کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۴)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۴)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟

په دې تاریخي ناول کې ډیرې داسې پیښې مخته راځی چې زمونږ دهیواد د اوسني کړکیچن حال سره سر خوري ، همداراز په دې ناول کې د یو شمیرکسانو نومونه یادشوي دي چې شونې به وي په تصادفي توګه دیو شمیر وګړو د نومونو سره یو شانته والې ولري . خو ټول کړچار مثبت دې او د لیکوال خپل آند څرګندوي .
اوس تاسې ددې تاریخي ناول څلورمه برخه لولئ:

(۴)
پرلپسې ….*****۶
اوس نو لمر نور پریوتې و . ټوله فضاد تیارو تورو لوخړو را نغاړلې وه ، علي پاشاد ریونا په لار ښوونه دیوه کور تر مخه و درید ، ریونا دهغې دروازه و ټکوله ، د لږځنډ وروسته دروازه پرانستل شوه . یوه ځوانه ښځه د دروازې ترڅنګ ودریده ، د ریونا په کتلو سره یي پر مخ خوشحالي راڅرنګنده شوه ، خو کله یې چې سترګې په علي پاشا و نښتې نو لږ څه شا کړې شوه ، خو بیا یې هم علي پاشا له نظره و غورزاوه . دا ښځه تر اوسه پورې د خپلې ځوانۍ په جوش کې وه ،را مخته شوه او ریونا يي په غیږ کې و نیوله او دهغې تندې ېي ښکل کړ او ورته یې وویل :
ریونا! مونږ خو اوریدلې و چې ته دخپل کاکا کور ته تللې یې ، ته بیرته کله را ستنه شوې یې ؟
ریونا ورته په ځواب کې وویل : اول خو مونږ پریږده چې دننه را شو دهغې وروسته به بیا تاته به تفصیل سره خبره وکړم .
په دې خبره هغه ښځه یوې لورې ته و دریده ، کله چې ریونا دعلي پاشا سره یو ځاې انګړ ته ور ننوت ، نو هغه ښځې دخپل انګړ دروازه بنده کړه ، د حویلۍ انګړ پوره پراخه و، چې دوه رڼاوې په کې رڼی وې . دغو رڼاو انګړ روښانه کړې و . دانګړ نه په تیریدو سره دوې یوې خونې ته ور ننوتل ، هلته دوه کوچنیان او یوه زړه ښځه ناست وو ، خونې ته د ور ننوتو څخه د مخه هغه ښځه چې دروازه یې پرانستې وه د ریونا په غوږ کې د هغې څخه و پوښتل چې :
له تاسره دغه ځوان هلک څوک دې ؟ ګوره که ته یې بده و نه ګڼې او په کوم فریب ،اندیښنې او دوکې کې و نه لویږې نو زه دا ویلې شم چې ددې ځوان شکل او څیره زما د مرحوم میړه مجدالدین سره ورته ده . ګوره ریونا خورې ، ماته ژر ووایه چې دا ځوان څوک دې ؟
د نریوس په دغې بې صبرانه پوښتنو باندې ریونا تر یوه وخته پورې مسکۍ وه بیا یې په لوړ اواز وویلې ، چې اواز یې هلته په خونه کې ناستو کسانو ، دنریوس مور او دهغې دوه کوچنیانو ، هم واوریده . هغې وویلې :
نریوس خورې ! ستا ګمان سهي دې دغه ځوان چې له ماسره دلته راغلې دې دهغې شکل او څیره په رښتیا هم ستا د خاوند مجدالدین سره یو شان ده ، دا په دې خاطر چې نوموړې د مجدالدین کوچنې ورور ، علي پاشا ، دې .
ریونا ددې څخه اخوا نور څه و نه شو ویلې ، ځکه چې دهغې ددې خبرې سره سم نریوس منډه کړه او دعلی پاشا سره یې روغ بړ وکړ او دهغې تندې یې ښکل کړ . دهغې وروسته هیڅوک نه پوهیږی چې څه وشول چې دهغې زړه ډک شو اودعلي پاشا په ولي یې سر کیښود او دکوچنیانو په څیر یې سلګۍ وهلي او په زار وقطار سره یې ژړل .
څنګه چې د ریونا خبرې هلته په خونې کې ناستوکسانو هریو پربیسا، کندام اوخیسار هم اوریدلې وې ،نو په دې اساس ، کله چې نریوس علي پاشا په خپله غیږ کې ونیواوپه سلګيو وهلو ي پیل وکړ نو دهغې مور پربیسا او د هغې کوچنیانو کندام او خیسار هم په ژړا پیل وکړ . ریونا هم ددې حال په کتلو سره د اغیز لاندې راغله ، هغه مخته راغله او علي پاشا او نریوس یې یو له بله سره بیل کړل ، هغې وکتل چې لکه څنګه چې نریوس په ډکه خوله ژاړي په همدې توګه دعلي پاشا د سترګو څخه هم د اوښکو سیلاب روان دې .
نریوس اوعلي پاشا دواړه ورندار او لیور تر ډیره وخته پورې د یو بل مخته ولاړ و او سترګې یې وچولې ، بیا نریوس په ډیره مینه او محبت دعلي پاشا لاس و نیو او دهغې خونې په لور یې یوړ چیرې چې یي مور او کوچنیان ناست و، هلته یې دخپلې مور پربیسا تر مخ و دراوه ، خپل ځان یې سنبال کړ او مور ته یې وویل :
اې مور جانې ! دا ځوان ووینه ، دا هغه علي پاشا دې چې زما میړه به یې زمونږ تر مخ تل ډیره ستاینه کوله . دهغې په دې خبره زړه پربیسا پورته شوه لمړۍ یې د علي پاشا په سر لاس راښکود دهغه تندې یې ښکل کړ او دخپله ځانه سره یې کیناوه .
خو علي پاشا هلته کینه ناست ، لمړۍ هغه د کندام په لور ورغې چې مشر وراره یې و . هغه ته یې غاړه ورکړه او ښه مینه یې ورسره وکړه . او وروسته یې خیسار سره هم همدا ډول مینه وکړه . بیا یې دواړه په غیږه کې کنیول ، او د زړې پربیسا تر څنګ کیناست ، نریوس او ریونا دهغوې تر مخ کیناستل . بیا پربیسا په خبرو پیل وکړ ، هغې علي پاشا ته وویل :
« علي پاشا ! ستا ورور مجدالدین یو ډیر عجیب او ځانګړې انسان و ، په هغو حالاتو کې چې هغه زما د لور سره لیدنه وکړه هغه اوږده قصه ده . کیداې شې ریونا تاسې ته دا خبره کړې وې او که نه یې ویلې نو زما لور نریوس به تاته په تفصیل سره ووایي . هغه به تل زمونږ سره بسپنه کوله ، په دې ترتیب زمونږ دهغه سره لیدنه کتنه کیدله ، په همدې جریان کې نریوس او مجدالدین یو بل سره خوښ کړل ، او ددوې تر منځ واده وشو . په جنګوو کې دبرخې اخیستو وروسته به هغه همدلته ډیر ته را ته . ځکه چې هغه به ډیر وخت د خپل پلار او ورور د وژونکو پسې ګرځیده ، بیا ډیره بده پيښه منځته راغله ، هغو وژونکو د مجدالدین کار هم پای ته ورساوه ،زما د لور په ځولۍ کې کونډتون و او دهغې دکوچنیانو د سر سیورې له منځه ولاړ او هغه دواړه هم یتیمان شول .
د زړې پربیسا خبرو علي پاشا ویلې کړ. هغه به بیا بیا د کندام او خیسار دواړو په سر لاس راښکود او ښکلول به یې ، بیا یې پربیسا ته وکتل او ویې ویل :
محترمې مشرې ! داسې خبرې مه کوه ، کندام اوخیسار یتیمان شوې نه دي ، زه د هغوې کاکا دهغوې د خدمت له پاره ژوندې او سلامت یم . زما مور ، زما خور ستاسې له پاره څه شیان را استولي هغه به ریونا تاسې ته تسلیم کړې .
ددې خبرې سره سم ریونا هغه کڅوړه پرانسته چې له ځانه سره یي راوړې وه . هغې هغه ټول کالي را وسپړل، خپاره یې کړل او هغوې ته یې ور وښوول ، بیا علي پاشا د خپل جیب نه د نغدو پیسو خلطه را وویسته ، دخپله ځایه را پورته شو ، کندام اوخیسار دواړه یې په لمڅې کینول ، د نغدو پیسو کڅوړه یې د نریوس په غیږ کې کیښوده اوبیا یې هغې ته وویل :
نریوس خورې ! دا دنغدو پیسو خلطه له ځانه سره و ساته ، زه پو هیږم چې زما دوروراو ستا دمیړه مجدالدین د مړینې وروسته ستا سو د خوراک څښاک له پاره کومه ذریعه نه شته ، دا نغدې پیسې ما له کوره تاسې ته راوړي ، دا زما مور ستاسې له پاره راکړي . زه هیله لرم چې په راتلونکې وخت کې به زه د خپلې خور نریوس او دخپل ورور د دواړو زامنو په ښه ډول خدمت وکړای شم .
علي پاشا د لږ څه ځنډ وروسته بیرته چپ پاته شو ، او بیا وروسته یې یو ځل بیا اواز واوریدل شو .
نریوس خورې ! ایا زه له تا دا پوښتلې شم چې په دې کلي کې ستاسې د خوراک څښاک بله کومه ذریعه هم شته ؟
دهغه ددې خبرې په ځواب کې دنریوس مور پربیسا وویل :
علي پاشا زویه ! په دې کلې کې زه او زما لور بلکل بې اسرې نه یو که څه هم ډیر وخت و شو چې زما میړه مړ شوې خو دلته په کلي کې زمونږ یو ټوټه زمکه شته چې هغه مونږ د نریوس د پلار یو پیژندګلوې ته په کښت ورکړې ، نیمایې فصل هغه اخلي او نیمایې مونږ ته راکوي ، دهغې څخه دومره څه تر لاسه کیږی چې د لږ څه کمښت زیادښت سره زمونږ دکال ګذاره پرې کیږي . ددې نه اخوا زه په دې هکله د شرم احساس نه کوم چې ووایم چې د ریونا پلار او دهغې مور ډیر وخت زمونږ سره لاس کړې او اوس یې هم کوی .
کله چې پربیسا چپ شوه ، نو علي پاشا په خبرو پیل وکړ.
« زما درنې او محترمې خورې،نریوس ! دهغې وخته چې د ریونا له خولې زما مور او خور خبر شوې دې چې زما ورور مجدالدین دلته له تاسره واده کړې او له تا څخه یې دوه کوچنیان هم پیدا شوې دې نو د همغې وخته را هیسې هغه ستا او ستا د کوچنیانو د کتلو له پاره بې قراره دي . ایا دا شونې ده چې کله ته د دواړو کوچنیانو سره یو ځاې بروصې ته ولاړه شې او هملته زما د مور او خور سره و اوسې .
د علي پاشا په دې پوښتنې باندې نریوس د لږ څه ځنډ له پاره په فکر کې ډوبه شوه او بیا یې علي پاشا ته وویل :
زما دورنده وروره علي پاشا! زما هلته په تللو او هملته په اوسیدو باندې هیڅ ډول اعتراض نه شته . ځکه چې زما کوچنیان همستاسې دي ، خو زما د مور حالت ووینه ، دا اوس زړه ده ، دسترګو دید یې کم دې ، ډیر واټن سفر نه شی کولې ، خو بیا هم زما درونده وروره ! زه ژمنه کوم چې چې یوه نه یوه ورځ به زه خپله مور د ریونا په کور کې پرېږدم او د بروصې ښار ته به ستاسې د خلکو د لیدلو له پاره درشم خو هلته به زما دتللو یو شرط وي .
څنګه شرط خورجانې ! علي پاشا ټکان وخوړ او د نریوس په لور یې وکتل ، په ځواب کې نریوس په ډیرمتانت سره وویل :
زما درونده علي پاشا جانه ! شرط دادې چې کله چې زه بروصې ته ستاسې د خلکو د کتلو له پاره درځم نو تاسې به زما دواړه زامن له مانه نه ستنوئ .
په دې خبره علي پاشا په تیزو سترګو سره د نریوس په لور وکتل او ورته یې وویل .
مونږ به کندام اوخیسار ولې هلته له ځانه سره ایساروو ؟ دا دواړه خو ستا امانت دې ، دهغوې د پالنې او روزنې مسؤلیت زه له همدا اوسه په خپل سر اخلم . دوې به له هم تاسره اوسیږي ، تر څو چې ځوانان شې او بیا همستا خدمت وکړي . ما خو په دې خاطر دا خبره کړې وه چې ما غوښتل چې ستا په فکر کې را ونه ګرځي چې د بروصې دښار ، چې ستا میړه د هغه ځاې اوسیدونکې و ، له تاسره کوم پیوند نه لري .
نریوس خورې ! مونږ هلته ډیر ستر باغ لرو ، او دهغې څخه مونږ ته هر کال ډیر څه تر لاسه کیږي . مونږ د ښې ډیرې زمکې خاوندان هم یو او دهغې څخه دومره عاید مونږ ته لاس ته راځي چې د ټول کال د خرڅولو سره سره یې بیا هم نه شو تمامولاې او ذخیره ترې کوو. ما هلته یوه وړه رمه هم ساتلې ده ، هغه مو د تجارت له پاره نه بلکه هغه وخت چې زما خور سریان پیدا شوې وه نو دهغې د شیدو له پاره زما مور دوه وزې اخیستې وې هغه وزې مونږ بیا و نه پلورلې ، دهمغوې څخه الله پاک نور بچیان پیدا کړل او دومره برکت یې په کې واچوو چې دهغوې کال په کال ډیرښت اوس دادې دهغوې شمیره پنځه ویشتو ته رسولې ده، زه هر سهار دا کوچنۍ رمه دڅرلو له پاره د بروصې دغرو لمنې ته وړم، زما مور او خور ددې وزو سره ډیره زیاته مینه او محبت کوي ، ځکه چې هغه ټولې زمونږ په کور کې پیدا شوې دې . مونږ و پاللې او را لوېې مو کړې ، بیا داسې وخت راغې چې ما به هر سهار دا رمه دغرو لمنې ته وړله او د ماسپښین په وخت کې به زما مور او خور دواړه دهغې د ساتنې له پاره هلته راتلې او زه به د حرب و ضرب د تعلیم له پاره مکتب ته تللم . د لته د راتلو څخه یوه اونۍ تر مخه ما خپل مکتب پاې ته ورسوو او په ډیره ښه درجه بریالي شوم . په همدې خاطر سلطان مراد را ته د پاشا لقب راکړ او زه یې د علي نه علي پاشا کړم . اوس نو سلطان مراد راته یو لښکر راکړ او د بلغاریه د حکمران سیسمان د ځپلو له پاره یې را و استولم ، هغه هره شپه د مسلمانانو په سیمو کې د خپلو دوو زامنو ، ایکسلا او سائرکن سره یوځاې شپیني یرغلونه کوي ، او دبې ګناه انسانانو ویني تویوي ، دکوم لښکر سره چې زه دلته راغلي یم هغه همدلته ستاسې د کلي څخه لږ لرې پړاو کړې دې . او زه د لږ ځنډ وروسته ستاسې څخه رخصت اخلم او دخپل لښکر په لور ځم ځکه مونږ د شپې له خوا خپل منزل ته رسیدل غواړو .
د علي پاشا په دې خبرو باندې نریوس تر یوه وخته پورې ډیره غمجنه او په فکر کې ډوبه کیناسته ، اوبیا یې علي پاشا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
«علي پاشا ، زما ډیر دروند وروره ! ایا دا شونې نه ده چې ته لږ تر لږه دا شپه زمونږ ه سره تیره کړې اوبیا سهار وختي خپل لښکر ته ور وخوزیږې .
د نریوس ددې مړاوې غوښتنې په مقابل کې علي پاشا په ډیره معذرت کونکې ژبه وویل چې :
« درنې خورې ، نریوس ! ستا وینا سهي ده ، خو دې کلي ته د راتلو تر مخه ما خپلو وړو سالارانو ته دا ویلي دي چې هغوې دې د لښکر د خوراک څښاک انتظام وکړی اوکله چې شپه په ښه شي نو دخپل منزل په لور به خوزیږو. په دې خاطر خورې! زه دلته تم کیدې نه شم . لښکر ته ورځم ، د لږ وخت وروسته به لښکر د خوراک څښاک وروسته څه ارام هم کړې وي ، بیا نو زه د خپل لښکر سره یو ځاې د خپل منزل په لور روانیږم . درنې خورې نریوس ! سلطان مراد ماته د پاشا لقب راکړې دې او ددې کار په سپارلو کې یې پر ما ډیر زیات باور او اعتماد کړې دې . زه به ددې دندې په تر سره کولو کې دخپل ټول توان په اندازه هڅه کوم . تر څو زه دا ثابته کړم چې د پاشا کوم لقب چې سلطان ماته راکړې زه دهغې په معیار باندې پوره پوره دکیوتو وړ یم . کوم کار چې سلطان ماته راسپارلې زه دهغې د ترسره کولو اهلیت او وړتیا په ځان کې وینم . بس ددې ځایه به زما دکوچ په وخت کې له تاسو څخه هیله دا وي ، چې زما څخه وروسته ، زما خورې ! ، ته او دغه دواړه کوچنیان او ستا مور زما له پاره لاس په دعا پورته کړئ .
او ګوره نریوس خورې ! که چیرې ته د ځینو مجبوریتونو له مخې له ماسره ژر د بروصې ښار ته نه شې تللاې نو کله چې هم ماته وخت په لاس راشي نو زه به خپله مور او خور دواړه دلته راوړم ځکه چې هغوې دواړه له تا او ستا د کوچنیانو سره د کتلو له پاره ډیرې زیاتې ناقراره دي .
علي پاشا ، زما وروره ! که چیرې ته مور او خور دواړه دلته راوړې نو داسې و ګڼه چې تا پر ما ډیر زیات احسان وکړ .داسې احسان چې زه به یې په ټول ژوند کې له یاده و نه باسم . زما وروره ! که چیرې دواړه دلته را تلاې شي نو زه به داسې وګڼم چې د نړۍ ټولې خوشحالۍ ، ټول راحتونه ، زما په برخه شوي دې . نریوس دا جملې په ډیره زیاته خوښۍ سره د خولې را ویستلې .
بیا نو په وا تر دې چې علي پاشا د نریوس د خبرو په ځواب کې څه ووایي نریوس یوځل بیا په خبرو پیل وکړ .
علي پاشا ! زما درونده وروره ! که چیرې ته د لته زمونږ سره دشپې نه شې تم کیدې ، نو لږ ځنډ وکړه زه به تاته ماښامې تیار کړم . ډوډۍ وخوره بیا ولاړ ښه . ریونا به هم همدلته ډوډۍ وخوري . زه به تاته د لارې له پاره هم څه تیار کړم . خو ګوره وروره ! تر اوسه زما په ذهن کې یو ه پوښتنه اوړې را اوړی ، چې ستا له اړخه به دځواب وروسته ډاډمنه شم او په خپل کار پسې به ولاړه شم .
علي پاشا د نریوس په دې خبره باندې تر لږ څه وخته پورې هغې ته په ډیر غور سره وکتل او ورته یې وویل چې : خورې ! ووایه ته څه پوښتنه کول غواړې ؟
نریوس لمړۍ ریونا ته او بیا یې علي پاشا ته وکتل او بیا یې په ناست اواز باندې وپوښتل:
« تاسې دواړه یو بل د څه وخته او څه ډول پیژنئ ؟
دنریوس ددې پوښتنې سره سم د ریونا په څیرې کې د خوښۍ ګونځې را ښکاره شوې بیا یې په ډیره پټه ټوګه نریوس ته په وینا کې وویل :
نریوس خورې !که چیرې ته چاته و نه وایې نو زه به درته ووایم چې علي پاشا ما څه ډول پیژنې ، زه دهغې سره څنګه مخامخ شوم ، دا یو راز دې ، ژمنه به کوې چې دا راز به همداسې راز پاته کیږی .
په ځواب کې نریوس هم په هماغسې ناست اواز او په رازلرونکې توګه وویل چې:
«ته ووایه زه تاته ډاډ درکوم چې دا راز به همداسې راز پاته شي ».
دنریوس د ډاډ وروسته ریونا په ډیره پټه توګه ، ددې ځایه دخپل ځان د پورته کولو ، دبروصې ښار ته د ور رسولو ، او هلته په بروصه کې دعلي پاشا په کور کې یوه اونۍ دپاته کیدو او بیا د علي پاشا سره یو ځاې دخپل کلي په لور ټوله پیښه په تفصیل سره وویله .
د ریونا په دې خبرو سره نریوس ډیره په فکر کې ډوبه شو او بیا یې وویل :
ریونا ! ستا ددې خبرو څخه داسې را په ډاګه کیږی چې زما خاوند مجد الدین ستا د کاکا په زامنو باندې دخپل پلار او ورور په وژلو کې د لاس د درلودلو په اړه شکمن و . خو هغه هیڅکله هم دا خبره زما تر مخه نه ده یاده کړې ، اوبیا په کومه ورځ چې نښته وشوه او دهغې په پایلو کې هغه ومړ . نو ماته دا څرګنده نه شوه چې دا نښته ستا د کاکا او دهغې د زامنو سره وه ، دهغې پیژوندونکواو ملګرو چې دهغه لاش یې زمونږ ترکوره را وړستې و ، هم دا نه و ویلې چې هغوې ته نیولې یې او له ځانه سره بروصې ته وړې یې . بلې ! مونږ ته دا خبر ضرور را رسیدلې و چې ستا کاکا او هغه ځوان چې ستا کوژده ورسره شوې وه چا وژلې دي . بیا هم په دې کلی کی د چا غوږ ته هم دا خبره نه وه رسیدلې چې ته چا پورته کړې یې او د بروصې تر ښاره پورې یې رسولې یې . دکلي خلک همدومره پوهیدل چې ته دخپل کاکا کور ته تللي یې . ښه شو چې ددې راز څخه پرده پورته شو ه ، او هیچا ته دا و نه رسیده چې ته تر بروصې پورې رسیدلې یې .
تر دې ځایه د خبرو وروسته نریوس چپ شوه . په ځواب کې یې ریونا په خبرو پیل وکړ .
نریوس خورجانې ! هغه وخت چې ستا د خاوند او زما د کاکا او دهغې د زامنو تر منځ نښته وشوه نوهغه وخت ستا د میړه مجدالدین سره دوه کسه نور ملګری هم و . او دا هماغه ځوانان و چې زه یې له دې ځایه تر بروصې پورې و رسولم . کله چې دا نښته پاې ته ورسیده ، نو ستا د خاوند څو نور ملګرې هم د پیښې ځاې ته را ورسیدل . خو تر دې وخته پوې زما د کاکا دوه زامن په تیښتې بریالي شوې و . بیا ستا د میړه مجدالدین څو ملګرو دهغه لاش ستاسې دکور لورې ته راوست . خو تر هغه وخته پورې چې مجدالدین ژوندې و نو هغه خپلو ملګرو ته ویلې و چې دهغه لاش ستاسې تر کوره پورې را ورسوي ، دهغه هغه دواړه ملګري چې په نښته کې ورسره یو ځاې و همغوې زه د مجدالدین په حکم تر بروصې پورې ورسولم .
علي پاشا دغه ټولې خبرې په ډیره غمجنه توګه اوريدې . بیا هغه د خپله ځایه را پورته شو او ویې ویل : «نریوس خورې ! ایا داسې شونې نه ده چې ته همدا اوس ما دخپل ورور تر قبره پورې یوسې ؟ دهغې وروسته به زه د ریونا په کور کې د ماښامې د خوړلو وروسته د خپل لښکر په لورې ولاړ شم او بیا به د هغه ځایه کوچ وکړم .
نریوس سمدستې له خپله ځایه پورته شوه او دخپلې مور پربیسا په لور په کتلو سره یې په لوړ اواز وویل :
مورې ! زه علي پاشا تر هدیرې پورې وړم . ډیره ژر بیرته را ګرځم .
دهغې د خبرې په اوریدو سره کندام اوخیسار هم له خپلو ځایو څخه را پورته شول او دنریوس سره یو ځاې یې هدیرې ته د تللو ضد کاوه ، نریوس هغه دواړه هم له ځانه سره روان کړل ، بیا نو علي پاشا د نریوس دمورڅخه رخصت واخیست او د ریونا ، کندام ، خیسار او نریوس سره یو ځاې د حویلۍ څخه ووت .
د هدیرې په لور د تللو په وخت کې نریوس یو ناڅاپه علي پاشا ته مخ را واړوه او ورته یې وویل :
علي پاشا ! کله چې د لمړي ځل له پاره ستا ورور مجدالدین زمونږ کلی ته راغې نو هغه وخت زه او زما مور دواړو په کښت کې کار کاوه ، مجدالدین په یوه آس سپور و ، داسې معلومیده چې یو شمیر خلکو هغه ته دا ویلي و چې ستا دپلار او مشر ورور وژنکي قاتلان د همدې کلي اوسیدونکي دي . په دې خاطر هغه زمونږ د کلی شاوخوا ته چکر واهه ، هغه وخت چې ما او زما مور په پټي کي کار کاوه ، نو هغه زمونږ څنګ ته راغې او زمونږ څخه یې اوبه و غوښتې او ویې څکلې ، دهغې وروسته یې د کوم نژدې سراې په هکله و پوښتل ، ما ورته د سراې لاره و ښوده او چپ چاپ ولاړ .
بل ځل بیا هغه زمونږ د کلي په لور راغې ، کیداې شې چې هغه د قاتلانو په لټه کې ګرځیده ، په دې وخت کې ما د په ښو جوارو یوه ګیډۍ په سر ایښودې روانه وم . په دې ورځ زما مور دلته په پټي کې دکار کولو له پاره له ما سره نه وه راغلې ، زه یواځي وم . په لاره کې مې د مجدالدین سره لیدنه وشوه ، زما په لیدلو سره هغه سمدستې خپل آس و دراوه ، هغه ګیډۍ چې ما په سر ایښودې وه هغه یې له ما څخه واخسته او په خپل آس یې کیښوده ، او بیا یې زه د خپل کور تر څنګ پریښووم دا د هغه زما او زما د مور سره دویمه لیدنه وه. دهغې عادات او کړچار زما د مور ډیر زیات خوښ شول .
بیا به هغه دلته زمونږ تر کوره کله کله ته راته . په دغه تګ راتګ کې یواځې مانه بلکه هغه هم زه خوښه کړم . کله چې زما مور د دې خوښې څخه خبره شوه نو هغې زمونږ ددواړو تر منځ واده وکړ . په دې ترتیب مونږ دواړه ،ستا ورور مجدالدین او زه ، یو دبل په ژوند کې سره ورګډ شو. بیا دې الله د هغو کور وران کړی چا چې مجدالدین له ماڅخه بیل کړې زما زړه ګواهي ورکوي چې هغوې به هیڅکله هم زمونږ د بدلې څخه خوندی پاته نه شي .
نریوس غلې شوه . علي پاشا د هغې د خبرو په وخت کې بلکل چپ چاب لکه د بُت په څیر په لار روان و . بیا د زړه اواز د شپې په دغه تیاره کې واوریدل شو چې ویل یې :
نریوس خورجانې ! مونږ مسلمانان په جنګ کې لکه د غره په څیر کلک او په محبت کې لکه د وریښمو په څیر نرم یو . زه تاته ډاډ درکوم چې زه ستا ورور علي پاشا به د خپلو قاتلانو پسې ګرځم . دا قاتلان چې هر څومره زورور هم وي زه به د هغوې څخه د خپل پلار او ورونو بدله خامخا اخلم او دهغوې په وینو به زمکه لمده وم .
ددې خبرې په ویلو سره علي پاشا چپ شو ځکه چې هغوې اوس هدیرې ته ور ننوتي وو. بیا نریوس د شپې په تیاره کې د یوه قبر تر څنګ و دریده ، او په هغه لورې په اشارې کولو سره یې علي پاشا ته وویل چې :
« دا ستا د ورور مجدالدین قبر دې .»
تر لږ څه وخته پورې علي پاشا د قبر تر څنګ و درید ، نریوس ، ریونا ، او دواړه کوچنیان هم هلته ولاړ و د ټولو د سترګو څخه د اوښکو سیلاب را روان و . بیا علي پاشا د قبر تر څنګ کیناست، تر یوه وخته پورې یې د قبر په خاورو لاس را ښکوده ، او ژړل یې ، بیا یي د فاتحې د سورت په لوستلو سره دعاو کړه او په ډیره قهرجنه توګه را پورته شو ، داسمان په لور يي وکتل ، او ویې ویل :
اې لایزال ربه ! اې لازوال ربه ! ته جمیل او اجمل یې ، ته مکمل او اکمل یې ، زه مسلمان یم ، یواځې ستا بندګې او ستا عبادت کونکې یم ، د اړتیا و په وخت کې یواځې همستا څخه بسپنه اومدد غواړم ، اې زما الله ! ته د کن فیکون ، او د لوح و قلم مالک یې ، همدا ته وارث یې ، نو اې الله ! ما ته توفیق را کړه چې زه د مرګ د تیزو سیلیو په څیر د خپلو دښمنانو پسې ولاړ شم دهغوې د ژوند دروازې ور و ټکوم . اې زما الله! ماته حوصله او عزم را کړه تر څو زه د خپلو دښمنانو دروازی ا ودیوالونه ددیمک چینچي خوړلي لرګیو اوبامو په څیر کړم . اې الله ! زماسره کومک وکړه چې زه د هغوې د زړونو په لوحو باندې د مرګ حروف و لیکم ، او په هغوې باندې د قهر لاټي اود هغوې له پاره اغزی لرونکې غړوندۍ و ګرځم .
تر دې ځایه علي پاشا خبرې وکړې او د لږ څه وقفې وروسته هغه چپ شو ، بیا وروسته یې یوځل بیا په قبرستان کې اواز پورته شو او په لوړ اواز یې وویل :
اې زما ربه ! زما مالکه ، ته کریم او رحیم یې ، ټول صفت او صمدیت همتا لره دې ،تا د عربو په صحرا کې د انسانیت محسن ، دصفا اومروا د نوراني وادیو کې سعې کونکو ، د احد په ډیرو مبارکو غرونو کې د کفارو سره د ټکر کونکو او د بدر په مقدس میدان کې ستا د وحدانیت په خاطر دځان ځارونکو په طفیل ، ما ته د خپل دښمن په مقابل کې بریا او کامرانې را په برخه کړه .
ددعا د غوښتلو وروسته علي پاشا غلې شو ، بیا یې نریوس ته بیا بیا وکتل اوریونا ته یې وویل چې « راځه چې ځو » .
هغه دواړه چپ چاپ ، دهغوې سره یو ځاې روان و ، په لاره کې یي نریوس ته مخ واړاوه ، او ورته یي وویل:
نریوس خورې ! زه به همدا نن شپه د خپل لښکر سره یو ځاې ددې ځایه کوچ کوم . ته بیا په دې هکله اندیښنه و نه کړې ، زه به دغه قاتلین هیڅکله هم خوندی پرې نه ږدم . ولو که هغوې د زمکې په تل کې هم پټ شوی وي . په دې لړ کې زه د ریونا ، د ریونا د پلار او مور هم ممنون یم ، ځکه چې هغوې هم د قاتلانو په لټون کې له ماسره د بسپنې کولو ژمنه کړې ، ګرانې خورې ! که چیرې کله هم زما په راتګ کې دلته څه ځنډون راشي ، یا زه په جنګ کې و نښلم ، او یا د قاتلانو په لټون کې دلته را نه شم . اوتاته د پیسو اړتیا وی نو پرته له ځنډه د ریونا د پلار څخه يي و غواړه . دخپلو اړتیا و په مطابق دهغوې څخه رقم واخله ، څومره رقم چې تاسې ترې واخست هغه به زه ورته بیرته اداء کړم . په دې لړ کې تاسې ته د اندیښنې کولو اړتیا نه شته .
د علي پاشا ددې خبرو په اوریدو سره نریوس ډیره خوشحاله شوه . بیا یې دهمدې خوشحالۍ په حال کې علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
« علي پاشا! داسې وخت ته به نوبت و نه رسیږي ، ګرانه وروره ! د پیسو هغه کڅوړه چې تا ماته راکړې په هغې کې دومره زیاتې پیسې دې چې هغه تر ډیره وخته پورې زمونږ له پاره بسنه کوي . زما وروره ! او س خوتا کوچنیان او کوچنیانو ته د خپل کاکا په څیر و کتلې ، اوس به دوې ډیر وخت ستا په اړه زما څخه پوښتنه کوي ، په دې خاطر زما التماس دې چې کله هم ته وخت پیدا کوي نو دلته ضرور راښه .
ګرانې خورې ! دا څنګه خبرې کوې ؟ که ته و نه وایې هم ، نو دا زما فرض دي چې دلته راشم . علي پاشا په ډیر فرا خه زړه دا خبرې کړې وې . بیا په تلو تلو کې هغوې کلي ته ور ننوتي و ، علي پاشا نریوس او دواړه کوچنیان تر کوره پورې یوړل ، او بیا د ریونا سره یو ځاې د هغوې کور ته روان شو .
د ریونا په کور کې د ورننوتلو سره سم ، علي پاشا ریونا ته مخ را واړاوه او ورته یي وویل :
« ریونا ! زه په میلمستون کې کینم ، ته به زما سره یوه مهربانی وکړې چې ماته به ډیره ژر ډوډۍ تیاره کړ ، ترڅو چې زه د خپل لښکر په لور ولاړ شم او د تللو له پاره ځان تیار کړم .
په ځواب کې د ریونا په مخ باندې د خوښې لیکې راښکاره شوې ،بیا هغه د حویلۍ بلې برخې ته ولاړه .
د لږ څه ځنډ وورسته ریونا را ستنه شوه ، دهغې سره د هغې پلار رستاک اومور کیتهنا هم ملګری و. ټولو یو ځاې په میلمستون کې د ډوډۍ خوړلو لوښې کیښوول ، څلورواړو یو ځاې ډوډۍ و خوړه ، دهغې نه وروسته يې د علي پاشا د وینا په اساس د هغه آس د اخور څخه را پرانیست ،
دشپې په تیاره کې رستاک ، کیتهنا او ریونا علي پاشا ته الوداع ووایه ، بیا علي پاشا په خپل آس باندې سپور شو او په ډیره بیړه یې آس د لښکر په لور و ځغلاوه .
لښکر ته درسیدو سره سم هغه لږ څه ارام وکړ . لښکریانو ته یې هم د ارام کولو وخت او فرصت ورکړ . بیا یې د خپل لښکر سره یو ځاې د منزل په لور حرکت وکړ.
پرلپسې لري ……