کور / راپور / په ښکلا باندې مرکه

په ښکلا باندې مرکه

خوږولوستونكو!ستاسولپاره مو له يوه ژورفكر، نوښتګرانسان، دمانااوحقيقت په لټون ستړي سر،بېل نظر،نياومن نقاد،فلسفي اودځانګړي سبك ليكوال استاداسدالله غضنفرسره مركه كړې ،هيله ده چې دښكلاپه شان په يوه مبهم څيزباندې له داسې علمي خبرو نه خونداومطلب واخلئ .


حسن دى بس حسن چې هم خداى اوهم جانان دى
دې فنامكان كې بل مشال دلامكان دى
يو د ګلاب مخ كې چې پراته كوم ځوابونه دي
نشته يوهم نشته د منطق په كتابونوكې


 (غني خان بابا)


ديدار: ښكلاته ولې داسې تعريف نه پېداكيږي چې هرچاته د منلووړوي؟
غضنفر:ځينې شيان كېفي وي د انسان له ذوق سره تعلق لري، د انسان له باطني قواووسره تعلق لري ، انسان يې په عقلاني قوت باندې په فكرباندې نه شي اندازه كولى، انسان داسې وساېل نه شي ورته جوړولى چې هغه اندازه كړي، نو د داسې څيزونوتعريف ډېرمشكل وي .نه يوازې د ښكلا بلكې دهنرتعريف ډېرګران دى. دهغه څه چې مونږ يې دخپل وجدان او ذوق په مرسته احساسوو د هغو دقيق بيان ډېر مشكل وي، ښكلاهم په هم دې لړكې ده .
ديدار:اپلاتون وايي چې ښكلاپه هرځاى كې شته دى ،خو د هغې د ادراك لپاره خپل، خپل معيار پكار وي ، څه خيال مو دى هغه څوك چې مونږته دلته ښكلى دى د افريقا تورپوستوته به هم وي يانې ماحول په معياركې څومره توپيرراوستى شي؟
غضنفر: ماحول په ښكلا باندې ډېر اغېزكولى شي، مختلف كولتورونه او د تمدن درجه د ښكلا په اړه د يو قام په تعبير اوتفسيرډېراغېزكوي. تا مخكې افريقا ياده كړه. په يوه ټاپو كې ځينې تورپوستي چې عيسويان دي هغوى چې د مريم بي بي مجسمه جوړوله نوپه تورو تيږو پسې ګرځېدل، دوى ته تورې تيږې ښكلې ښكارېدې، داځكه چې تورې تيږې د دوى د ښكلا له معيارسره برابرې وې، خو سپين پوستي معمولا د مريم بي بي د مجسمو د جوړولو لپاره په سپينوتيږو پسې ګرځي . تاسو پښتو شاعري وګورئ هرچرته وايي چې تور ې سترګې ،تورې زلفې، ځكه چې دلته د زياتو خلكو سترګې تورې دي ، دوى ډېر ښاېست په توروسترګوكې ويني او په رنګونوكې بيا د غنمورنګ يادوي. حميدبابا د غنمرنګو په اړه وايي:
پلارمې دغنمودانې ويوست له جنته زه لا تمه دار د غنم رنګو د وفا يم


كله چې دې سيمې ته مغول راغلل د مغولو پوزې ټيټې وې، سترګې يې نرۍ او وړې وې .وروسته چې بيا كومه انځورګري دلته راغله نوكه تاسو د څو پېړيو پخوا ميناتورونه وګورئ نوپه هغوكې معمولا مغولي حسنونه دي ځكه چې غالب قام مغول و اومغلوب قومونه د غالبو قامونو تراغيزلاندې راځي، د ذوق په لحاظ هم د هغو پېروي خوښوي نو نتيجه داده چې د ماحول شراېط د ښكلا د معيارپه ټاكلوكې لوى لاس لري. دغه راز د تمدن د درجې په لوړېدو سره د انسان په خوى او ذوق كې ظرافت زياتېږي او شډلوالى كمېږي. وروسته پاتې قامونه ممكن تېز رنګونه، تېز عطر او احساساتي ادبيات ، د هغو قامونو په نسبت ډېر خوښ كړي چې ترقي يې كړې ده. اروپايان چې څو پېړۍ پخوا وروسته پاتې او اكثره بې سواده و، نو د اعدام پېښې ته به داسې راغونډېدل لكه جشن چې وي، خو چې هر څومره يې د تهذيب او تمدن درجه بهتره كېد له هغومره يې د اعدام ننداره تر پام بده شوه او د وژلو په مقابل كې حساسيت پكې زيات شو. منظور دا چې د يوۀ قام د تمدن درجه د هغه قام د ښكلا پېژندنې په معيار باندې اثر لري ، لكه د قام په خوى او اخلاقو چې يې لري.
ديدار:وايي چې لېلا دومره ښكلې نه وه لكه قېس يې چې څومره مجنون كړى و ،كه راته ووايې چې ښكلا دعاشق په سترګوكې ده كه دمعشوق په مخ كې ده؟
غضنفر:كېداى شي چې دواړه ځايه وي. په دې اړه د ښكلاپېژندنې دوه لويې نظر يې دي ، يوي ته دښكلاانفسي يا (subjective) نظريه
وايي اوبلې ته د ښكلا افاقي
 يا(objective) نظريه وايي.
 ډيرخلك په دې عقيده دي چې ښكلاهم په بهركې ده اوهم دانسان په زړه اوسترګوكې . په دې اړه دشلمې پيړۍ د لوى اروا پوه (كرل ګوستويونګ) خبره داوريدو وړده .هغه وايي چې انسان نه يوازې فردي لاشعورلري، نه يوازي هغه لاشعورلري چې له ماسره د يو فرد په توګه تعلق لري او زماهيري خاطري پكې پرتې دي بلكې هرانسان يو جمعي لاشعورهم لري چې د ټول انسانيت تجربې پكې شته. هغه وايي كه څوك په چامين شي نوكيداى شي چې دا معشوق هغه څوك وي چې د عاشق په ټوليزلاشعوراومشترك انساني لاشعور كې يې له پيړيو پيړيو راهيسې تصور موجود وي. نو دى بې له دې چې په ځان پوه شي او د ښكلاپه باره كې په خپله كوم تصورولري، كېداى شي د لاشعوري قوتونو په ذريعه چې هغه نه يوازې د ده په خپل ژوند كي بلكې د ده د نيكونو په ژوند او تجربوكي ريښه لري، په يو چا باندې زړۀ بايلي. دې نظريي ته په پام سره سړى همدا خبره كولى شي چې ښكلا هم دعاشق په سترګو او هم د معشوق په حسن كې ده. دغې ارواپوهيزې نظريې هاغې زړي خبرې ته يونوى دليل پيدا كړى دى.
ديدار:كه خبره د لاشعوراومعياروي اوداهرڅه انسان له ځان سره راوړي وي نود ښكلاپالنې ذوق اوتنده له ماشومتوب نه ولې په زلميتوب كې ډېره وي ؟
غضنفر: په ماشومتوب كې د انسان مختلف قوتونه هم ماشومان وي، د يوماشوم عقلاني اوجسمي قوت اوتجربې هغومره نه وي لكه د يوه لوى، البته د مخالف جنس په اړ ه چې انسان كوم تصورات پيداكوي هغه د جنسي بلوغ له وخت سره تعلق لري. ډېر خلك ښكلا او جنسي غريزه بي ارتباطه نه بولي كه څه هم (زيګمونډ فرويډ) چې د جنسي غريزې په اړه يې ډير تحقيقات كړي دي او دې غريزې ته يې د انسان د خوى او شخصيت په جوړولو كې ډيرزيات اهميت وركړى دى،هغه په دې فكرو چې د ښكلا احساس له جنسي غريزې سره ډېرتعلق نه لري.
ديدار:غضنفرصېب :ډاكټرسټيفين هاكنګ (dr stefen hauking)
په خپل يوه كتاب (a breaf history of time)
كې ليكي، چې د نړۍ د بدلون په چكر كې به يوازي څوكسان ژوندي پاتې شي، دابه هغه خلك وي څوك چې د ښكلا ا و انساني فطرت سره نزدې تعلق لري د چا په ليكنوكې چې د فطرت عكس وي .همداراز د پښتو ژبې عظيم شاعر غني خان بابا هم استاد بېنوا ته په يوه ليك كې ليكي چې هرشاعردې تل ځان دحسن غلام ګڼي، هم په دي اساس انسان ځان د ډيران نه باغ عدن ته او دفرش نه عرش ته رسولى شي. د نړۍ نورو لويو پوهانو هم دا خبرې كړې دي، كه راته ووايې چې ښكلا د هنرپه ښه والي اوبدوالي كي ولې دومره لوى رول لري ؟
غضنفر:په دې كې شك نشته دى چې هر په تول پوره هنر ، شعراوهرهغه ادب چې پاتې كيدونكى دى، هغه بايد د انسان د فطرت ترجمان وي خو د انسان فطر ت يوازې له حسن سره تعلق نه لري د انسان فطرت له نورو ډيرو انساني تجربوسره تعلق لري، حسن ډير اهم څيزدى خوحسن ټول ژوند نه دى ، ژوند تر حسن ډير وسيع دى.
ديدار:استاده خوژوندخوپخپله حسن دی اوهررنګ اوهرحالت یې له یوه پټ سرورنه ډک وي
اوهغه دافلاطون خبره ده چې وايي: (که یوه انسان ددښمن په پنجوکې هم وخت تېرکړی وي اوهررازستونزې یې لیدلې وي، نویوه نه یوه ورځ به دهغې تېرې ورځې ارمان کوي ) چې خبره داسې ده نودژوندهررنګ ته ښکلی نه شوویلی؟

غضنفر:موږ د دې لپاره چې د حسن اهميت وښايو نو داسې خبرې كوو .كنه نوداخبره يوه تشبيه ده، دا يوه تشبيه ده چې كله وايو چې ژوند حسن دى، او د قيقيې خبرې د تشبيه په اساس نه كېږي. په ژوند كې لوږه شته ،كاختي شته، په ژوند كې لږې نه بلكې ډېرې بدرنګۍ شته . د ژوند په اړه په دې وروستيو پېړيوكې داروين ډېرتحقيقات كړي دي. چارلز داروين د ژوند د ارتقا د معلومولو په لټون كې، دژوند د اصل د لټون په باره كې ځان ډېرستړى كړى و، هغه خو وايي چې د ژوند د ارتقا راز په تنازع كې دى، يانې ژوند هغه وخت د تكمېلېدو په لور ځي چې انسان له طبيعت سره ، له بل همنوعه سره او له نورو انواعو سره په كشمكش كې وي حال دا چې موږچې د حسن كوم تعبيركوو په هغه كې دا جنګونه نشته. حسن په نهايت كې له سولې سره ډېر تعلق لري نه له جنګ اوله كينې سره، خو دا هله چې موږ دحسن معنوي اړخونه په نظر كې ونيسو.

ديدار:وايي چې دنړۍ ټول هنري تخليقونه يا پنځونې دحسن تراغېزلاندې شوي دي تاسو ورسره اتفاق كوٰئ ؟
غضنفر: اكثره وخت انسان هنر ددې لپاره لولي يايې ويني يايې رامنځ ته كوي چې يوتېر شوى ژوند بيا راژوندى كړي، ياپه هغه ژوند كې د ګډون زمينه مساعده كړي چې ما لوستونكي نه دى كړى خو ارزومن يم چې هغه ژوند هم تجربه كړم. زه يوازې يو ژوند كولى شم اوحېوان هم يو ژوند كولى شي خو زه د انسان په حېث د نورو د ژوند په اړه هم يوتصورلرلى شم خوحېوان يې نه شي لرلى. چون حېوان د بل چا د ژوند په اړه تصورنه شي لرلى نو دى هنرته اړتيا نه لري خو زه د پخوانيو خلكو او د راتلونكو خلكو او د اوسنيو د ژوند په اړه فكرونه او تصورات لرم، مګر د نورو په ژوند كې د شاملېدو او د نورو د احساسولو وخت او امكانات نه لرم نو دا كار د هنر د لوستلو يا د هنر د پنځولو لپاره كوم، د هنر له لارې په مختلفو ژوندونونو كې ګډون كوم. نو د دې لپاره چې خپل ژوند لا شتمن كړم، يا هنررامنځ ته كوم يا هنراورم، وينم اولولم دغه ذريعې دي چې زه په حقيقت كې خپل ژوند پرې غني كوم يانې غواړم چې په لاډېرژوند كې تخيلي ګډون وكړم . داتجربه ډېره وسيع ده، دا اړينه نه ده چې له حسن سره دې خامخا اوتل تعلق ولري. دژوند ډېرې تجربې دي چې له حسن سره ډېرتعلق نه لري. يوخړدېوال چې چپه شوى دى كېداى شي ښاېست ونه لري خوانسان ته يوڅه وېل غواړي، هغه په هنري موضوع بدلېدى شي. هنرزموږله ټولوجذبوسره تعلق لري په هغه كې قهر،مينه ،خواخوږي اونورډېرڅيزونه شامل دي.
دهنريوه لويه موضوع له مرګ سره مقابله ده، دا موضوع له حسن سره چندان تعلق نه لري موږ غواړوچې وواسو .يووخت ماته يوچاووېل چې زه له ژوندڅخه يوازې يوشى غواړم، هغه داچې كه زه مړهم يم خوچې ددې دنياله حاله خبر شم زه ددې مالوماتوتږى يم.
په هنركې مونږ دمالوماتوتنده هم لرو .زه چې كله ماښام په ښاركې ګرځم نو د كورونو څراغونه بل وي او چې د شيشو ترشا دې رڼا ته وګورم نو ډېرعجيب هوس وكړم چې كاشكې د دې شيشوله ورهاخوا ژونده خبرواى، يوه مورڅه كوي ،يوماشوم څه كوي،يوه نجلۍ څه كوي، يوهلك څه كوي دوۍ څه خبرې كوي ، څه سره وايي، په څۀ بوخت دي، څه پخوي، څۀ ارزوګانې كوي.
داپه حقيقت كې له حسن سره تعلق نه لري،دا د مالوماتو تنده ده. انسان ډېروسيع وجود دى .حسن د ده د ژوند يوازې يوه تجربه ده، البته مهمه تجربه خوټوله تجربه يې نه ده .
ديدار: د سكروټې رنګ هم سوردى اود ګل رنګ هم، د ګل هرڅوك مينه واال دى خو د سكروټي يوهم نه یانې ېوازې رنګ نه دی چې انساني معیارمسخرکولی شي . ستاسو په يوه كيسه كې يوهلك په يوې نجلۍ مينيږي هغه بداخلاقه وي ،په بلې مينيږي هغه په ښوونځي كې تمبله وي، بيايوه شپه داهلك خوب ويني چې دا اوهغه ټولې جينكۍ په يوې نجلۍ بدلې شوې وي په دې وخت كې هلك راوښيږي اوشكرباسي چې د ريښتياوو په جهان كې داسې يوڅوك نشته ،كنه نودى به ټول عمر دچاغلام و، كه راته وواياست
چې اخلاق په حسن څومره اغېزلرلى شي ؟
غضنفر :انسان اقدارلري چې په دغواقداروكې يې درې ډېر زيات مهم دي. يوښېګڼه، بل حسن اوبل حقيقت. دا د يوه انسان عالي اقدار دي . دغه اقداركله كله يوله بله بېلولى هم نه شو. د يوه انګرېزپوه يوه مشهوره جمله ده وايي چې حقيقت حسن اوحسن حقيقت دى.
د دې مانا داده چې دا سره نژدې دي كه يوڅوك ډېر ښكلى وي اواخلاق ونه لري نود ده ښكلا راته ښه نه ښكاري. زما پلار يوه خبره كوي وايي چې په دې حشراتوكې يوه ډېر ه ښكلې حشره لړم دى خود هر چا بد ايسي ځكه چې
تاوان پېښوي. دغه راز حسن له حقيقت سره تعلق لري. يو شعركه هرڅومره هم ته ښكلى وګڼې خو چې له حقيقت سره نرى تار ونه لري زړه ته دې نه لويږي .هنركه هرڅومره خيالي وي په يوشكل د اشكالو به يې منې چې هو داسې كيږي . كه ته ورباندې هيڅ باور ونه كړې ، هغه خبره درباندې اثر نه شي كولاى. په پخوانو نكلونو كې د دېو و ښاپېرۍ و جادو مسايل ډېر دي، دا ځكه چې دغه شيان د خلكو زړۀ ته پرېوتل. اوس چې باورونه بدل شوي دي، د كيسو موضوعات هم بدل شوي دي، او كه دېو وښاپېرۍ او بلا هم په كيسه كې راوړو نو په هماغه پخوانۍ بڼه ممكن نۀ وي، مثلا ښاپېرۍ ممكن د نېكۍ و ازادۍ و مينې د سمبول په توګه په كيسه كې راوړو. د ا په حقيقت كې يو نوى نقش دى چې ښاپېرۍ ته يې وركوو.
 پخوانو پاچايانو به په خپلو دربارونو كې شاعرانو ته اانعامونه وركول چې د دوى مدحې وكړي . زركاله پخوا د سلطان محمودغزنوي په وخت كې يو شاعر و چې عنصري نومېده، وېل كېږي چې دۀ دسروزرو انغري لر ل. ده به دا ټولې پېسې په مدحوكې ګټلې نو دغوشاعرانو ټول زور په دې لګولى و چې مدحې وكړي. خودغه مدحه يې د وجدان په حكم نه كوله،دغه مدحې د شعر د فن په لحاظ ډېرې عالي وې خو كامل شهكارونه اوښه ادب ځكه ورته نه شوويلى چې حسن او فني ښكلا يې له حقيقت او خير سره نه وه يو ځاى كړې. هغه كه به هرڅومره ښه شعرو خو د ظالم مدحې به پكې عېب پېداكړ او ددې عېب په وجه ورنه پوره خوند نه شو اخيستلى،نو فكركوم چې دا درې سره تړلې خبرې دي، دا درې عالي اقدار له يوبل سره نژدې تعلق لري .
ديدار:ډاكټر رودوال وايي چې :


دڅېرې خبره مه كوه جانانه
هسې روح مې ستاپه روح باندې مين دى
هېڅ معيارتوپيردمينې دودكې نشته
هرمين دچاپه روح باندې مين دى


په دې اړه موڅه خيال دى كه داسې نه وى نوانسان به هره ګړۍ نه مينېده ؟


كله چې سترګې دروح ترجمانې شي اودا مخ د روح په معياربرابرشي نومينه رامنځ ته شي، دې كې څه واياست؟
غضنفر:دا خوشعردى په دې باندې شاعرانه بحث كېداى شي، خونوربحث ورباندې ګران دى د روح په حصه كې خوهغه خلك چې مومن دي اوپه دې باورلري چې روح شته دى، نوهغوى د مسلمان په صفت قران هم مني. په قران مجيدكې راځي چې :(ويسألونك عن الروح قل الروح من امرربي ومااوتيتم من العلم الاقليلا) نو موږ او تاسي لولو چې روح د الله له امره دى اودهغه په حصه كې موږمالومات نه شولرلى.
 په فلسفه كې په اول ځل افلاطون د مثالي او غير مادي ښكلا په اړه سيستماتيكې خبرې كړې دي. افلاطون د فلسفې يوه ډېره شانداره ماڼۍ جوړه كړه. د لويديځ خلكو چې تجربي علومو ته مخه كړه، له هغه راوروسته د افلاطون له ماڼۍ راووتل، خو موږ تر اوسه په دې ماڼۍ كې اوسو. شاعرانو په هره زمانه كې د افلاطون له خبرو الهام اخيستى دى، خو شعر او ښكلا پېژندنه له يو بله توپير لري. په ښكلا پېژندنه كې به ته د بلې هرې پېژندنې غوندې مجبور يې د اندازه كولو او تجربه كولو په وسايلو پسې وګرځې. نو لكه څنګه چې ورته اشاره وشوه اسلام هم وايي چې دروح په باره كې انسان مالومات نه شي لرلاى نوپه داسې يو نا څرګند شي سړى څنګه بحث وكړي.
ديدار:ځينې شاعران حسن ته لمبه، اوراو….وايي اوځينې يې بيا ارتقا ته د رسېدو پوړۍ ګڼي، ستاسو په خياال په دوى كې بريالي هنرمندان څوك دي ؟
غضنفر:زه به بياهم فرويډ ته لاړشم. فرويډ په خپله ارواپوهنه كې يوه اصطلاح لري چې(Sublimation)ورته وايي. موږ هغه تصعيد بولو يعنې له ارتقاسره اړيكه لري. هغه وايي چې انسان خپله جنسي غريزه يا ليبيدو ډېروخت داسې كاروي چې د ده د ارتقا سبب شي، د بيلګې په توګه كه يوڅوك شعر ليكي نودى مادي اورواني انر ژي په يوه عالي شي بدلوي، يا كه يو څوك ساېنس پوه دى هغه له همدغه رواني انرژي ، ليبيدو يا جنسي غريزې نه په حقيقت كې سره زرجوړوي ځكه د انسانيت دخېرلپاره، دحقيقت دکشف لپاره او د انسان د بقا اوترقۍ لپاره يې پكاروي، نوښه خبره خو دا ده چې حسن له ارتقاسره تړلى وبولو دا به په خېروي ،اوداچې څوك يې سوراوربولي يايې سكروټه بولي نوداشاعرانه خبرې هم د حسن په باره كې له ځينوتجربوسره تعلق لري نوسړى يې ډېرې هوايي نه شي ګڼلى .
ديدار:غضنفرصېب هرڅوك له نورو نه په ځان كې ډېره ښكلاويني تاسوليبيدو ياده كړه نوماته د نارسيسيزم موضوع راياده شوه ځكه چې فرويډ په دې دواړوباندې په یوه څپرکي کې بحث کړی دی كه راته ووايۍ چې په نارسيسيزم اخته كسان د ټولنې په ګټه دي كه په زيان؟
غضنفر:د ناسيسيزم په برخه كې هم ډېرتحقيقات شوي دي نتيجه يې تقريبا داد ه چې كه انسان بيخي نارسيسيزم ونه لري نوبيا د ځان لپاره هم څه نه شي كولى.انسان باېد يو څه په ځان مين وي چې لوى كارونه وكړي ،خو دلته يو فرق شته. يوسړى په ځان مين دى خو له دې لارې مين دى چې نور وځپي ,دى ډېرقدرت ولري اونور تحقيركړي،د نوروپه وړولو كې خپله لويي ويني. داهم ناسيسيزم دى يوڅوك لګيا دى شپه اوورځ خولې تويوي شپه اوورځ فكركوي غواړي چې انسانيت ته خېرورسوي، دى دا خېر د دې لپاره هم رسوي چې دى په مهم انسان بدل شي، چې نورووايي چې دى عالي انسان دى نوداهم نارسيسيزم دى، نو نارسيسيزم هغسې هم تعبيرېدى شي ،هغه شكل هم نيوى شي اوداهم اوكه انسان هېڅ نارسيسيزم ونه لري داپه حقيقت كې په رواني لحاظ پخپله يوعېب دى خوكه دا نارسيسيزم له معقول حده تېرشي لكه دهټلر نارسيسيزم شو،د سټالېن شو، د نوروظالمانو، ډېرنور خلك دي چې هغومره زورنه لري خوډېرسخت نارسيسست دي، په هر حاال د دوى نارسيسزم بد دى. نارسيسيزم په خپله نه ګټه رسوي نه تاوان. خبره داده چې وګړى خپل نارسيسيزم كومې خواته هدايت كوي، كه ځان داسې غواړي چې خدمت وكړي اوله دې لارې ځان لوى كړي نو دا خو يې ټولنې ته ګټه ورسوله اوكه ځان داسې لويوي چې نورترپښولاندې كړې نو دا يې ټولنې ته زيان ورساوه . نارسيسيز م في نفسه نه ټولنې ته ګټه رسوي نه زيان، داپه هغه انسان پورې تړلې ده چې دى څنګه كار ترې اخلي.فراېډوايي چې ديوه نارمل انسان نارسيسيزم تقريبادټولنې په ګټه دى
ديدار:مننه استاده چې دومره ډېروخت دې ځان ستړى كړاوراسره كېناستې
غضنفر:خدای دې تل راوله .