کور / سياسي / د واک ايډيالوژي او د پنجشېر چورکراسي

د واک ايډيالوژي او د پنجشېر چورکراسي

عبدالله د چورسالارۍ په نوې جامه کې

د سياست او شخصيت بحث د سياسي علومو يو ځانګړى بحث دئ .

هغه څه چې له دغه بحث څخه لاسته راځې دا دي چې د سياستوال شخصيت پر سياسي بهير د ځانګړي اغېز ښندونکى دى او د يو سياستوال د شخصيت ثبات، صلابت او پايداري سياسي بهير د لوړتابه او اعتلا په لور وړي او د يو شخصيت ابتذال د سياست د ابتذال لامل وي.

سياسي شخصيتونه دوه ډوله دي.

يو هغه شخصيتونه دي چې له مخکې نه په کلک رواني او ټولنيز دسپلين سره روزل شوي وي او د سياست چلولو او بډايه کولو له پاره پراخه ظرفيت لري او سياست يې په ولکه کې وي.

يا په بله وينا شخصيت د سياست ټاکونکى وي.

دويم هغه منفي او مبتذله شخصيتونه دي چې پخواني رواني او ټولنيزاساسات يې پر ابتذال بنا وي، له فرصت نه په استفادې سره واک ته رسېدلي وي او بيا سياست او واک د خپل شهرت له پاره کاروي، چې دا راز شخصيتونه نه يوازې دا چې له سياست سره څه مرسته نه شي کولى ، بلکې د ځان د شهرت له پاره له سياست او واک څخه مرسته غواړي.

يا په بله وينا دا راز شخصيتونه سياست رامنځته کړي او او د سياست په ولکه کې وي.

لکه څنګه چې وايي ((ترکاڼي د بيزو کار نه دى)) نو سياست هم د عادي کسانو، غلو، لوټمارانو، جګړه مارانو، زورسالارانو او د کمزورو، مبتذلو او منفي شخصيتونو کار نه وي.

د ابتذال تر ټولو غټه بېلګه دا ده چې سياست د شخصيت ټاکونکى شي او واک د يو چا شخصيت جوړ کړي.

دا راز کسان، واک روزلي کسان وي، په سر کې يې فکر او انديشه د واک وي او پر روحيه يې د واک ايډيالوژي برلاسې وي.

دا راز خلک د هوډ، ارادې، ايمان، فکر، انديشې، عقيدې او د هر راز روحي-رواني فعاليت ازادي او خپلواکي د واک پر وړاندې بايلي، يوازې د واک په اړه فکر کوي، ولس، هيواد، پرمختګ، فرهنګ، دين او نورو ټولنيزو ارزښتونو او ملي ګټو ته درناوى نه لري او اصلاً ايمان پرې هم نه لري.

د سياسي شخصيت په اړه په تاريخ کې دوه ډېرې روښانه بېلګې لرو چې له دغو بېلګو څخه يو د فرانسې د اتلسمې پېړۍ امپراطور ناپېليون دى او بل د ايټاليا سياستپوه ماکياولي دي.

که د ماکياولي د وخت تاريخ ته کتنه وکړو، نو ليدل کيږي چې د ماکياولي د وخت تاريخ زياتره له ماتو او ناکاميو څخه ډک و. هغه وخت اروپا د پراختيا غوښتنو سياستونو د پلي کولو او د واک ساتنې پر سر په جګړه کې وه.

ماکياولي چې هم هغه مهال د ايټاليا په سياست کې يې برلاس درلود هڅه کوله چې د خپل هيواد ناکامۍ چې په هره طريقه وي جبيره کړي. په همدې موخه يې د ((پاچا يا واکمن)) په نوم د سياست يو کتاب وليکه چې د کتاب ټول شربت او جوهر دا وه چې پاچا يا واکمن بايد يوازې د واک ساتلو او واک ته د رسېدو له پاره فکر وکړي او په دې لار کې د هيڅ ډول ټولنيز ارزښت پام ونه ساتي.

وروستيو سياستوالو د ماکياولي له انده سياست ته دا تعريف وضع کړ: ((سياست له هرې وسيلې څخه په ګټه واک ته د رسېدو هنر او علم دى.))

په سياست کې لومړنى کس ماکياولي و چې د اخلاقي او فرهنګي چلن په توګه يې، ملي او ولسي ارزښتونو ته درناوى او پاملرنه په سياست کې له سترګو وغورځول او يا په بله وينا اخلاق يې له سياسته وکښل او د بې اخلاقه سياست بنسټ يې کېښود.

د ماکياولي دغه نظر په حقيقت کې د غبرګونيزو ټکرونو او جګړو په لړ کې رامنځته شوى او خپله يو غبرګونيز عمل و. ځکه چې د ماکياولي دښمنانو هم د ده په وړاندې په جګړه کې د هيڅ ډول اخلاقو پابندي نه کوله او يوازې په بري يې ټينګار درلود او دى يې هم مجبور کړ چې له خپلو دښمنانو سره ورته چلن وکړي. همدا وو چې دى د خپلو انډيوالانو تر نيوکې لاندې راغى چې سياسي فرهنګ او اخلاق تر پښو لاندې کوي، نو د ده ځواب نيوکه کوونکو ته دا وه چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي، په جګړه کې تر ټولو لومړى حقيقت او اخلاق زيانمنېږي، بايد حقيقت او اخلاق له پامه وغورځول شي او يوازې په بري فکر وشي.

خو دغه کار له ماکياولي سره مرسته ونه کړه، په پاى کې د ده بې اخلاقه سياست ولس له ده څخه متنفر کړ او ده د خپلو دښمنانو په وړاندې ماتې وخوړه. د ماکياولي د سياست تاريخ او مقاومت خپل تر شا ايټاليې او ايټالوي ولس ته ډېرې ربړې، ناخوالې، زيانونه او ناورينونه پرېښودل چې بيا تر زياتې مودې دغه ولس يې په جبيره کولو لګيا و.

اوس ماکياوليزم د سياست ابتذال او فساد بلل کيږي او ويل کيږي چې دا زياتره د هغو کسانو کار وي چې شخصيت يې د ابتذال په رنځ اخته وي او شخصيت يې د جګړو له فساده سرچينه اخيستې وي.

بله بېلګه يې د فرانسې د 19 مې پېړۍ امپراطور ناپېليون بناپارت دى، چې خپل تر شا يې له عبرته ډک تاريخ پرېښى دى.

کيداى شي د ناپېليون په اړه درنو لوستونکو هم ډېرې کيسې، ټوکې او داستانونه لوستلي وي، خو زه به د هغه يوه خبره دلته د مسئلې د مصداق له پاره راوړم، خو مخکې د هغه له تاريخ څخه يادونه کوم.

نوموړى يو تکړه پوځي افسر و چې د خپلو هم کتارانو تر منځ يې د يو ښه مدير، مدبر، د کلکې ارادې او پياوړي او باثباته شخصيت درلودونکي جنرال په توګه شهرت موندلى و. ده د خپلې پوځي دندې پر مهال زياتې برياوې درلودې، خو کله چې د فرانسې واک پر سر شخړې او مخالفتونه رامنځته شول، نو ده هڅه وکړه چې په دغه مخالفتونو کې ښکېل نه شي، خو حالات کرار-کرار د فساد په لور ولاړل او دى يې مجبور کړ چې د فساد پر وړاندې راپورته شي.

لکه څنګه چې دى وروسته په جګړه کې ورګډ شوى و، نو مخالفين يې له ده ډېر غښتلي وو، خو دا چې ماکياولستان وو، د فرهنګ او اخلاقو پر وړاندې چې بنسټ يې حق او حقيقت دى ماتې وخوړه او دى وروسته له پرله پسې جګړو، ماتو، برياو او مبارزو واک ته ورسېده او يوه لويه امپراطوري يې رامنځته کړه چې د اروپا له نيم نه زياتې ځمکې يې په بر کې نيولې، نو همدا وو چې دى وايي: ((دومره ماتې مې وخوړې چې د بري چل مې ترې زده کړ.))

دغه خبره هم د ده د لوړې ارادې او نه ماتېدونکي شخصيت څرګندويي کوي.

بل ځاى وايي: ((برى د جګړې ټولې ناخوالې له منځه وړي.))

دى دلته د جګړې له امله د حقيقت تحريف ته ګوته نيسي او وايي چې جګړه ماران يوازې په بري فکر کوي، د رښتينولۍ تر پښو لاندې کېدل او کومې ترخې، بخولي او ناخوالې چې په جګړه کې رامنځته کيږي پړه يې په بري سره له منځه ځي او يا مسووليت يې له بريالي لور څخه منتفي کيږي او پر ناکام لوري اچول کيږي.

په يو بل ځاى کې وايي، هيڅ وخت هم د ډېرې سختې جګړې پر مهال دومره اندېښمن نه يم، لکه څومره چې د خبريالانو پر وړاندې د دوى د پوښتنو ځوابولو پر مهال يم.

دلته نوموړى د دندې، ولس او ټولنيزو ارزښتونو پرو ړاندې د خپلې ژمنتيا او مسووليت څرګندويي کوي او د خپل وجدان انځور وړاندې کوي.

له دې څخه په ډاګه ښکاري چې مسووليت او ژمنتيا د ده پر وجدان څومره اغېز پرېستلى دى.

داسې شخصيتونه لومړى جوړ شوي وي او بيا د سياست په ډګر کې کار ځنې اخيستل کيږي، چې داسې شخصيتونه د اخلاقو، فرهنګ، عقيدو، د ملي او ولسي ارزښتونو، ژمنتيا او مسووليت پالونکي او د سالم وجدان تر اغېز لاندې وي، خو ځينې نور شخصيتونه بيا داسې وي چې د سياست او يا جګړو په لړ کې جوړېږي چې سخت مبتذله، مکار، بې عقيدې، بې ګروهې، فاسده او ماتېدونکي شخصيتونه وي چې د هيڅ ډول ارزښتونو درناوى نه لري او د هيچا او هيڅ شي پر وړاندې د ژمنې او مسووليت احساس نه کوي او د سالم وجدان تر اغېز لاندې نه وي.

دا راز خلک ډېر فرصت طلبه او ډير ژر د خپل اړخ او جامې بدلونکي وي.

مخکې له دې چې خپله خبره وکړم، د دې يادونه اړينه ګڼم چې په هر ځاى کې ښه خلک او خراب خلک شته، خو ځينې اشخاص بيا داسې وي چې د خپل ځاى او ټاټوبي د شرمسارۍ لامل ګرځي او وروسته بيا هغه سيمه پرې په بد نوم ياديږي.

د پنجشېر له چورکراسۍ څخه موخه د پنجشېر د هغو درنو خلکو سپکاوى نه دى چې د تنظيمي جګړو پر مهال يې د لاسونو په تڼاکو خپله ډوډۍ پيدا کوله، بلکې د هغه انارشۍ يادونه ده چې د څو ماکياولستانو له خوا پر مخ بيول کيده او دوى واک ته د ځانونو په رسولو کې ټول سياسي، اخلاقي، ديني، عقيدوي، وجداني، فرهنګي، ملي او ولسي ارزښتونه له پامه غورځولي وو او په کابل ښار کې د ٧٠ زرو کابليانو د وژلو او د کابل ښار د کنډواله کولو لامل وګرځېدل او تر ننه د دوى د مقاومت او انسان وژلو او جنايتونو له لاسه په زرګونو کونډې او يتيمان د کابل په ښار کې په ګدايي او فحشاء بوخت دي.

د خبرې د مصداق له پاره د پژواک خبري اژانس د يو ګزارش متن دلته راوړم. دغه ګزارش چې د اختر ورځې په مناسبت جوړ شوى او د کابل د زوړ ښار له يوه ګدا څخه يې د اختر په اړه پوښتلي وو او هغه په ځواب کې ويلي وو چې موږ ګدايان اختر نه لرو، اختر د هغه چا دى چې کورنۍ او پيسې لري. ده بيا ورپسې اضافه کړې وه چې د ډاکتر نجيب الله د واک پر مهال يې ګدايي نه کوله، هغه وخت ده هم خوږه کورنۍ درلوده چې د ده دوه اولادونه او ښځه يې وو. ده په يوه دولتي دفتر کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ نفقه يې پيدا کوله، خو يوه شپه د مقاومتيانو يو توغوندى يې پر کور راپرېووت، د سترګو په رپ کې يې دوه اولادونه، ښځه او روحي او عقلي سلامتيا ځنې واخيستل او دى يې بې کوره، بيهوشه او ګدايي ته اړويسته. اوس دى او د ده په څېر زرګونه خلک د واک د مقاومتيانو د مقاومت له امله بې کوره، بې اوره او په کوڅو کې آواره دي، خو د دوى قاتلين پنچر جنرالان، موټر جنرالان او سقاوجنرالان د لوړپوړو ودانيو، بانکونو، ترانسپورتونو، ګېسټ هاوزونو، شرکتونو، ځمکو، باغونو او د نورو ساتېريو خاوندان دي.

د دغه مقاومت واکمني پر ژبني او سيمه ييز توپير، د دولتي او شخصي شتمنيو پر چور او تالان، د مسلمانانو او بې ګناه خلکو پر وژنو، ناامنۍ، وېره، وحشت، ترور، ډله ييزو وژنو، جنګي جنايتونو او د مسلمان پر وړاندې د مسلمان پر جګړو ولاړه وه. لنډه دا چې د فتنو او فساد پرې ختمه وه، نو دا چې په سياست کې ورته بل نوم نشته او د نړۍ په تاريخ کې له دې مخکې يې هم کوم سارى تېر شوى نه وو، نو همدا دى چې نوموړى نظام د افغان ولس تر منځ د پنجشېر په چورکراسۍ او د نړيوالو تر منځ په جنګسالارۍ مشهور دى.

د چور کراسۍ قوماندانانو او اتلانو به خلک له ژبې، هيواد، اسلام او ملي نواميسو نه د دفاع په نوم جنګول او په دې نوم چې د پاکستانيانو او پاکستان د دسيسو پر وړاندې مقاومت کوي، نو نه به يې په خپل ژبي هزاره او ازبک صرفه کوله او نه به يې پر خپل مذهبه او هم دينه پښتون ايله کوله.

خپله تاجکان يې هم په دريو ډلو وېشلي وو، پنجشېريان چې د اصلي تذکرې لرونکي بلل کيدل چې عادي عسکر يې کولى شول پر بل تاجک جنرال امر وچلوي.

دويم هغه ډول تاجکان وو چې د دوى تر قوماندې لاندې جنګېدل او د بدلې تذکرې لرونکي تاجکان بلل کيدل، لکه د کوهدامن، خوست و فرنګ، بدخشان، مزار، بغلان، تخار، بدخشان او هرات تاجکان.

دريمه ډله عادي تاجکان وو چې موقف يې د دوى سره د ولاړو پښتنو، هزاره ګانو، ازبکو، پشه يانو او نورو څخه لږ څه پورته محاسبه کېده.

 

د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له پاره که څه هم جګړه په بېلابېلو سرليکونو سره عنوانېده، خو موخه يې پيسې او واک ترلاسه کول وو چې روسيې به ورته په کانتينرونو کې پيسې په پنجشېر او جبل السراج کې له الوتکو ښکته کولې او ايران، پاکستان، امريکا، فرانسې، بريتانيا، هند، اسراييلو او نورو به په بکسونو کې راوړلې.

دغه جنګونو کې له دوه لکه زيات خلک ووژل شول چې اوس يې هم دسته جمعي قبرونه دلته او هلته موندل کيږي.

دوى به خلکو ته خپله د واک ناروا او ماکياولستي جګړه جهاد او مقاومت بلله او مړو ته به يې شهيدان ويل، په داسې حال کې چې حديث شريف دى: ((که دوه مسلمانان د يو بل پر وړاندې وسله پورته کړي، قاتل او مقتول دواړه دوزخيان دي، قاتل د قتل له امله او مقتول د نيت له امله، ځکه که مقتول برلاسه شوى واى، نو هغه بل يې قتلوه.))

د قرانکريم د ارشاداتو له مخې هغه څوک چې احکام نه عملي کوي فاسق بلل کيږي او هغه څوک چې د مسلمانانو تر منځ نفاق اچوي، منافق دى او هغه څوک چې عمداً مسلمان وژني ابدي او لعنت شوى دوزخي دى.

ابدي دوزخ په قرانکريم کې د کافر او د مسلمانانو عمدي قتلونکي له پاره راغلى چې په تعريض سره د جزا يو رنګوالى د جرم په يورنګوالي دلالت کوي او د مسلمانانو د عمدي قاتلانو د جرم او سزا يو رنګوالى له کافرانو سره يو څه راغلى دى.

د نورو قراني او نبوي ارشاداتو پر بنا له کافرانو سره د مسلمانانو پر وړاندې د لاس په يو کولو او په يوه سنګر کې د وژل کېدو په صورت کې به د دوى بعثت هم يو ځاى او يو رنګه وي.

يا په بله وينا د يوه مسلمان له يهودي او نصراني سره په يوه سنګر کې وژل کېدل په بعثت کې هم هغه کس د يهودي او نصراني امت په توګه ژوندى کيږي او محاسبه ورسره کيږي. يا په لنډه وينا د يوه مسلمان له خوا د يهوديانو او نصرانيانو ملاتړ هغه مسلمان له اسلام څخه بې برخې کوي، يهودي او نصراني کوي يې او د پوښتنې او محشر په ورځ به هم د يوه يهودي او نصراني په څېر چلن ورسره کيږي.

پر افغانستان د توجيه شوي نړيوال بريد پر مهال ټول افغان ولس له يهودو او نصرانيانو څخه د شمال ټلوالې د ملاتړ شاهد و او هم د دوى د هغو څرګندونو شاهد و چې پر افغانانو يې د غټو غټو بمونو غورځولو غوښتنه کوله. د دوى د دغو غوښتنو پر بنا ٢٢ زره مسلمانان او بې ګناه افغانان شهيدان شول او لاهم شهيدانېږي، چې يوه کوچنۍ بېلګه يې د ليلې د دښتې د ټولوژنو ده چې د شمال ټلوالې او د دوى د بهرنيو ملاتړو له خوا د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جنايت په توګه ترسره شوه او په لړ کې يې په افغانستان کې يو اسلامي نظام نسکور او پر ځاى يې يو ځل بيا ملي جنايتکارانو او ملي خاينانو پر واک تکيه ووهله چې د دوى د فساد، بېعدالتۍ او چور له کبله ده چې ملي تصدۍ، فابريکې او نورې ملي-دولتي شتمنۍ چور او يا خصوصي کولو تر نامه لاندې شخصي شوې او افغان ولس د بېوزلۍ او قحطۍ له امله د اولادونو پلورلو ته مخه کړې او دوى چې له يهودو او نصرانيانو نه هم په حرص کې څو درجې پورته دي، نو د دومره شتمنيو په پيدا کولو هم ماړه نه شول او اوس هم لکه د ګور چنجيان د يو بل په خوړلو او د واک په ترلاسه کولو ټينګار لري.

لکه څنګه چې الله ج د بقرې په سوره کې وعده کړې، هر هغه څوک چې له مسلمانانو سره جفا او خيانت کوي، هغه به په دې دنيا رسوا کوي او په اخرت کې به يې هم سخت عذاب ته استوي.

اوس افغان ولس ته ټولې هغه څېرې رسوا شوي چې يهودو او نصرانيانو ورته د جهاد او مقاومت په نوم پګړۍ پر سر تړلې وې او په دې نوم يې له هغوى د ډالرو کاپيانې تر ګوتو کولې.

هغوى چې د يهوديت او نصرانيت د خپلولو په بدل کې د پاچايي خيالونه په سر کې ګرځول، ټول ملت د تلويزيون له لارې وليدل، په داسې حال کې چې اوښکې يې له بڼو څڅېدې او له سترګو يې دارې وهلې پاچايي ترې لاړه او د بادارانو له خوا يې بل نوکر ته وسپارل شوه.

لکه څنګه چې دا يوه طبعيي او فطري ځانګړنه ده چې د ظالم خوى له دوست او دښمن څخه يو شانته غچ اخلي.

همدا دي چې اوس دغه واک پلوه مقاومتيان له خپلو دوستانو او ګډې ويالې له اوبو چښونکو سره د واک پر سر سره په شخړه کې دي، په ټاکنو کې د درغلۍ چغې وهي، يو پر بل يې د فساد، جنايتونو او خيانتونو شاهدي وايي او له خپلو نړيوالو دوستانو سره هم د بې باورۍ په بحران کې شپې ورځې سبا کوي.

دغه مقاومتيانو او د واک ښامارانو د ټاکنو پر مهال د خپل عادت له مخې يو ځل بيا په کور کې يې ساتلې وسلې را پورته کړې او په خپلو سيمو کې يې اړو دوړ ته مخه کړې، تر څو د فشار وسيلې په توګه د نړيوالې ټولنې، افغان دولت او د واک مخالفينو پر وړاندې کار ځنې واخلي.

خو الله په دې ښه قادر دى چې خپل حاکميت د چا او له څرنګه خلکو سره ټينګوي.

د برهان الدين رباني، سياف، دوستم، خليلي، فهيم او لسګونه نورو يهودي او نصراني ملاتړ کوونکو نه يو هم ډاکتر عبدالله دى چې پر هيواد د يهودي او نصراني راج پوره ملاتړ کونکى او د دغه راج نازولى شهزاده بلل کيږي، چې اوس يې د خپل استاد لوى غل مسعود پکول او چهار خانه دستمال هم غورځولى او د نوي بادار غربيانو جامه يعنې نېکټايي او لوکسه درېشي يې خپله کړې.

دغه لوى مکار او دروغګوى چې د ټلوالې د وياندويي پر مهال هر افغان به د لوى دروغجن په نوم پېژانده، په دروغو سره ځان د ملي يووالي سمبول او د هر موکل وکيل په نوم ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړ.

له ټاکنو مخکې يې ګواښ او بې وخته اذان وکړ چې دى د ټاکنو ګټونکى دى او که په ټاکنو کې دى بريالى اعلان نه شي، نو لنډغران به يې د تېر په څېر د کابل او نورو ښارونو کوڅو ته راووځي او نور خو هر څوک پوهيږي چې پخوا د دوى کار او تجربه څه وه او څه به کوي؟

يو ځل بيا د دوى د ملي خيانت او ملي جنايت دا ګواښ افغان ولس او نړيواله ټولنه پريشانه کړه او دى يې وپوهاوه که دى داسې وکړي، نو دوى به د خپلو نړيوالو بادارانو د خونديتوب له سيوري بې برخې شي او د دوى نړيوال باداران به يې د مړو سترۍ په کې وباسي، نو همدا وو چې له خپل دغه ايمان او هوډ څخه لاس په سر شول او په بدل کې يې د ډموکراسۍ له صله رحمۍ نه په ناوړې استفادې سره، خپلو ډنډورو ته زور ورکړ او په دې توګه د کريملين او واشنګټن د شهزادګانو تر منځ مخالفتونو او تبليغاتو زور واخيست او رنګارنګې لوبې يې پيل کړې.

څومره چې د دوى په وس کې وو، يو په بل يې د سرغړونو او درغليو تورونه ولګول او په سلګونو د خپلواکو کورنيو او بهرنيو بنسټونو او اشخاصو پوزې د لاسوهنو او ملاتړ په تور، ورتورې کړې.

په دا منځ کې د کرايي شاهدانو غونډې هم جوړېدې او ناروا شاهدۍ به يې ورکولې.

يوه بېلګه يې هم د اروپا ټولنې د يو جنرال شاهدي وه چې د اروپايي څارونکو په راس کې و او ويې ويل چې له پنځو مليونو کارول شويو رايو څخه يونيم مليون يې جعلي رايې دي چې له يو مليون څخه زيات کرزي ته، نوي زره يې ډاکتر عبدالله ته او څه نوره اندازه هم رمضان بشردوست ته اچول شوي دي.

له رمضان بشر دوست پرته نورو ټولو غوږونو ته ونه کتل او پيشو پسې يې منډې کړې او هيچا له دغه ښاغلي څخه دا پوښتنه ونه کړه چې دا شمېرې يې څنګه معلوم کړي، په دې اړه کوم اسناد هم لري او که له خپلې ګېډې څخه غږېږي؟

زه د کوم کانديد د مدافع وکيل نه يم او دا هم نه وايم چې په ټاکنو کې درغلۍ نه دي شوي.

ما له ټاکنو دوه مياشتې مخکې په يوه مقاله کې چې د سايټونو له خوا نشر شوه دغه ټاکنې نمايشې او سمبوليکې بللې وې او دا مې خپل غيرتي ولس ته په ګوته کړې وه چې د افغانستان ولسمشر په واشنګټن کې تېره اونۍ وټاکل شو او هغه چې څوک و هغه مې هم معرفي کړى و او هم مې ويلي وو چې په افغانستان کې دا ممکنه نه ده چې په ټاکنو کې د ١٧ مليونو نيمايي وګړي چې د ټاکنو کارتونه ورته وېشل شوي ګډون وکړي، نو په دې اساس ټاکنې د نصاب له پلوه خپل د مشروعيت شمېره نه شي پوره کولى، او همداراز ويلي مې وو چې کرزي په افغان ولس او په تېره پښتنو کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړى نو واک ته رسېدل يې د رايو پر بنسټ نه بلکې ددرغليو له لارې اټکليږي. خو دا چې اوس ډاکتر عبدالله ولې دومره خيزونه وهي او ايا دا هڅې يې في سبيل الله دي که نه؟ نو وايم چې د دويم پړاو ټاکنې به هم وشي او په دويم پړاو ټاکنو کې د قراينو له مخې کرزى په اسانۍ سره له درغليو پرته له اويا فيصدو څخه زياتې رايې ترلاسه کولى شي، خو دا ډاډ هيڅوک نه شي ورکولى چې لکه د لومړي ځل د ټاکنو په څېر د ډاکتر عبدالله او د هغه د بدنامې ټلوالې او جاسوسانو خولې به بندې شي او بيا به د درغليو او د ټاکنو د نه مشروعيت چغې نه وهي.

د تېرو تجربو له مخې دغه ټلواله او د دوى چاکران له ميم زر ما ټوله زما پرته په بل شي نه قانع کيږي او که مصلحت د دوى قناعت وي، نو ټاکنو ته بيا اړتيا نشته، کرزى دې د ارګ کليانې او واک په دواړو لاسونو دوى ته حواله کړي چې د دوى قناعت پرې حاصل شي، که نه خو په تاريخ کې دوى پر کوم حقيقت، پرته له خپلې ګټې او واک قناعت کړى.

او يا دوى د خپلو شخصي ګټو له پاره کوم ناوړه کار ته لاس نه دى اچولى چې اوس دې د ښو کارونو تمه ترې وشي او يا په کومو نارواو يې ايله کړې چې اوس له دوى څخه هيواد ته د وفادارۍ او رواو غوښتنه ترې وشي.

ايا له ولسمشرۍ او نورو سرچينو څخه راپور ور نکړ شو چې عبدالله له پاکستان، ايران، جرمني، روسيې او امريکې څخه د کمپاين له پاره زياتې پيسې ترلاسه کړي.

دوى له هيواد او ولس سره د دښمنۍ په بدل کې ايا له شورويانو، روسانو، فرانسويانو، انگليسانو، امريکايانو، ايرانيانو، پاکستانيانو او نورو څخه پيسې او وسلې نه ترلاسه کولې؟

دوى دغه پيسې تر ننه د ملي نفاق او افغانستان د تجزيې له پاره نه کاروي؟

ايا عبدالله د کمپاين پر مهال يو شمېر هزاره، ازبکو، تاجکو، ترکمنو، پشه يانو او نورو توکم پاله او فرصت طلبه ليکوالانو او رسنيو ته د توکميزو تبليغاتو په موخه پيسې نه ورکولې چې وکولى شي د پښتنو کانديدانو پر وړاندې په نورو قومونو کې لېوالتيا کمه کړي او د هغوى رايې خپلې کړي.

خو په خواشينۍ سره علت ځي او عادت نه ځي، په غل د جيب باور د جيب وهلو په معنى وي، عبدالله هم له نوموړو رسنيو سره همداسې وکړل او اوس عبدالله په نوموړو رسنيو خپلې پيسې بندې کړي او د نوموړو رسنوالو معاشونه او د مطبعو د چاپ پيسې يې له دوو مياشتو راهيسې نه دي ورکړي، چې د دغو جيب وهونکو دغه عمل د طلوع تلويزيون د يوه مشهور پروګرام د چلونکو له غوسې او غبرګونه سره مخ شو او پر ده يې په خپله خپرونه کې سخت ګوزارونه وکړل.

اوس هم له عبدالله سره د چورکراسۍ جنګسالاره ورځپاڼه ((ماندگار))، ٨ صبح، نخست او د کابل، مجاهد، پيام مجاهد په سلګونه نورې اونيزې پاتې دي چې د جنګسالارانو له خوا په بهرنيو پيسو چلېږي او په تلويزيونونو کې هم نور، نورين او يو شمېر نور نورانيان چې هيڅکله د خپلو بادارانو تور مخونه به سپين نه کړاى شي پاتې دي او په پلوۍ يې ناروا خپرونې کوي.

پښتانه د رسنيو په ډګر کې هم بدبخته دي، د ولس په چوپړ کې هيڅ يوه رسنۍ نه لري او که کومه ماته ګوډه هم شته پر هغو هم د دونرانو سيورى يې پياوړى دى او د واکمنو په چوپړ کې دي.

په هيواد کې د روانو حالاتو په اړه په قومي سنګرونو او په پلويتوب هم يو څه رڼا اچول په کار دي.

له بده مرغه بايد وويل شي لکه څنګه چې په هيواد کې سياسي، ديني او ټولنيز شاخصونه د يو شمېر کسانو له خوا په شخصي ډول په کار وړل کيږي او تل معاملې ته وړاندې کيږي او اوس هم ځينې کسان او چارواکي پرته له دې چې د قوم له خوا ورته دنده سپارل شوي وي، قومي شاخصونه د خپلو سياسي او واکيزو ګټو له پاره کاروي.

د حامد کرزي ډله تر ډېره په دې هڅه کې ده چې د پښتنو شاخص د واک له پاره وکاروي، خو دا په داسې حال کې ده چې پښتانه د دغه ډلې په واکمنۍ کې تر بل هر وخت زيات د بهرنيو پوځونو تر ګوزارونو او ربړو لاندې راغلي او لاره يې په غوڅه له دغې ډلې سره بېله کړې.

پښتانه په ټوله کې په هيواد کې د ټولنيز عدالت او برابروالي غوښتونکي دي او د دې پلوي نه دي چې افغان ملت دې په ډلو او ټپلو ووېشل شي او له دغه کار څخه دې يو شمېر فرصت طلبه کسان ګټه پورته کړي.

پښتانه په هيواد کې په ملي يووالي او ټولنيز عدالت کلکه ګروهه لري او د حکومت له پاره هر هيوادپال او پرهېزګاره شخص خپل کانديد ګڼي، خو په خواشينۍ سره په هيواد کې د واکمنې بې باورۍ له امله نه شي کولى خپلو غوښتنو ته د عمل جامه واغوندي او د دې بې باورۍ له امله د بهرنيو يو شمېر جاسوسان او ملي خاينان پرې تپل کيږي او د دوى له شاخصه ګټه پورته کوي.

خو په ټوله کې د بهرنۍ لاسوهنې له امله يو شمېر د پرديو جاسوسانو لږکيو قومونو ته د پښتنو د واک پر ضد روحيه پيچکاري کړې، په داسې حال کې چې عملاً په خپله په ملي ډګر کې ډېره کلکه بې کفايتي ښيي او د ملي ګټو پر وړاندې د هوډ، ارادې او واک د تمثيل ابتکار يې له لاسه وتى او د بهرنيو هيوادونو په لاس کې دى اوس لکه د نورو د لاس الې په توګه په نااګاه ډول د پښتنو او ملي ګټو پر ضد کارول کيږي.

د دوى له خوا د هيواد مشرتابه له پاره د يو شمېر ملي قاتلانو او جنايتکارانو ملاتړ کيږي چې په اصل کې د ايران، روسيې، پاکستان، امريکې، انگليس، جرمني او نورو له خوا جوړ شوي کاذب شخصيتونه او د پرديو منظم جاسوسان دي چې د افغانستان د کمزوري کولو او وېشلو له پاره ورته د بادارانو له خوا يې دنده سپارل شوې.

په دې اړه د پښتنو توپير له نورو قومونو سره په دې کې دى چې د ملي ګټو او ملي يووالي پر وړاندې له ځانه دومره ستره بې کفايتي نه ښيي.

د بېلګې په ډول د ولسمشرۍ له پاره لږکيو د يو جنګسالار او ملي قاتل ملاتړ وکړ چې دا په دغه قومونو کې قحط رجال ته يو ورته عمل دى، خو پښتنو برعکس له جنګي جنايتکارانو څخه خپل ملاتړ ته پاى ورکړى دى او په دې برخه کې د قحط رجال تمثيل نه کوي.

په بله وينا، لږکي په داسې ځاى کې دي چې له قومي مخامخوالي څخه امتيازونه ترلاسه کوي او پښتانه د ملي يووالي د ساتلو په موخه د قومي مخامخوالي غرامات ورکوي.

دا په سياست او ټولنه کې د هغې ټولنېد وګړو او په تېره د ډېرکيو له پاره تر ټولو لويه بدمرغي ده.

اوس نو د قومي مخامخوالي د اتلانو او ملي جنايتکارانو موخه له شک پرته روښانه ده. د دوى کار به د خپلو پخوانيو اجنډاو بشپړول وي، يانې د چورکراسي يوه نوې فورموله، يانې د ټولنيز عدالت له منځه وړل او د يو شمېر بربرو له خوا په زور او اختناق سره پر ولس حکومت کول.

کټ مټ لکه د پنجشېر لومړۍ چورکراسي، خو په بدله او نوې جامه کې.

د پکول او برګ دستمال په يونيفورم نه بلکې په يو عصري امريکايي-روسي- ايرانى-پاکستاني جامه او انداز کې چې حکومت به يې د بهرنيو جاسوسانو مافيايي ايتلاف وي.

دغه ايتلاف د هيواد د يووالي او ملي ګټو له پاره پوره پوره زيان رسونکى دى او په ستراتيژيک عمق کې به هم د پرديو په ستراتيژيو کې يو موازي حرکت ته ورته وي او په حقيقت کې به د کرزي-پنجشېر د مافيايي ايتلاف يو بل ډول وي چې هلته به د پښتنو واکمنو ځاى د هزاره، ازبکو، پشه يانو او ترکمنو واکمنو نيولى وي، خو دا ايتلاف به له نوموړي ايتلاف(کرزي_پنجشېر) مافيا څخه په مراتب ډېر زيان رسونکى وي.

لنډه دا چې د افغانستان د ستونزې د هواري له پاره ټاکنې او يا هم د دويم پړاو ټاکنې درمل نه دي، په کار ده چې په افغانستان کې لومړى جګړه ودرول شي، د دولت د مخالفينو د استازو په شمول لويه جرګه راوغوښتل شي، د راتلونکي حکومت په اړه ډيالوګ پيل او له يوه لنډمهالي حکومت وروسته د ټاکنو له لارې حکومت رامنځته شي.

بهرنيان بايد په افغانستان کې د خپلو جاسوسانو ملاتړ ته پاى ورکړي او د افغانستان د خلکو ملاتړ دې وکړي، چې افغان ولس وکولى شي بري ته ورسېږي او په سيمه کې يو کاميابه دولت جوړولو ته لار پرانيستل شي.