کور / سياسي / د افغانستان د انتخاباتي فاجعې دوهم پړاو

د افغانستان د انتخاباتي فاجعې دوهم پړاو

په متحده ایالاتو کي، د نېشن مجلې وتلي مترقي مبصر، رابرټ ډريفوس، داګست پر ۲۷ مه د نېشن په ويب سايټ کي (د افغان فاجعې دوهم پړاو) تر عنوان لاندي په هغه هېواد کي د رواني انتخاباتي رسوايي په باب په هېریټج فاونډېشن کي د يوې غونډي تحليلي رپوټ برابر کړی دی چي زه يې نسبتا بشپړه ژباړه د خپلو محترمو لوستونکو سره شریکوم.


د افغانستان د انتخاباتو په باب د هېريټج فاونډېشن د پنجشبې د ورځي دغونډي ستوری تحليلګر، ښاغلی ماروين واينبام، وو. هغه د انتخاباتو سخت نقاد وو. ښاغلی ماروين واینبام د افغانستان په چارو په کي د ښاغلي اوباما د سلامشورو د هيت غړی وو. هغه د امریکا خارجه وزارت پخوانی مامور هم دی. ښاغلي ماروین واينبام د افغانستان په وروستيو انتخاباتو کي څارونکی وو، خو د هغه نظر د امریکا د حکومت او ځينو نيمه رسمي افغاني ډلو پرخلاف چي انتخابات د ډیموکراسۍ يو الهام بخښونکی تمرين او مثال بولي، کاملا توپیر لري.


هغه وايي داسي نوه.


واينبام خبرداری ورکوي او وايي چي انتخابات دونه جعلي او قلابي ول چي ښايي د جمهورریس حامدکرزي حکومت نور هم نامشروع کړي. د خلکو ګډون حداقل وو. د رايه ورکونکو له دريو برخو څخه فقط يوې برخي په انتخابات کي ګډون وکړ. په ځينو ولسواليو کي، په تېره بيا په جنوب او پښتني سيمو کي خو فقط له پنځو څخه تر پنځلسو فيصدو پوري خلکو برخه اخيستې وه. واينبام وايي سربېره پردې د پراخي او سراسري ټګۍ برګۍ شواهد او اثار هر ځاي لېدل کېږي. ګرده مهم کانديدان د تقلب الزامونه لګوي. هغه وايي همدااوس څه د پاسه زر شکايتونه سويدی. هغه وايي په خپلو سترګو يې د مخالفو کانديدانو لپاره علامه سوي رايي د سړک پر غاړو باندي تيت و پرک او تباه سوي ولېدلې. هغه زیاته کړه چي ددې امکان سته چي په راتلونکو اونيو کي د رايو د غلا په ارتباط نور شواهد هم را څرګند سي. همدا پروسه به افغانان دېته اړباسي چي انتخابات نامشروع وګڼي.


ښاغلی واينبام وايي د انتخاباتو په ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کي د رايو اچولو پر مرکزونو باندي په سلهاوو شديدي حملې وسوې، خو ددې پېښو په باب رپوټونه خپاره نه سول ځکه حکومت پر خبرونو باندي بنديز لګولی وو. هغه وايي زما په شان د خارجي ناظرانو پرېکنده اکثريت بېخي امنو ځايونو ته بوتلل سوو، مګر په ټول ملک کي هر ځای اخ و ډب روان وو. هغه وايي په رايو کي پراخ تقلب او په نمبرونوکي ښکاره لاسوهني وسوي دي.


ښاغلی واینبام زياتوي، «په نتيجه کي، ښايي زموږ ټوله ستراتيژي د خطر سره مخامخه سي.» هغه سوال مطرح کوي او وايي: «څرنګه به موږ د يوه داسي حکومت سره انډيوالي او مشارکت وساتو چي هغې پروسې نامشروع کړ چي د همدې عمليې په برکت قدرت ته رسېدلی وو.» هغه دغه راز د اوباما پر حکومت باندي هم انتقاد وکړ چي ولي يې انتخاباتو ته مخکي له مخکي چکچکی وکړې. هغه وايي د سپيني مانۍ قضاوت غلط وو، او کله چي ددغه قلابي انتخاباتو ټول جزيیات او رسوايي بهر ته را ووځي، سپينه مانۍ به ډېره پښېمانه او شرمنده سي.


د ښاغلي واینبام په شمول د هېريټج فاونډېشن د تحقيقاتي غونډي د ويناوالو اساسي ټکی دا وو چي سپينه مانۍ مجبوره ده چي پداسي وخت کي د جنګ لپاره ملاتړ ترلاسه کړي چي د عامه افکارو نوې سروې ښيي چي زیاتره امریکایان د افغانستان جنګ عبث ګڼي. سپينه مانۍ د پاڼ او پړانګ تر مينځ را ګېره ده. که چيري سپينه مانۍ په افغانستان کي جعلي انتخابات او نور پرابلومونه پټ او ماست مالي کړي، خو د واقعيتونو او حقايقو را څرګندېدل به د ويتنام په شان بې اعتمادي او بې باوري لا ډېره کړي. مګر که چيري اوباما رشتيا ووايي امريکايان ښايي ژر تر ژره دې فيصلې ته ورسېږي چي له افغانستانه د راوتلو وخت دی، په تېره بيا اوس چي د جنګ زياتېدونکی لګښت او تلفاتو اکثره امريکايان د جنګ مخالف کړي دي.


ددغي غونډي څلور واړه ويناوال هر يو—واينبام، جنرال ډېويډ بارنو، ليزا کورتیس، او ډېويډ ایسبی—پدې ټينګار کاوه چي له افغانستانه سمدستي راوتل به فاجعه وزېږوي. خو زه دا ګومان نه کوم. هغوی استدلال کاوه: که چيري موږ افغانستان خوشي کړو، طالبان، القاعده، اود هغوی جهادي ملګري به په ټوله سيمه کي غښتلي او بانفوذه سي. د ويتنام غوندي، په افغانستان کي به د امریکاماتې په ټوله اسلامي نړۍ کي د امریکا د ماتې سبب سي. مګر زما لپاره دا يو کمزوری استدلال وو.


حقيقت دا دی: لمړی، که چيري موږ له افغانستانه را ووځو، ښايي طالبان افغانستان ونيسي او يا ښايي وې نه نيسي. اکثره افغانان له طالبانو څخه کرکه لري. اکثره اقليتونه به حتی زموږ په نه شته والي کي هم له طالبانو سره وجنګېږي. دوهم، حتی که چيري طالبان کاميابه هم سي، او که چیري په جنوب کي يو کوچنی دولت ګي جوړ کړي چي همدااوس لا هم سته، هغوی ښايي القاعده را و بلي، اويا ښايي را و يې نه بلي. القاعده همدا اوس پخه اډه لري: پاکستان. بلخوا، القاعده او طالبان د يوې سيکې دوه مخه ندي، او دا ځل ښايي طالبان د القاعدې ټرورسټانو سره بيا دنژدې کېدو شوق ونه کړي. او درېیم، له المغرب څخه را نيولې بيا تر اندونيزيا پوري د طالبانو غوندي اسلام او د القاعده سټايل ټروریزم په مسلمانانو کي خپل اپيل او ملاتړ له لاسه ور کړی دی. بل پلو، هلته هيځ داسي شواهد نسته چي په افغانستان کي د طالبانو بيا راتګ دي په اسلامي نړۍ کي پر افراطي فعاليتونو باندي خاصه اغېزه ولري. واقعيت دا دی چي په افغانستان کي د امریکا حضور اسلامي افراطيان لا تقويه او تاوجن کوي. نو بنا، له افغانستانه د امريکايي عسکرو را ايستل به په مسلمانانو کي شديده اسلامي تبه او اشتیاق څه کمزوری کړي.


ددې غونډي يوبل ويناوال، جنرال ډېويډ بارنو وو چي په افغانستان کي له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پوري د امريکايي عسکرو قومندان وو. هغه د افغانستان جنګ ته د عامه امريکایانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره تبليغاتو او پروپاګند ته زيات اهميت ورکړ. هغه وويل په افغانستان کي د بري کلي په عامه خلکو کي ملاتړ تر لاسه کول دي. هغه وويل طالبان د وخت پر تېرېدو حساب کوي. په بل عبارت، طالبان غواړي چي دونه جنګ اوږد کړي چي دننه په امريکا کي د جنګ پر خلاف عام مخالفت غښتلی سي. همدا کيسې د ويتنام د جنګ په باره کي هم کېدې. ښاغلي بارنو د افغانستان په باتلاق کي د پاته کېدو له پاليسۍ سره مخالفت يو ډول خيانت وباله. هغه وويل، « د راوتلو خبري، د طالبانو ستراتيژي تقویه کوي.» جنرال بارنو همدا چټيیات په خوند ويل خو هيځ نه شرمېده.


مېرمن لیزا کورتیس په همدې لړ کي چټييات او پرتي ويلې. هغې وويل، «څوک چي د تقسیم اوقات خبري کوي، هغوی طالبان تشويقوي.» د هغې اشاره سناتور راس فاېنسټاين ته وه. هغه افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پرخلاف خبري کړيدي. مېرمن ليزا کورتيس ويل يا به زموږ سره همکاري کوﺉ، کنې په بل صورت کي طالبان تشویقوﺉ. بايد زياته کړم چي همدې محافظه کارانو د ۱۹۸۰ په کلونو کي اسلاميسټان تقویه کول. هغوی يې د ازادۍ جنګيالي بلل.


بل ويناوال، ډېوېډ ایسبي وو، هغه يو محافظه کار نظامي ماهر دی. هغه په خپلو خبرو کي دوه ګلان وشکول. لمړی،« موږ د افغانستان سره داسي روابط بايد ولرو لکه چي د اسرایلو سره يې لرو.» دوهم،« د افغانستان په هر ماجت کي د دښمن په ګټه تبليغات کېږي.» د ښاغلي ډېوېډ ایسبي لمړۍ تبصره پوره حماقت دی. د هغه د دوهمي تبصرې په باب بايد ووايم چي د ښاغلي ایسبي په خيال د افغانستان لوی مشکل دا دی چي هلته مسلمانان ژوند کوي. د هغه وړانديز دا وو چي امريکابايد په افغانستان کي داسلام د صحیح معرفي لپاره مرسته او کوښښ وکړي. که چيري د ښاغلي ايسبي چټییات طالبان واروي، هغوی به لدې څرګندونو څخه زياته تبلیغاتي ګټه واخلي.