کور / تازه خبرونه / ننګرهار: خبریالانو د هاشمزاده وژنه دسوليز لاریون په ترڅ کې وغندله

ننګرهار: خبریالانو د هاشمزاده وژنه دسوليز لاریون په ترڅ کې وغندله

لسګونه خبريالانو په جلال اباد کې د وژل شوي افغان خبريال جان الله هاشمزاده وژنه د يو سولیز لاریون په ترڅ کې وغندله. لاریون کوونکو ژورنالستانو چې په لاسونو کې یې لیکلي شعارونه او د هاشمزاده انځورونه نیولي وو له پښتونستان واټ نه تر پاکستان قونسلګرۍ پورې پر خپلو پښو لاړل او له افغان دولت نه یې غوښتنه کوله چې د ګاونډي هېواد پاکستان نه دی وغواړي چې د هاشمزاده وژونکي پیدا کړي.د ختیزې سيمې خبریالانو په جلال اباد کې د پاکستان قونسګرۍ ته يو پرېکړه لیک وسپاره چې پکې د هاشمزاده د وژونکو دنيونې غوښتنه شوې وه. قونسلر محمد توفیق غوري خبريالانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې به د پاکستان حکومت ته رسوي او د وژونکو په نیونه کې به کوټلي ګامونه اخلي. افغان خبريال جان الله هاشمزارده تېره اونۍ له تورخم هاغاړې مخ پټو وسله والو هغه مهال وواژه چې له ننګرهار نه پېښورته روان و. د نوموړي د وژنې پړه تر اوسه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.