کور / سياسي / ملا عمر د معاصر تاریخ حیرانوونکی پوځي شهکار

ملا عمر د معاصر تاریخ حیرانوونکی پوځي شهکار

نيويارك ټایمز ورځپاڼې داکتوبر دمیاشتې دیولسمې نیټې دشنبې د ورځې په ګڼه کې دطالبانو دمشر ملامحمد عمر مجاهد په هکله یورپوټ ښکلی چې له مخې یې نوموړی په نړۍ کې دپوځي مهارت ترټولوحیرانوونکی شخصیت بللئ.


دنيويارك ټایمزپه وینا ملاعمر په افغانستان باندې له امریکایي تیري اته کاله وروسته هم دامریکایانو لپاره دیوه داسې تكړه مقاومت کوونکي په توګه شتون لري چې په له منځه وړلوکې دسپنې ماڼۍ اداره ،دهغې مشاورین،دیموکرات ګوند اوپه مجموع کې ټول امریکایان پاتې راغلي.


نیویارک ټایمزلیکي :


دامریکې داستخباراتو پخواني مشراودافغانستان په هکله دولس مشر اوباما دلومړنۍ استراتیژي ترتيبونکي Bruce Riedel, هم دطالبانو دمشر تاریخ حیرانوونکی بللی اودهغه په وینا؛ ملا عمر کوم چې په خپل ټول ژوند کې له نامسلمانو وګړوسره نه دې کتلي په خپل همدغه ساده حالت کي وکولای شول په معاصر تاریخ کې دنړۍ په کچه ترټولو یولوي پوځي تحول ایجاد کړي.


دورځپاڼې په خبره ټول امریکایي چارواکي دملاعمر دغه پوځي نبوغ له هیښتیاسره مخ کړي.هغوئ ټول د ا پوښتنې کوي چې ایا ریښتیاهم دبهرنیو ځواکونوپه مقابل کې دطالبانو دنویوحربي تکتیکونو او دهغوئ دتبلیغاتي برياليتوبونولامل دملاعمر پوځي مهارت دی اوکه دپاکستان داستخباراتي کړیو لاندیزنه مرسته.؟!


پیچلې معما:


نیویارک ټایمز وروسته لیکي: ملاعمر دسپنې ماڼۍ سیاسي چارواکو ته اوس هم دیوې پیچلې معما حیثیت لري کوم چې دخپلوپلویانو (طالبانو) په زړونوکې له یوه نادر محبوبیت نه برخمن دی. دورځپاڼې په حواله ملاعمر چې دتیرې زیږدیزې پیړۍ دپنځوسمو اوشپیتمو لسیزوپه منځ کې زیږیدلی اوس ګمان کیږي چې دپاکستان له کویټې ښارسره نیږدي اوياهم دافغانستان په یوه کلې کې چیرته غلی دی ، خوهیڅوک هم ددغو انګیرنو سپیناوی نه شي کولای.


نیویارک ټایمز دخپل مشهور هالنډي لیکوال Alex Strick په حواله کوم چې همدا اوس دطالبانو په اصلي ټاټوبي کندهارکي اوسیږي دملا عمر دورځنیو کړنو اوفعالیتونوپه اړه په هغه رپوټ کې چې دطالبانو دیوه چارواکي په مرسته یې لیکلی داسي وایي :


ملاعمر خپلو پوځي قومندانانوته دلیکونو له لارې دپوځي پروګرامونو دستورونه ورکوي اودغه لیکونه بیا دڅلورو ـ پنځوکسانو له خوا دده او دهمدغو پوځي قومندانانو ترمنځ سره تبادله كيږي .اوپه افغانستان کې دنورو ورځنیو پوځي چاروسمبالښت دهغه دمرستیال ملا عبدالغني (برادر) له خوا ترسره کیږي کوم چې دطالبانو دیوه مخکښ مشر په توګه دبهرنیو ځواکونوپه خلاف جنګیږي.


دشخړو په هواري كې دهغه لاس بري :


د دي نیوز انټرنیشنل The News Internationalپاکستانۍ ورځپاڼې لیکوال رحيم الله يوسف زي د ملاعمردشخصیت په اړه داسی لیکي: هغه سره له دې چې نه ډیرې خبرې کوي اونه هم په پراخه پیمانه دنړیوالوچاروپه هکله معلومات لري خو دهغې پوځي وړتیا له مخې چې له روسي یرغلګروسره دمقابلې په مهال یې داتیایمې لسیزې په وروستیوکې ترلاسه كړې او دهغې په ترڅ کې خپله یوه سترګه هم له لاسه ورکړې نوموړي ته داچانس په لاس ورکړی چې ويې کولای شول په اسانۍ سره په ټول هیوادکې دمتخاصمو ډلوترمنځ اوږدې کورنۍ جګړې اوخپل منځي شخړوته دپای ټکی کیږدي اوپه ټول هیواد خپله واکمني ټینګه کړي.


دیوسفزي په وینا ملاعمر د طالبانو په زړونوکې دومره محبوبیت لري چې هریو یې دهغه دامر په مقابل کې دخپلوسرونو نذرانې ته چمتو والی لري..


دبریالیتوب وروستی برید:


نیویارک ټایمز دخپلې مقالې په وروستۍ برخه کې زیاتوي :


په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لوي قومندان جنرال سټانلي مکرستال وروستۍ ارزونې کومې چې یې په افغانستان کې دخپلو پوځي ناكاميو په اړه څرګندې کړې ؛کټ مټ دملاعمر دهغو وړاندوینو سپیناوی کوي کوم چې په خپل وروستي پیغام کې دبهر نيو ځواکونو دماتې اوناکامۍ په اړه ویلي وه چې طالبان نور دبریالیتوب وروستي برید ته په نیږدي کیدو دي .


امریکایی پوځي ماهرین په دې نظردي چې دبهرنیوځواکونوپه مقابل کې دطالبانودبریالیتوب اصلي لامل دوه شیان دي:


لومړی: دخپل مشترک دښمن په مقابل کې دهغوئ یوموټی توب
دوهم د خپل مشرله اومرنوڅخه بشپړ اطاعت.


http://www.nytimes.com/2009/10/11/world/asia/11mullah.html?_r=3&scp=1&sq=mullah%20omar&st=cse