ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2009


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره د كاناډا د پارلمان دا پريكړه راخستې، چې په افغانستان كې ددوى پوځي ماموريت به دوام وكړي.

ورځپاڼې وړاندې د كاناډا د صدراعظم د يو وياند په حواله ليكلي،چې د كاناډا حكومت پريكړه كړې، چې په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې په افغانستان كې د كاناډايي ځواكونو د ماموريت د پاې ته دسيدو وروسته هم په افغانستان كې خپل يو شمير سرتېري وساتي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان روان امنيتي حالات څيړلې او د شتو ستونزو د حل لپاره د پراخو هڅو غوښتنه كړې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په پاكستان كې له افغان كډوالو سره ددغه هيواد د پوليسو چلند ته كتنه كړې او ليكلي، چې د پيښور پوليس افغان كډوال زوروي.

ورځپاڼې يو انځور هم خپور كړې، چې پكې يو افغان كډوال پداسې حال كې ښودل كيږي، چې د پوليسو لخوا نيول شوې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د انتخاباتو د وروستيو نتجايو د ژر اعلانولو غوښتنه كړې او ليكلي، چې د نتايجو په اعلان كې ځنډ د خلكو د ژوندانه ټول اړخونه اغيزمن كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې په اړه د ولسمشر كرزي پرونۍ څرګندونې راخستي او ليكلي، چې كا ايده د افغانستان په باب ښه نيت لري، خو له افغانستان څخه بهريو شمير كړۍ په انتخاباتو كې لاس وهنه كوي.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې د كاايده د وروستيو څرګندونو په استناد ليكلي، چې د ده پخواني مرستيال ګالبريټ، چې د تيلو نړيوال غل دې په انتخاباتو كې د درغليو هڅه كوله.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په سر كې ليكلي، چې د انتخاباتې شكايتونو كمسيون او امريكايانو ترمنځ پټې ناستې كيږي.

ورځپاڼې ددې مطلب په دوام كې ليكلي، چې د انتخاباتې شكايتونو بهرني غړي له مشكوكو امريكايي كسانو سره د شپې لخوا په پټو غونډو كې د انتخاباتو په اړه پريكړې كوي او ددغه كمسيون افغاني غړي له ټولو مهمو او پريكړو ناخبره ساتل كيږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغانستان د شمالي سيمو د امنيتي ستونزو په اړه د ولسمشر كرزي پرونيو څرګندونو ته ځانګړې او ليكلي، چې اوس پدې مسالې غور روان دې، چې ايا د شمال او ختيځ نا امنۍ د همدې هيلي كاپټرونو په وسيله د وسلوالو په ليږلو تړاو لري.

د ورځپاڼې په سرمقاله كې د راتلونكې افغان كابينې د وړتياو په څرنګوالي تبصره كړې او پدې ترڅ كې ځينې ځانګړې سپارښتنې كړي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په پاكستان كې وروستۍ ځان وژونكې حملې څيړلي او ليكلي، چې دغو حملو دا ثابته كړه، چې طالبان د بيت اله محسود د ځاې ناستي تر مشرۍ لاندې بيا منظم شويدي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د زياتولو په مسالې تبصره كړې او دا اقدام يى د ځينو دلايلو له مخې ناسم بللې.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې كيدونكې ځان وژونكې حملې انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې ځان وژونكې هڅول كيږي، چې د خلكو په منځ كې چاودنې وكړي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې كا ايده د انتخاباتو په اړه ټول ابهامات روښانه كړل.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو په اعلان كې رامنځ ته شوي ځنډ په هيواد كې د سياسي بې باورى او اقتصادي ستونزو سبب ګرځيدلې.

راه نجات:

دې نادولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د افغانستان له روانو حالاتو سره د اوباما د حكومت چلند څيړلې او ليكلي، چې د اوباما د ادارې په تيرو اتو مياشتو كې په افغانستان كې بدلونونه منفي وو.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو لګښونه څيړلي او ليكلي، چې په افغانستان كې د هر بهرني سرتيري كلنې لګښت له يو نيم لكو پونډو نه اوړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هغه ستونزې رابرسيره كړي، چې په ژمي كې د هيواد د بيلابيلو سيمو خلك ورسره لاس او ګريوان وي.

ورځپاڼې وړاندې دولتي چارواكو ته دا سپارښتنه كړې، چې د غفلت له خوبه دې پورته شي او مخكې له دې، چې خلك يو ځلې بيا په راروان ژمي كې له سختو ستونزو سره مخ شي لاس په كار شي.

Copyright Larawbar 2007-2024