کور / شعر / ياغي او باغي

ياغي او باغي

 



په کلي کور مي ګولۍ وريږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم


دوستۍ په نوم مې کلي نړيږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



دوستان مې وژنې ښوولی نه شم


خپلوان مې وژني ښوولی نه شم


تور دښمنان مې ځکه خنديږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



زما ګناه ده کافر د عشق يم


دا مې خطا ده کافر د عشق يم


مينه مې مينه نه تعبيريږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



پخپل کاله کې يمه بې واکه


دښمن زما دی په ما چالاکه


ورور مې د ورور په لاس مړ کيږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



زه يم هينداره ريا مې نه زده


نصيبه خواره ريار مې نه زده


اغيار مکار دی په ما بلوسيږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



بر لعنت خپل د مکتب راکړو


لر يې بديعت خپل د مذهب راکړو


بر خو مې وران شو لر هم ورانيږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



ای جهانيانو ړانده کاڼه شوۍ


په افغانانو ړانده کاڼه شوۍ


وچ او لامده مې يو ځای سوځيږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم
 



يم حيران پاتې قام مې ويده دی


شي په ما زياتی قام مې ويده دی


خوار خدمتګار چې مدام ژړيږږي


ياغي هم زه يم باغي هم زه يم




د زمانې غږ د خلکو غږ


٤


له ټولګې څخه


د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠