کور / تازه خبرونه / کونړ: روانه جګړه پای ته ورسېده

کونړ: روانه جګړه پای ته ورسېده

په کونړ کې دافغان پوځ، ايتلافي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ روانه جګړه پای ته رسېدلې او ښکېلې غاړې مني چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې نښته کې د دوی پينخه تنه طالب ملګري وژل شوي خو دافغان اوايتلافي ځواکونو شل تنه پوځيان يې وژلي. نوموړی زياتوي چې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې يې د ايتلاف يوه چورلکه هم رانسکوره کړې او پکې سپاره لس تنه بهرني پوځيان يې وژلي. بل پلو په ختيځ کې دمېشتو نړيوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر بيا د خپلو څلور سرتېرو وژل مني او طالبانو ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي. د کونړ امنيه قومندان خلیل الله ضيايي د جګړې پخلې کوي خو وايي افغان پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري. د کونړ ځايي چارواکي بيا د جګړې په اړه ناخبري ښيي. د کونړ امنيه قومندان وويل جګړه د کونړ د سرکاڼو د ګنجيګل په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې افغان او بهرني ځواکونه سيمې ته د خوارکي توکو د وېش لپاره پر لاره وو او د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل.