بالابلوک : ۷ غله او ۳ طالبان نیول شوي دي

د لراوبر اداره | سپتمبر 5th, 2009


دافغان او ائتلافی ځواکنو په ګدو عملیاتو کی دری طالبان او اووه وسله وال غله په فراه ولایت کی ونیول شول .

ائتلافی ځواکنو په یوی خبرپانه کی ویلې دی چی دغه دری طالبان په بالابلوک ولسوالی کی ددوی او ملی اردو دسرتیرو په ګدو عملیاتو کی نیول شوی دی .

اعلامیه زیاتوې:( چی دغه طالبانو ددغه ولسوالی دقریه شیوان په سیمی کی فعالیت کاو او ددغه سیمی په ټولو ځانمرګی، تخریبی او انفجارې عملیاتونو کی لاس لری.)

دیو بل خبر پر بنسټ دفراه ولایت پولیسو ۷ ته وسلوال غله یی داغه ولایت په مرکز کی نیولې دی.

دپولیسو ویندوې سمونوال عبدالرؤف احمدی وای دغه کسانو دیو کور د غلا هوډ درلود چی ونیول شول.

دا په داسی حال کې دی چی په تیرو ورځو کی ددغه ولایت اوسیدونکو د دولت ضد وسله والو او دغلو د فعالیتونو د ډیریدو له امله اندیښنې ښودلی وې.

Copyright Larawbar 2007-2024