کور / راپور / خپل مړونه مو د ملا فضل الله لپاره پريښي وو (مرکه)

خپل مړونه مو د ملا فضل الله لپاره پريښي وو (مرکه)

د پاکستان په قبايلي او مېداني سيمو کې د تېرو څو کلونو راهيسې د جنګ جګړو تسلسل نه يواځې خلک د پاکستان د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي  بلکې له امله يې زېږېدلې غميزې د خلکو د ژوند سره د تل لپاره غوټه شوې دي. د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ روانو جګړو نه زېږېدلې غميزې دومره غټې دي چې د ژورناليزم په تنګه لمن کې يې ځايول ګران دي لدې امله ډېرې کيسې داسې دي چې د خلکو د سترګو څخه پټې پاتې شوې دي.


د همدې کيسو د لټولو او راښکاره کولو لپاره زه په جګړه ځپلو خلکو پسې ګرځېدلى يم او يو څه کيسې مې موندلې دي چې غواړم د خپلو لوستونکيو سره يې شريکې کړم. دا کيسې به وار په وار درته وړاندې کړم چې تاسې ترې د جګړې اصلي حقيقتونه معلوم کړئ او پايلې ته يې ورسېږئ.


په سوات کې د طالبانو مشر ملا فضل الله چې کله په کال ٢٠٠٤ کې يو ناقانونه ايف ايم چينل جوړ کړ  او په هغې يې د قران درس پېل کړ نو ډېر ژر يې په سيمه کې محبوبيت وموند او بيا يې په امام ډېرۍ سيمه کې د يو ستر ديني مرکز د جوړولو اعلان وکړ. کله چې يې په خپل ايف ايم راډيو د دې مرکز لپاره د چندې غوښتنه وکړه نو تر هر چا زيات پکې مېرمنو برخه واخيستله. د سوات د پوليسو يو لوړپوړي افسر يو ځل ما ته وويل چې د سوات ښځو ملا فضل الله ته د يو من (څلوېښت کيلو) نه زيات سره زر په چنده کې ورکړي وو. نن مې د داسې يوې ښځې سره مرکه کړې چې په دغې چنده کې يې خپل سره زر ملا فضل الله ته ورکړي وو. نوم (مستعار) يې حليمه دى او د بر سوات د بانډې په نامه سيمې اوسېدونکې ده. هغې وويل:


“ملا فضل الله چې کله په راډيو ديني مسئلې او د قران درس پېل کړ نو خلکو ډېر په شوق اورېده. په ځانګړې توګه مونږ ښځو ورسره ډېر شوق درلود ځکه چې مونږ مسجد ته نشو تللى او ديني زده کړه کور ته راورسېدله. په مسئلو کې يوه ورځ هغه وويل چې په سوات کې کوم ستر ديني مرکز نشته او که تاسو مرسته وکړئ نو يو غټ ديني مرکز به جوړ کړو. بيا يې خلکو نه د الله په نوم چنده وغوښته. په ورپسې ورځ خلکو چنده پېل کړه. چا بېلچه، چا د کور لوښي، چا زړې اوسپنې، لنډه دا چې د چا په کور کې څه وو او مرکز ته يې ضرورت و هلته يې وروړل. مونږ ښځو ورته خپل سره زر وروړل.


ملا فضل الله ښځو نه د سرو زرو او نورو شيانو د راغونډولو لپاره خپل استازي رالېږل پېل کړل. هغوى به کوڅو کې کور په کور ګرځېدل او شيان به يې غونډول. ما چې د ديني مرکز د جوړولو لپاره د مرستو دا بهير وليد نو په خپله مې هم پکې د ګډون پرېکړه وکړه او خپل شل تولې سره زر مې ورکړل. دا سره زر ما سره د دېرشو کلونو راهيسې پراته وو او کله مې خپل مېړه ته هم نه وو ورکړي. خو ملا فضل الله چې کله د دين د خدمت خبره وکړه نو ما ورکړل.


زما خپلوانو او د ګاونډ ښځو هم د خپل وس سره سم چنده ورکړه. د نيمې نه نيولې تر اويا (٧٠) تولې پورې سره زر يوې يوې ښځې ورکړل. زما يوه خپلوانه ښځه چې زه يې نوم يادول نه غواړم د اويا تولې نه هم زيات سره زر ورکړي وو. د هغې مېړه په سعودي کې مزدوري کوله او چې کله راغى او خبر شو چې ټول سره زر ملا فضل الله ته تللي دي نو خپلې ښځې له يې طلاق ورکړ او د کور نه يې وشړله.


خلکو چې به د ديني مرکز لپاره په چنده کې څه ورکول نو ملا فضل الله به ماسختن د هغوى نومونه يو يو په راډيو يادول او ويل به يې چې “الله دې ستاسې ديني جذبه قبوله کړي.” د دې خبرې په اورېدو به مونږ ډېر خوشحالېدو او د خپلو خاوندانو مو دومره درناوى نه کاوه څومره چې مو د ملا فضل الله کاوه. مونږ څه خبر وو چې يوه ورځ به د همدې ملا له لاسه در په در کېږو.


وروسته يې په خپلو تقريرونو کې د جهاد خبرې هم شروع کړې او زمونږ د کوڅې ډېر ځوانان د امام ډيرۍ ديني مرکز ته لاړل. په هغوى کې ډېر مړه شول او پاتې اوس هم په زندانونو کې پراته دي. زمونږ خو دا خبره هيڅ په مزغو کې نه وه چې دا ملا به يوه ورځ ټوپک رااخلي او د حکومت پر ضد به جګړې ته لاس اچوي. په کومه ورځ چې مونږ هغه ته د خپل کور سره زر ورکړي دي له هغې ورځې راوروسته مو په کور کې د خوشحالۍ ورځ نه ده ليدلې. د پوځي عملياتو د لاسه چې د کور پرېښودلو ته اړ شو نو کوم سره زر چې مو د دېرشو کالو راهيسې د بدې ورځې لپاره ساتلي وو هغه مو د لاسه  ورکړي وو نو په تش مېدان پاتې شو. په ډوډۍ پسې ړانده شو. کله به مو د چا نه ډوډۍ او کله نور څه خواړه په سوال واخيستل او ګوزاره مو کوله.


اوس هم چې کله د خپل کلي ښځې چېرته په خپلو کې سره ووينو نو په دې پښېمانه شو چې ولې مو خپل سره زر ملا فضل الله ته ورکول. کومو ښځو چې خپل سره زر نه وو ورکړي هغوى چې کله اوس مونږ وويني نو د پېغور په ډول راته وايي: “ملا فضل الله مو مبارک شه!”