کور / تازه خبرونه / کابل: د بيا ټاکنو په اړه غونډه په تاوتریخوالی واوښته

کابل: د بيا ټاکنو په اړه غونډه په تاوتریخوالی واوښته

د افغانستان دیوشمیر بیلابیلو قومونو استازو او د سیاسی چارو شنونکو ددوشنبی پر ورځ په کابل کی د یوی خبری غونډی په ترڅ کی په راتلونکو پنځلسو ورځو کی د جمهوری ریاست ټاکنی د امنیتی او د سړی هوا د ستونزو په سبب ناشونی وبللی.
دغونډی ګډونوالو د افغانستان اوسنی ټاکنو ته پر ولاړو دواړو کاندیدانوتور ولګاوه چی پر لوی لاس یی په ټاکنو کی درغلی کړی دی او باید محاکمه شی.
غونډی ته د افغانستان د علما وو دسراسری شورا مشر مولوی عبدالحمید وویل
د افغانستان د اوسنی سیاسی کړکیچ د حل لپاره دودیزه لویه جرګه را وبلل شی او یا د هم په ملګرو ملتونو کی د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاد چی په خټه افغان دی را مخکی او دافغانستان اوسنی ستونزی دی لیری کړی
د غونډی د وینا والو لخوا په ملګرو ملتونو سازمان کی د امریکا د پخوانی استازی زلمی خلیل زاد درابللو په وړاندیږ د غونډی ګډونوالی کلکی نیوکی وکړی او دهغه افغانی هویت یی له پوښتی سره مخ کړ.
د غونډی یوشمیر ګډنوالو د افغانستان په چارو کی د زلمی خلیل زاد شریکول ونه منل او ګواښ یی وکړ که چیری هغه را مخ ته شی نو ددوی په مشری به ولسونه پاڅون ته اړ کړی
دا یوځینی ځل نه دی چې د خلیزاد په اړه افغانان کلک غبرګون ښیي بلکې له دې وړاندې هم په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د خلېزاد په اړه جوړې شوې غونډې په تاوتریخوالی بدلې شوی دی