لکه پخوا

د لراوبر اداره | دسمبر 2nd, 2009


لکه پخوا دومره مي نه يادېږې
ورځه اشنا دومره مي نه يادېږي

ما دي کلونه انتظار کي تېرکړل
ما ډېر غمونه درته وګاللــــــــه
خو تا يوه شېبه ويصال رانه کړ
يوه شېبه دي راونه کتله

وې، بې پروا دومره مي نه يادېږي
ورځه اشنا دومره مي نه يادېږې!
_ _ _ _ _ _ _ _ _

ستا د راتلو لارو څارلو باندي
به خپلي ښکلي سترګي نه سوځوم
په لوڅو پښو د سروغرموو انتظار
کي، نازولي تلي نه سوځوم

له ما جلا دومره مي نه يادېږې
ورځه اشنا دومره مي نه يادېږې
_ _ _ _ _ _ _ _ _

نه دي ويصال ته نه له هجره ژاړم
نوري به دغه پيالې نه اړوم
ستا په يادو کي د بڼو پر څوکو
د غم د اوښکو تسپې نه اړم

شپې د ژړا دومره مي نه يادېږې
ورځه اشنا دومره مي نه يادېږې

د ګلابونو ساعتو په بدل
به ستا د غم وختونه، نه اخلمه
د چاودي زړه پر زخم_زخم غوټۍ
هارونه نور داغونه نه اخلمه

ورکي سودا دومره مي نه يادېږې
ورځه اشنا دومره مي نه يادېږې.

Copyright Larawbar 2007-2024