کور / سياسي / اسراییلي ځوانانو عسکري جلب رد کړ

اسراییلي ځوانانو عسکري جلب رد کړ

منبع : الجزیره شبکه
نېټه : ۲۰۰۹/۱۰/۱۳

څه باندی ۸۰  اسراییلی ځوانانو په اشغالی سیمو کی د خپل هېواد د ظلمونو له امله په اسراییلی پوځ کی خدمت رد کړ . دغو باوجدانو اعتراض کونکو یو لیک خپور کړﺉ او په هغه کی یې څرګنده کړې چی دوی به په غزه او لویدیځه غاړه کی د حکومت د تګلارو پر ضد د اعتراض په توګه د تل ابیب په خبری غونډه کی ګډون و نه کړی . په دغه لیک کی راغلی چی « موږ پر دغه حقیقت سترګي نه سو پټولای چی دا اشغال تو تشدد ، توکمیز تعصب ، غیر انسانی ، غیر دیموکراتیک ، غیر اخلاقی او هغسی له افراطه ډک حالت دی چی دواړو وګړو ته یې اخلاقی خطر پېښ کړی دی . موږ چی د آزادۍ ، عدالت ، احترام او سولی د ارزښتونو پر اساس تعلیم حاصل کړی ، دا کار نه سو منلای . »


دا کاغذ د لیسو د ۸۴ زده کونکو لخوا لاسلیک سوی دی . څلورو لاسلیک کونکو په دوشنبه په یو خبری کنفرانس کی وویل چی موږ پوهیږو چی د دې شمولیت څخه انکار به مو آن تر جېل پوری ورسوی ، خو څرګنده یې کړه چی دوی خپلو او هم د هغی ټولنی ارزښتونو ته د احترام له مخی چی پکښی اوسیږی دا کار کوی .


د بیت المقدس څخه یو ۱۹ کلن ځوان « اوربن ډیویډ » وویل چی « موږ په داسی یو وخت کی زوکیدلي یو چی نیونه په سترګو وینو او زموږ د نسل ډیر کسان هغه د یوې طبیعی پدیدې په توګه وینی . » بن ډیویډ د قانون له مخی مکلف دی چی د نومبر د پیل څخه باید پوځ ته داخل سی . ده داسی وویل : « خو ما پر خپله شاوخوا هغو شیانو ته چی شتون لری وکتل او ځکه نو د اسراییلی ټولنی یو انتقاد کونکی سوم . ما د لویدیځی غاړی څخه کتنه وکړه او هلته د فلسطینیانو سره وږغېدم . دې کار د ډیرو شیانو په باره کی زما فکر واړاوه . »



په بند محکومېدل ـ


کله چی د یوې ښځینه اعتراض کونکې « امیلیا مارکوویچ » څخه وپوښتل سوه چی آیا کوم بل عامه خدمت به یې پر ځای غوره کړی ، نو هغې وویل چی یو ټولنیز کار په پام کی لرم او غواړم چی د اوږدې مودې لپاره داوطلبانه کار وکړم او نه غواړم هغه څه ته ورشامله سم  چی  مجبورأ یې باید  دوه درې کاله وکړم . دې زیاته کړه چی « زه هیله منه یم چی بندی کېدل به می خپلی ټولنی ته د خدمت آرزو مړاوې نه کړی او زه به خپل داوطلبانه کار ته پایښت ورکوم . » 



یو بل اعتراض کونکي متعلم « ایفی برینر » وویل چی زه د خپلو والدینو خواهش نه منم . ده زیاته کړه : « کله چی ما خپلو والدینو ته وویل چی پوځ ته نه ورشاملېږم نو هغوی ډیر بد عکس العمل ښکاره کړ او زه یې د کور څخه په شړلو تهدید کړم . »


خو د دې سره سره ، ده وویل چی د مقاومت او بیان ورکولو څخه آن د خپلی عقیدې له امله په جېل کی تر کښېناستو په پوځ کی درې کاله خدمت آسانه دی . برینر وویل « یو له هغو دلایلو څخه چی ما په پوځ کی شمولیت و نه مانه ، دا و چی زه غواړم فلسطینیان په دې پوه سی چی ټول اسراییلیان د اشغال پلویان نه دي او ځینی کسان شته دي چی غواړی د دې کار د ختمېدو په لار کی قربانۍ ورکړی . فلسطیایانو چی کله زموږ د دې کړنو په هکله واورېدل ، نو مننی یې وکړې او ویې هڅولو . »


برینز وویل چی دغه ګروپ له مخکی څخه لا یو قانونی وکیل ته مراجعه کړې او موږ چمتو یو چی د دې کار لپاره د جوړېدونکي نظامی محکمې سره مخامخ سو .



باید وویل سی چی په تیرو کلونو کی هم څو څو واره د لیسو څخه د فارغېدونکو متعلمینو لخوا دغسی نوم ثبتوني سوي دي چی لومړنۍ یې په ۱۹۷۹ کی ترتیب سوې وه . پای