کور / شعر / څه چل دی

څه چل دی

د رقیب سره چی ګرځی کار دی خپل دی
په رښتیا سره شم پوه چی یار دی بل دی
بس ده مه خانده نور ما ته په سرو شونډو
زه یم پوه چی ستا په زړه کی اوس څه چل دی
ټــول وعــدی دی دروغ وخــتل مـکـــاره
د رقیب په هر یو پل کی اوس دی پل دی
نور ما مه ځوروه زړه می درنه تور شو
د نـــفرت سور اور مـــی تا تــه پـه زړه بل دی
دا مـــی حـــق دی چـــی مــخ واړوم لــه تا نـه
تر اخره نه شوی پوه چی یــار دی (مـــل) دی

جرمنی ۲۰ـ۱۱ـ۲۰۰۹