسویلی له زړه و ایست اوویل به یې کاشکې ډیر زامن مې درلودای چې زما کتابونه یې را پاللي وای او کتابونه یې را سره لوستل….”



 [ اسد دانش له محمد یار سره په مرکه كې ] 3


 د پورتنۍ څرګندونې په تل کې یوه ژوره کیسه پرته ده. دا د یوه ربړګالي پښتانه پلار عبدالله مرستوال هغه هیله وه چې زوی یې اسد دانش له کیسې او هېلې په رښتوني واقعیت را واړوله. ښايي عبدالله مرستوال پوهیده چې پیړیو پیړیو جګړو ، ناخیړیو ، اقتصادي بې وسیو او نورو ستونزو پښتانه له کتاب او قلم څخه تر څرګندې کچې لیرې ساتلي دي ، ښايي ښاغلى مرستوال انګیرله چې د بریا تر ډګره رسیدل او اوږد مزل هوډمن قلم ، فکر او پياوړي تکل اړتیا ته لري. ښايي د لغمان د کوشنۍ جونګړې په لپو کې د راتاو کورني کتابتون د دیوالونو له شا څخه د عبدالله مرستوال د غږ ازانګې لا تر اوسه په هماغه غښتلوالي زموږ تر غوږو شي چې کاشکې ډیر زامن یې درلودای او کتابونه یې ور سره لوستلي وای ، هغه یې ور سره پاللي وای ، د وختونو او مهالونو خړې دوړې او خاورې یې له مخه ورڅنډلي وای او د پوهې په سمندر کې ور سره یو ځای د ښکلو نا پیدا مرغلرو په ننداره او لټون ور سره تللي وای. ښايي عبدالله مرستوال پوهیده چې د پښتنو د ژغورنې یوازینې لاره کتاب او قلم دی او همدا لامل وو چې په خپله جونګړه کې یې د پوهې او کتاب ډیوه روښانه ساتلې وه. ښايي هر زوی ونه کولای شي د یوه هیله من پلار دغسې سترې ارماني هیلې تر سره کړي ، خو دغو سترو هیلو ته د رسیدا په لاره کې لوی څښتن عبدالله مرستوال ته د اسد دانش په څیر هڅاند زوی ور برخه کړی وو. اوس هم هماغه زوی د پلار په شان په کتابونو کې ډوب دی . د ولس په منځ کې پروت دی ، له پرګنو سره ژوند کوي ، ژبه یې ساده او کلیواله ده خو هماغه سپیڅلتیا او پرتم په کې نغښتی دی چې یو ساده سپیڅلی کلیوال یې لري . دده ګرد چاپیره کسان دی ګل دادا ، اسدالله ، اسد لالا ، اسد جان ، دانش ، ساپي او اسد دانش یې بولي ، ځینې کسان یې په سپینه سپېڅلې ساده ژبه لالا بولي او د مشر ورور په سترګه یې په درنښت پالي.


 څومره ښکلی وي هغه ژوند چې څوک په دغسې یوه راڼه او سپیڅلي چاپیریال کې ژوند وکړي. دلته موږ د هڅاند اسد دانش ساپي یادونه کوو ، د دانش د خپرندویې ټولنې بنسټ ایښودونکی ، مشر او چلوونکی.


 ۲۲ کاله مخکې په ۱۳۶۶ ل کال کې چې له ۱۹۸۷ ز کال سره سمون خوري سرور دانش ساپي د دانش د خپرندویې ټولنې بنسټ کښیښود. په لرو برو پښتنو او د افغانستان په نورو سیمو کې به ډیر لږ کسان و موندل شي چې د دانش د خپرندویې ټولنې له نامه سره بلد نه وي.


 ” هغه مهال د جهاد کلونه ول ، په پېښور کې دم او قدم دواړه په حساب ول.” په دغسې یوه خوټېدونکي چاپیریال کې چې له توپک ، وژنو ، ورانيو ، بهرنیو تیريو او د ویرې له بړاس پرته بل شی نه په سترګو کیدل ، په داسې یوه چاپیریال کې چې ټولو افغانانو د روسي ښکیلاک څپیړې پر مخ خوړلې وې ، په داسې یوه چاپیریال کې چې له یوې خوا د توپونو ډزې وې او د سره ښکیلاک الوتکو په خونړۍ ترهګرۍ افغانان قصابي کول د بې پرې قلم او د لیکنې د خپلواک ډګر پرانیستل څه آسانه کار نه وو ، هر څه تنظیمي ول او هر چا او هرې هڅې ته د شک په سترګو کتل کیدل ، هره رسنۍ څارل کیدله ،د رسنیو د مورچلونو کرښې هم روښانه وې.


 ” پلار مې راته ویل : زویه پیسې ډیر خلک ګټلای شي ، خو ته به کیسې ګټې4 ” ، عبدالله مرستوال پوهیده چې د پښتـنـي ادب د ابۍ لمنه له ادبي مرغلرو تشه شوې ، دغه لمنه داسې یوې وچې بیدیا ته ورته وه ته به وایې چې پیړۍ پیړۍ یې اوبه نه وې لیدلې ، لرغونې مرغلرې یې په کاڼو اوښتي ، د خاورو په زړه کې ډوبې دي او نه یې د لرغونی ځلا او پرتم څرک لیدل کیږي. ښايي مرستوال پوهیده چې د پښتني ادب بوډۍ مور په سپینو کوڅیو او وچو شونډو له خپلو زامنو هغه کیسې غواړي چې آه زامنو بڼ مو وچ دی ، ونو پاڼې رژولې او پسرلی مو لیرې دی. ښايي هغه ته دا ازانګې په غوږ ورتللې چې د میوند د کیسو په تــَکـَرر کې له روسي ښکیلاک سره په ډغرو افغانان په ځانګړې توګه د پښتو ژبې رنګ پيکه دی ، او دا هغه رښتوني کیسې دي چې باید راټولې شوۍ وای ، ښايي هغه به اوریدله چې پښتنو بچیانو ته مو پښتو ژبه ور زده کړﺉ ، لیک لوست مو په پښتو وکړﺉ ، د پوهې پیلوزې او ډیوې بلې کړﺉ ، او د افغانستان د راتلونکي تأریخ په آسمان کې د ځلاندو ستورو په شان یې ژوندۍ وساتـﺊ.


 اسد دانش په تنګسه او بې وزلۍ کې خپل کار له ۲۸۰۰ کلدارو را پیلوي. ” ګرانه عابد جانه ….. ماته یاد شي ما ۲۸۰۰ کلدارې درلودلې ، بس پر خدای ( ج ) توکل او د دوستانو مرسته وه چې په لنډ وخت کې مې وکولای شول د استاد ګل پاچا الفت [ لیکوالي ، املا او انشأ] چاپ کړم …. ځینې خلک به راغلل او حیران حیران به یې راته کتل …… یوه دوست راته وویل چې تا ډیر غټ کار کړی دی خو ته نه پوهیږې.5″ هېښنده ده چې اسد دانش خپل لومړی کار د ارواښاد استاد الفت له کتابه د لیکوالۍ له بهیره راپیلوي. آیا دا هسې یو ناڅاپي پیل وو یا یوه ژوره هیله ؟ د سرور دانش دغه ګام چې د [ لیکوالۍ ] وییکی یې په نا خبرۍ کې غوره کړی په خپله سړی هک پک کوي ؛ که ددغې لړۍ مزی همداسې راواخلو نو وینو چې په څه ډول د هغه له راتلونکو بریا وو سره تړاو مومي ، ښايي دا د هماغو ازانګو یوه کړیکه وه چې داسد دانش په زړه کې پریوتلې وه او کار یې له همدغه ځایه د یوه الهام په اوریدلو را پیل کړی وي. د دانش د خپرندویې ټولنې هوډمن تــَکل او سفر له همدغه ځایه او له همدغه کتابه راپیلیږي. دغه سفر اسد دانش ساپي ۲۲ کاله مخکې دپېښور له ښاره را پیل کړ ، دا هغه مهال وو چې ځوان اسد دانش ، جګړو د لغمان د توتــَکیو او چڼچڼو له بڼ او د ښکو سیلیو د ګلونو له وږم څخه بې برخې کړې وو او د مَرَور مارغه په شان یې په بې کورۍ او لالهاندۍ کې د نورو کډوالو په شان له خپلې جونګړې لیرې خو بیا هم د خپلو نیکونو پر پښتني ټغر پېښور کې ژوند کاوه.


 اسد دانش ساپي ته دغه سفر ډیر ګران وو ، تنظیمونو هم ځانته خپرونې درلودلې ، له هیواده جلا شویو هیوادوالو د هیواد ناورین څاره ، هر کډوال او هیواد به په دې لټه کې وو چې د هیواد د روانو حالاتو په ځانګړې توګه د روانو ورانیو په اړوند خبرونه تر لاسه کړي ، د وسلو او د جګړو د ډګر په څیر د رسنیو له قلمونو څخه هم ووییکي د توغندیو د اورغونډارو په څیر وَریدل ، خو اسد دانش هغه تشه لیدله چې د چا پام ورته نه وو او هغه اکاډیمیک ډګر وو ، اسد غوښتل د جګړو د کیسو ، او د اکاډیمیک ډګر د ننګونو مزي له یو بل سره وتړي . اسد دانش د همدغسې یوه تریخ چاپیریال زیږنده دی ، په همدغسې یوه چاپیریال کې یې د جګړو لوخړې لیدلي ، بیوزلۍ یې ګاللي او د سترو هیلو د بریا په لټه کې یې شپې سبا کړي دي.


 اسد دانش د ۱۳۷۹ز کال په لومړیو کې چې له ۲۰۰۰ زکال سره سمون خوري د [ الفت] د خپلواکې مجلې بنسټ هم کښیښود چې په همدغه نامه اوس یوه دوې مېاشتنۍ خپرونه هم لري. بل ګام یې د کاوون خپرونه وه چې کار یې له لغمانه را پیل کړ.


 دانش خپرندویې ټولنې تر دغه دمه۲۰۰۰ شا و خوا ټولنیز ، تاریخي ، ادبي ، ساینسي او سیاسي کتابونه خپاره کړي دي. دا هغه بې سارې پانګه ده چې د افغانستان په لر او بر کې له علمي پرستیژ څخه برخمنو او په تخنیکي او مادي امکاناتو سمبالو اکاډیمیو یې هم د رامنځته کیدا او ساتلو توان نه دی پیدا کړی.6 ” که یوازې د۲۰۰۰ کتابونو خپرونه په ۲۲ کالو وویشو نو دانش ټولنې په هرکال کې څه د باندې ۹۰ کتابونه خپاره کړي دي. یو تن په یو ګړي سر دومره هڅې کړي آیا دا آسانه کار دی ؟ دلته به د مجلو یادونه له اره نه کوو چې هغه جلا کار دی.


 اسد دانش ته د ایمل خان بابا د سرو زور مډال د افغانستان د کلتوري ودَې د ټولنې له پلوه ډالۍ شوی دی ” نوموړى مډال د مومنددرې په اېمل خان لېسه كې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې د سر محقق عبدالله بختاني ، استاد حبيب الله رفيع ، استاد محمد اّصف صميم ، دروېش دراني ، سليم راز، ډاكتر طارق رشاد ، عاشق غريب ، رحمت شاه ساﺌل، اسماعيل يون او زرين انځور په لاس وركړل شو.


 په نوموړې غونډه كې د لرې و برې پښتونخوا په لسګونو ليكوالو، شاعرانو او ژورنالستانو ګډون كړى وو. پر دې برسېره ګڼو ادبي او فرهنګي ټولنو نازولى دى، چې د كبير ستوري مډال هم د يادونې وړ دى.
دلته باز محمد عابد ورسره مركه كړې ، يو څو پوښتنې او ځوابونه مو نور هم ورپورې نښلولي دي ، له افغان ادبي بهير ويبپاڼې څخه په مننه يې ستاسې مخې ته ږدو، ويې لولئ او خوند ځنې واخلئ. 7 ”


 دلته لویه پوښتنه دا ده چې د دانش له خپرندویې ټولنې سره چا او څومره مادي مرسته کړې چې دغه بنسټ ، سره له خپلو ټولو یو ګړو او یو اړخیزو هلو ځلو په پښو ودرَوي او بنسټ لا پياوړی کړي؟ آیا نه شي کیدای چې د یونسف د کلتوري پروګرامونو له لارې دغه بنسټ ته د ملګرو ملتونو د ادارې پام را واړوو ؟ آیا نه شي کیدای چې په بهر کې د میشتو افغانانو له لارې د ټولنې د پیاوړتیا او د فرهنګي ودې لپاره د غړیتوب او د ونډو د یوه کوشنی صندوق د پرانیستلو له لارې مرسته وکړو ؟ موږ افغانان له هیواده دباندې یو شمیر فرهنګي ټولنې لرو؟ آیا د فرهنګي ټولنو پام دغې ټکي ته اوښتی دی چې د دانش د ټولنې له لارې د مادي سپما او مرستو یو صندوق په بې پـَرې ډول جوړ کړي ؟ ښايي بهرمیشتې افغان ټولنې چمتو وي خو ستونزه به د هرې ټولنې آړونه ( شرایط ) وي ، آیا چا د پښتني ادب د بوډۍ مور سپینو کوڅیو ته کتلي دي ؟ زما په اند دغه ټولنه وَدې او پراخوالي ته اړتیا لري او باید د هغې مالي بنسټ پياوړی شي. په نورو هیوادونو کې داسې نه کیږي ، د فرهنګ په لاره کې څوک آړ او شرایط نه رامنځته کوي ، له بده مرغه زموږ ټولنې او هرې هڅې سیاسي رنګ اخیستی دی.


 دانش خپرندویې ټولنې د پښتو قاموسونه او د بیلابیلو شاعرانو دیوانونه هم خپاره کړي دي. په دغو کتابونو کې داسې کم پیدا کتابونه هم ول چې که خپاره شوي نه وای نور به یې چا نوم هم نه وای اخیستی.


 ښايي یو شمیر کسان تور ولګوي چې اسد دانش به د کتابونو د خپراوي له لارې پیسې ګټلې وي ، خو که موږ د تولید خبره راواخلو او د تولیدي پړاوونو پيچلتیاوې او پیټي و ګورو او د یوې شېبې لپاره د اسد دانش پر نالیچې کښینو او پر بالښت یې ډډه ولګوو نو هغه مهال به ټولو ته پته ولګیږي چې په تش لاس ددغه کار چلول څومره ستونزمن او له کړاوونو ډک دی چې نه پیسې لري او نه ګټه ؛ یوازینی شی چې اسد دانش هڅوي هغه ببر سرې او د څیرې ګریوان پښتني مینه ده چې دی یې له پښتو ، ژبې ، فرهنګ او پوهې سره لري ، بل هېڅ شی به دهغه ځای و نه شي نیولای ، اسد دانش لا تر اوسه دومره وخت نه دی موندلای چې پیسې ټولې کړي هغه لاتر اوسه د کیسو په را ټولو بوخت دی او د کیسو را ټوللو پای نه لري :



 ” وروره! دا پوښتنه ډېره سخته ده، كه ووايم، چې سړى په كيسو نه مړېږي بد به درته ښكاره شم؛ خو ځكه يې وايم، چې ماته د خپل پلار نصيحت دى، چې بچيه! پيسې هر وخت پيدا كېږي كيسې وګټه؛ نو كه دا قضاوت هم تاسو او زما سلګونو ملګرو ته پرېږدم بده به نه وي، زه لا تر اوسه له كيسو څخه پيسو ته نه يم وزګار شوى.



 پوښتنه: د ځينو فرهنګيانو تر منځ دا ويل كېږي، چې تاسې ډېرو نادارو شاعرانو او ليكوالو ته پخپل مالي لګښت كتابونه چاپ كړي دي، اّيا دغه كتابونه، چې تاسې چاپ كړي بېرته مو پرې هغه لګښت لاسته راوړى او كه خرابات مو كړى دى؟


 
ځواب: ما ډېرو ملګرو ته كتابونه چاپ كړي، په لومړيو وختو كې به چې موږ كتابونه چاپول د خرڅلاو ستونزې يې ډېرې وې، موږ به پښتو كتاب ته ډېر حسابونه كول بيا به مو پينځه سوه ټوكه په ډېر تكليف چاپ كړل؛ خو زه اوس خوښ يم ډېر داسې كتابونه، چې زه يې چاپ كړم خپل لګښت بېرته پوره كوي، اوس خلك نسبتاً پخوا ته له كتاب سره اشنا شوي او كتابونه اخلي.


 
پوښتنه: تاسې چې كوم كتابونه پخپل لګښت چاپوئ ، څه شى يې په نظر كې نيسئ ، مثلاً د موضوع په لحاظ تاسې كومو موضوعاتو ته لومړیتوب وركوئ؟


 
ځواب: زموږ د خپرندويې ټولنې كتابونه ټولو هېوادوالو ته څرګند دي ، چې زموږ موخه او هدف خپل كولتور ته چوپړ دی. زموږ كتابونه زياتره تاريخي او ادبي كتابونه دي. تاسو د موضوع خبره وكړه، موضوع خو د كتاب په چاپ كې ډېره مهمه خبره ده، ګورو، موږ ګورو، چې ليكوال يې څوك دى او موضوع يې څه ده او ددې كتاب چاپ موږ او زموږ جګړه ځپلې ټولنې ته څه وركوي.


 
پوښتنه: كله مو د خپل كوم چاپ شوي كتاب له ليدلو خوند اخيستى دى، كه اخيستى مو وي د كتاب نوم واخلئ او ورسره تړلې خاطره هم بيان كړئ؟


 
ځواب: عابد جانه دا خو مو داسې پوښتنه وكړه؛ لكه څوك ، چې له كومې مور څخه پوښتنه وكړي ، چې كوم زوى دې درباندې ګران دى؟ قسم درته يادوم زه چې كوم كتاب هم چاپوم ، دومره زړه ورسره خورم ، چې څه يې درته ووايم. زه له خپل كار سره لېونۍ مينه لرم ، زه خپل كار سرسري نه كوم ؛ بلكې خوند ترې اخلم ، په كوم كتاب كې چې ډېر په تكليف شم هغه كتاب مې ډېر خوښېږي.كه د خاطرو درته ووايم ؛ نو يوه ورځ زما يوه زورَور ملګري يو كتاب راواستاوه ، چې هغه بايد لږ تر لږه په پينځلسو ورځو كې چاپ شوى واى ؛ خو هغوى ماته يوازې درې ورځې راكړې ، حيران شوم ، چې اوس به څه كوم ، هر څو مې كه ورته ويل ، چې دا كار په دومره لږو ورځو كې نه كېږي ؛ خو چېرته يې منله ، ويل يې موږ ډېر غټ پروګرام اعلان كړى او دا كتاب به حتماً په درې ورځو كې چاپوې. بس ما هم پرې ور توكل كړل او د خداى ( ج ) په مرسته كتاب په هماغو درېو ورځو كې چاپ شو.


 
پوښتنه: د كتابونو له چاپ پرته تاسې ډېر ادبي او فرهنګي فعاليتونه هم ترسره كړي ، كه راته وواياست، چې الفت مجله مو په كوم كال او د كوم احساس له مخې راواېسته او تر اوسه مو څو ګڼو ته رسولې؟


 
ځواب: الفت مجله د لوى خداى ) ج ( په فضل او كرم تر اوسه پينځه ويشت ګڼې چاپ شوې ، موږ غوښتل له نورو فرهنګي او مطبوعاتي هڅو سره سره يوه مجله هم ولرو، پينځه كاله وړاندې موږ څو ملګري امين الله دريځ ، غفور لېوال ، قاضي سيد اختيار سباوون او محمد داود وفا سره كېناستو او د الفت نوم مو غوره كړ نور نو مجله تاسې ګورئ او لولئ يې قضاوت يې تاسې او لوستونكيو ته پرېږدم.


 
پوښتنه: لكه څنګه چې تاسې په پېښور كې د كتابونو د چاپولو او پلورلو منځى ) مركز ( لرئ اّيا په هېواد كې دننه هم په كومو ولايتونو كې د كتاب پلورلو څانګې لرئ نومونه يې واخلئ او دا هم راته وواياست، چې د كتاب د خرڅلاو لړۍ څنګه روانه ده؟


 
ځواب: هو! موږ په هېواد كې دننه په كابل كې د دانش كتابتون په نامه د پخته فروشۍ په كوڅه كې يو ځاى لرو، په ننګرهار كې زموږ د ملګري عزت الله ځواب ګودر كتابپلورنځى ، په كندهار كې زموږ د خواږه ملګري سيد احمد قانع ) افغان كتابپلورنځى (، په مزار شريف كې د استاد عبدالغني برزين مهر اويستا كتابخانه او په نورو ګڼو ځايونو كې داسې ملګري لرو، چې د دانش خپرندويې ټولنې كتابونه ورسره شته، پاتې شوه د كتاب د خرڅلاو خبره؛ نو هغه هم بده نه ده، لكه مخكې مې چې وويل اوس پښتانه ويښ شوي دي د كتاب په خرڅ كې تر پخوا ډېر توپير راغلى دى او كېداى شي په راتلونكي كې نور هم ښه شي، ځوانان اوس له كتاب سره مينه لري او همدا لامل دى، چې زموږ ځوانان په ليكلو كې ډېر تكړه هم دي.


 
پوښتنه: ځينې فرهنګي ټولنې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر شته، چې د كتابونو د چاپ لړۍ پر مخ بيايي ، كه راته وواياست ، چې له هېواده بهر داسې كومه ټولنه شته، چې له پيله تر اوسه يې د كتابونو د چاپ لړۍ ستاسې په واسطه پر مخ بيايي؟


 
ځواب: له هېواده بهر زموږ ډېر ملګري دي ، چې كتاب د چاپ لپاره موږ ته را استوي ؛ خو څومره ، چې د ټولنې خبره ده ؛ نو په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې ته مو په پيل كې ډېر كتابونه چاپ كړي، بيا د څه وخت لپاره محترم استاد يون يو څه كتابونه ورته چاپ كړل ، او اوس يې بيا موږ ورته چاپوو؛ نو زه به يوازې د ټولنو په نوم درته د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې نوم ياد كړم.


 
پوښتنه: اورېدلي مې دي ، چې تاسو د پښتو سيندونو ) قاموسونو ( د چاپولو لړۍ پيل كړې ده ، كه راته وواياست، چې تر اوسه مو كوم پښتو سيندونه چاپ كړي؟


 
ځواب: موږ تر اوسه د پښتو سيندونو د چاپولو د لړۍ د لومړۍ كړۍ په ډول: زاهد پښتو پښتو سيند، انګليسي پښتو قاموس، فلسفي قاموس، بهيج سياسي قاموس ، د سياسي اصطلاحاتو قاموس ، طبي سيند او د لر و برو پښتنو د اصطلاحاتو قاموس هېوادوالو ته وړاندې كړي دي او په راتلونكي كې هم د يو لړ پښتو سيندونو ) قاموسونو ( د چاپ تابيا لرو، چې ژر به د هېوادوالو تر لاسونو ورسېږي ، ان شاء الله.


 
پوښتنه: د هېواد په جنوب لويديز، جنوب، ختيځ او لويديځ او همدارنګه په كوټې او پېښور كې كه د پښتو ژبې په اړه سيمينارونه وي تاسې په ډېر شوق او ذوق سره پكې ګډون كوئ ، كه ووايم ، چې تاسې خو شاعر او ليكوال هم نه ياست ؛ نو د كوم احساس له مخې دې غونډو ته ورځئ او كومې خاطرې له ځان سره راوړئ؟


 
ځواب: ګوره عابد جانه! ته پخپله ښه شاعر يې ، تاته دا نور هسې كدو كرېله ښكاري ، د بې خونده شاعرانو له كتاره خو مې مه باسه او پاتې شوه دا چې ليكوال كه نه يم ټول ملګري مې په سيمينار كې برخه اخلي ، زما د فكر او زړه خبرې پكې كېږي ؛ نو د څه زده كولو لپاره به هرومرو څه خو كوم ، داسې سيمينارونه ، ناستې ، لوستل او اورېدل خو ډېر اړين دي او بيا زما لپاره ، چې زه زده كړې ته ډېره اړتيا لرم.


 
پوښتنه : اّيا تاسو د خپل دغه بېساري چوپړ له امله د كوم چا له خوا نازول شوي ياست؟


 
ځواب: ګران او خوږ محمديار صيب! دا به نو تاسې بېسارى چوپړ بولئ ، كور مو ودان، چې زما [ نه ] كار ته مو كار ووايه.


 
هو! ولې نه ، زه هره ورځ نازول كېږم ، تاسې پخپله هم د دې خبرې شاهدان ياستئ ، چې هره ورځ څومره خلګ زما دفتر ته راځي او زما سره ښه كوي ، هغه بله ورځ دوه درانه سپين ږيري زما دفتر ته راغلل ، چې يو مې پېژانده او بل نه ، د ګلانو امېلونه يې زما غاړې ته واچول ، دوى په شكر وېستلو سره مباركي راته وويله ، چې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې له خوا د سرو ز زرو مډال راكړل شوى و او دا يې هم راته وويل ، چې له كولتوري ټولنې څخه هم مننه كوو، چې ستاسو فرهنګي كارونو ته يې په درنه سترګه وكتل ؛ نو زه له خپلو خلګو، ملګرو او پښتنو څخه ډېر خوښ يم ، دوى ډېر عزت راكوي او زه به هم تر څو چې ژوندى يم د دوى له چوپړ څخه به مخ نه اړوم ان شاء الله.


 
پوښتنه: ستاسو په اړه ويل كېږي ، چې له ” پيش” څخه ” پشم خان” جوړوئ او ” سيف الدين خان” په ” سيفو ” اړولاى شئ، دا رښتيا ده؟


 
ځواب: داسې ده ، ويل كېږي ، چې په سره رود كې چا ډول غږاوه ، يوه سړي يې ښه صفت وكړ، ډول والا ورته وويل ، چې زه څه يم ، خداى او رسول يې وهي. زه تل له خلګو سره مينه كوم ، ياد يې ساتم او ځان ترې قربانوم ؛ خو كله ، چې دوى له ما سره څه غلطي پيل كړي؛ نو خداى ) ج ( ورته په قهر شي ، زما د لسګونو ملګرو په خولو كې داسې تاو راتاو شي، چې هغه د چا خبره مړۍ_ مړۍ شي.


 
پوښتنه: په الفت مجله كې زياتره مهال ځينې ليكوال په قلمي جګړه بوخت وي، وايي، چې تاسو نوكان ورته جنګوئ، دا رښتيا ده او ولې؟


 ځواب: كه تاسو د الفت مجلې پخوانۍ ګڼې وګورئ؛ نو وبه وينئ، چې ما په ځان پسې هم ډېرې ليكنې چاپ كړې دي، په هره ليكنه كې، چې په ما پسې څه ليكل شوي وي، زه د كمپوز په وخت كې ګوتې نه پكې وهم او كټ مټ يې چاپوم، زه په دې عقيده يم، چې په چا كې هر څه وي بايد روښانه شي، كه بد ورته ښكاره شي، ځان دې اصلاح كړي او كه ښه ورته ښكاره شي دوام دې وركړي؛ نو زه پر رښتينولۍ او اّزادۍ عقيده لرم، نورو ته هم د رښتيا ويلو حق وركوم او خپله يې هم وايم.


 
د نوكانو جنګولو خبره به ځكه غلطه وي، چې زه خو تاسو ته مالوم يم ، چې هر رنګه او د هر مقام سړي ته صفا_ صفا خبره كوم، كړې مې ده او كه ژوندى وم كوم به يې.


 
پوښتنه: وايي ، چې ستاسو پښتو چاپ كتابونه ډېرى ليكوال داسې درڅخه وړي؛ لكه د مور حق، چې يې درباندې وي، ته وا دا خلګ مو ډېر بد نه دي اموخته كړي؟


 
ځواب: محمد يار صيب! كه د ځان په صفت كې يې نه حسابوئ، زه د غريب سړي زوى يم او پر غريب سړي مې زړه درد كوي ، زموږ ډېر لوستونكي بېچاره خلک دي ، زما زړه نه كېږي ، چې له دوى څخه پيسې واخلم، دا خو يوه خبره وه، بله داده، چې ډېر مې ملګري دي، دوى ته مې هم زړه نه كېږي، چې لاس ونيسم او دا ځينې نورې كيسې، چې دي ؛ نو ته پخپله هم پوهېږې.


 
پوښتنه: نه ګل دادا! هغه څوك ، چې دا ستاسو په دربار كې يې سم چور اچولى؛ نو ټول غريبان هم نه دي او په دا نورو كيسو هم نه كښېوځي ؛ بلكې داسې كسان دي ، چې لوړ ډالري معاشونه اخلي، اّيا تاسو انجنير ستانه مير زهير هم غريب بولئ ، چې ستاسو هر چاپ شوى كتاب يو نه سي، ډوډۍ خوند نه وركوي؟


 
ځواب: ګران محمد يار صيب! ما مخكې درته وويل، چې يو څه مې پكې ملګري دي او يو څه يې په زور راڅخه اخلي، انجنير ستانه مير زهير او څه نور كسان دي، چې هغه د ننګيال صيب خبره غونډه ټيكس راڅخه اخلي ، كه نه انجنير صيب خو رښتيا هم ښه معاش اخلي ؛ خو دا زما د غونډه ټيكس ملګرى وبولئ.


 
پوښتنه: كه د خپل پرسونل د كار او ډول په اړه هم څه راته وواياست؟


 
ځواب: زموږ د پرسونل شمېر نېژدې اتيا تنو ته رسېږي ، چې زه له ټولو څخه خوښ يم. په كتابتون كې مې درې كسان كار كوي ، په كمپيوټر خونه كې مجيب الله مطيع ، ذبيح الله شفق او حاجي محمد عمرخېل او فهيم عاطف ډېر كار كوي ، كار راته نه پرېږدي او ما يې له كړاوه خلاصوي او په تخنيكي چارو كې نور احمد نورزى ډېر كار كوي نور نو داسې كسان دي ، چې له پينځلسو كالو راهيسې راسره كار كوي او تر اوسه ښه په خوښۍ ژوند سره كوو.


 
پوښتنه: زما سر ته امان وي ، له دانش ټولنې څخه داسې كتابونه هم راووتل، چې كتاب به د يوه چا و؛ خو نوم به د بل پرې ليكلى وو، دغسې پېښو ته ولې مخه وركول كېږي؟



 ځواب: زه انسان يم ، انسان تل ګناه_ خطا كوي ، زه خو دعا كوم ، چې خداى ) ج ( دې انسان له داسې حاله وساتي ، چې خپلې ګناه ته يې پام نه شي ، له موږ څخه داسې يو كار شوى و، چې د استاد عبدالروف بېنوا ژباړل شوى كتاب ( د افغانستان لنډ تاريخ ) مو د داؤود وفا په نامه چاپ كړى وو؛ خو كله چې متوجه شو؛ نو د خپرندويې ټولنې له نوي يادښت سره مو له سره خپلو هېوادوالو ته په نوې بڼه او خپل اصلي نوم وړاندې كړ.


 
پوښتنه: اّيا پخپل كار كې له كومو ستونزو، خنډونو او ګواښونو سره مخامخ شوي یاست؟


 
ځواب: ولې نه، ژوند د ماتو او بريو نوم دى، ما هم ستونزې ليدلې ، هم ګواښونه ؛ خو مبارزه او هڅه زما د خوښې كار دى ، هره ستونزه مقابله او مقاومت غواړي ، ما خپل كوښښ كړى دى او تل مې له ستونزو او ګواښونو سره پنجې نرمې كړې او كوم يې.


 
پوښتنه: كه يې بده نه منئ نو لږ خو د خپل شخصي ژوند په اړه هم څه راته وواياست؟


 
ځواب: زما به څه شخصي ژوند وي وايي : ” يو بهلول ، يو يې كند يو يې كچكول”. د مور و پلار يو زوى يم ، واده مې كړى، څلور زامن يوه مې لور ده، د كورنۍ ټول غړي راته ګران دي او زه هم ټولو ته ګران يم ) فكر كوم (، موسيقي او مېلمانه مې ډېر خوښ دي ، نور به بس وي ، هسې نه خبره را څخه ګډه وډه نه شي. 8 ”



 د دانش د خپرندویې ټولنې نوم د پښتو فرهنګ او ادب د اوسني پـَیر له نامه سره یو نه بیلیدونکی نوم دی ، دغه نوم د دغې ټولنې د فرهنګی ، سیاسي ، ادبي او تأریخي کتابونو د لړۍ له نامه سره پیل شوی او د دغې ټولنې د اتیا تنو کارکوونکو نومونه ور پورې پسولل شوي دي.



 ما مخکې د یونسف له ادارې څخه یادونه وکړه خو په نړیواله کچه نورې ادارې هم شته چې د فرهنګي ودې د پرمختګ په لاره کې کار کوي. یوه له دغو ټولنو څخه د آشوکا نړیواله ټولنه ده. د آشوکا نړیواله ټولنه څه ده او څه کوي؟



 لومړې به راشو 9 د آشوکا د نامه تأریخې مخېنې ته :



 آشوکا له میلاده مخکې له ۳۰۴ تر ۲۳۲ د هند د سترواکۍ د ستر واکو د کورنۍ یو نوم دی چې د [ موریا د پښت] د سترواکۍ په نامه یادیدله. دغې کورنۍ له ۲۷۲ تر ۲۳۲ پورې د هند پر نیم وچې واکمني چلولې چې د هندوستان په تأریخ کې تر ټولو ستره واکمني بلل کیدله. آشوکا د نن ورځ ټول هندوستان په لاس کې درلود او د یو شمیر پوځي سوبو له لارې یې نورې سیمې هم په خپلې واکمنۍ پورې و تړلې. دغه سیمې د نن ورځې پاکستان او د افغانستان د خاورې یو شمیر لویدیځې څنډې وې چې د نن ورځې بنګله دیش ، آسام ، کیرالا او تامیل ناډو ورسره هم یو ځای کیدلې او ټولې سیمې یې د جګړو په لړ کې لاندې کړې وې. د آشوکا د واکمنۍ پلازمېنه مګادها نومېدله چې د نن ورځې د هندوستان د بیهار ولایت دی. آشوکا د کالینګا پاچاهي ور ړنګه کړه چې د بودیزم د خپراوي لمنه بلل کېدله او د تأریخي روایاتو پر بنسټ بودیزم ته د آشوکا لیوالتیا وه چې دغه پاچاهي یې ړنګه کړه او د کالینګا له مړینې وروسته چې ویدیک دود یې خپور کړی وو بودیزم ته ور وواښت او هغه ته یې وده ورکړه. له هغه وروسته یې په آسیا کې د بودیزم دین خپور او هر چیرې یې د بودا مجسمې و درولې. آشو کا د مانا له اړخه په سانسکریټ کې د بې [ اندیښنې 10 ] مانا ښندي او هغه یې د [ دیوان پري یا11 ] یا [ پرخدایانو د ګران] او د [ پري یا دارسي 12 ] [ هغه خدای چې ټول ورباندې ګران دي ] مانا ورکوي. د هندوستان د نن ورځې په ملي بیرغ کې موږ د زمري آشوکا انځور ګورو چې پر همدغه آشوکا پورې تړلی دی.



 د اشوکا نړیواله اداره :


 ددغې ادارې بنسټ بیل دریتون 13 په ۱۹۸۰ ز کال کې په واشنګټن ډي سي کې کښیښود. دغه ټولنه ، د ټولنیز جوړښت د پرمختګ په چارو کې له خپلې خور آشوکا سره په ۱۹۸۱ ز کال په هندوستان کې یو ځای شوه.


 نوموړي ادارې خپل کار د پینځو میلیونو ډالرو په درلودلو پيل کړ چې اوس یې کچه دیرش میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده. ددغې ټولنې موخه دا ده چې د ټولنیز پرمختګ او ودې په لاره کې تر ټولو آسانې او اغیزمنې لارې ومومي ، ددغو لارو له موندلو وروسته د نوموړو لارو چار په ساتنه او پرمختګ کې په کورنۍ او نړیواله کچه کار کوي. د آشوکا پیژند نخښه د نښتر ونه ده



 نښتر د پياوړتیا او دوام استازیتوب کوي ، نښتر د ټولنیز پرمختګ په لاره کې د آشوکا د ټولنې پر ژمنوالي ټینګار دی .


 دغه امریکايي ټولنې ولې هندي نوم غوره کړی دی؟


 دغه ټولنه باور لري چې سترواکمن آشوکا د زیږدیزې پیړۍ له پيله درې پیړۍ مخکې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او ودې په لاره لومړنی مخکښ واکمن وو.


 آشوکا د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې له ۲۰۰۰ ټولنو سره په تړاو کې ده او د ۱۶۲ تنو کارکوونکو په لرلو په امریکا ، افریقا ، آسیا ، اروپا منځني ختیځ او شمالي امریکا کې استاز څانګې لري.


 آشوکا د ټولنیز پرمختګ او بدلون په ودې باور لري ، د آشوکا ټولنه ګروهنه ده چې د لږ لګښت له لارې ژور ټولنیز بدلونونه رامنځته کېدای شي ، داسې بدلون چې د هرې ټولنې یو ګړی وګړی د بیان د آزادۍ په لرلو د ټولنیز ملاتړ په راخپلولو د راتلونکو بدلولونو له ننګونو سره ډغرې ووهلای شي.


 دا دی نن د هماغه پلار عبدالله مرستوال دعا او خوبونه د هغه د هوډمن زوي اسد دانش په مټ او هڅو رښتیا کیږي ، د پښتو ا َدکۍ زامنو نن د خپل فرهنګ د بډاینې لپاره پياوړې پښتني مټې په پياوړي پښتني هوډ را بډ وهلي دي ، په وچو ویالو کې د پوهې اوبه په بهیدا دي ،وچې بیدیاوې خړوبیږي ، یوه ورځ به دا بیدیا شنه شي ، یوه ورځ به دا ویالې یوځای شي او سمندري توپاني څپې به بیا په مستیو را شي ، په سلګونو دانش هوډه به را ډګر ته شي ، د پښتني ادب په بڼونو کې به شنه توتیان او بلبلان ، د توتکیو او چڼچڼو له نڅا سره یو ځای شي او ورک غلي بوراګان به د پښتو ادب پر ښکلو غوټیو راتاو شي ، بیا به حميد راژوندی شي ، بیا به بل رحمن ، بل خوشحال او ستر احمدشاه دغه بڼ ته راشي ، بل غني به د هیواد په یاد له زړه سوې کوکارې وباسي.


 ښاغلي اسد دانش ساپي د پښتو د ټولنیز پرمختګ په وده او رغښت کې بې ساری او نه هیریدونکی چوپړ کړی دی او له دې امله زه ښاغلي اسد دانش ته ددغې نړیوالې جایزې او نړیوال ویاړ د مبارکۍ له ډالۍ سره جوخت د هغه د لا بریاوو غوښتنه کوم.


 لیکوالانو ، افغان فرهنګي ټولنو ، شاعرانو او د کتاب د نړۍ مېنه والو په ځانګړې توګه لرو برو پښتنو را ځـﺊ چې خپل ژوندي نومیالي وستایو ، ځکه نومیالي چې یادیږي



 ښاغلي اسد دانش!


 شمله دې لوړه ، غاړه دې هسکه او د فرهنګ په ډګر کې د نورو سوبو په هیله !