کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۵)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۵)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول پنځمه برخه لولئ:

(۵)
پرلپسې *****۷…
علي پاشا لا تراوسه پورې د خپل لښکر سره یو ځاې د بلقان غرنیو سیمو ته رسیدونکې و چې ډیر یو بد خبر ورته ورسید .او هغه داچې سلطان مراد په یوګوسلاویه کې د بوسنیا یي سیمې د سوبه کولو او هلته د امن و امان د را وستلو په خاطر شل زره د ترکانو عسکرې لښکر ټاکلې و ،نو هغه وخت چې دغه لښکر هلته ځاې په ځاې شو نو هلته د بلغاریه له اړخه د پاڅون یا بغاوت کومه هیله نه تر سترګو کیده ، په دې خاطر سلطان مراد ډاډ من و چې شل زره لښکر به په هغو سیمو کې امن امان ټینګ کړاې شي .
خو په همدې وخت کې د بلغاریي حکمران سیسمان بغاوت او سرکشې وکړه او په ځاې ځاې یې د مسلمانانو د ویني تویولو لړۍ پیل کړه . د بلغاریي حکمران سیسمان د بلغاریي نه اخوا بوسنیا ، البانیه ، دلاچیه ، هنګری او پولینډ څخه هم صلیبي رضا کار د خپله ځانه سره یو ځاې کړل او ډیر ستر لښکر يي تیار کړې و. هغه به د مسلمانانو په هر ځاې او هرې سیمي دشپې یرغلونه کول او دمسلمانانو وینې به یې تویولې. هغه سیمې چې مسلمانانو سوبه کړې وې هلته د مسلمانانو لښکر ځاې په ځاې شوې و . نود سیسمان د حکم لاندې د صلیبیانو یو ستر متحد لښکر په بوسنیا کې په دغو پرتو ترک توکمو لښکرو باندې یرغل ور وست .
دا یرغل د شپې له اړخه شوې و او دا ډیره وژونکې حمله وه ، د ترک توکمو لښکر هیڅکله هم دداسې یو برید هیله نه شوه کولاې . دصلیبیانو په دغه ناڅاپي یرغل کې د ترکانو د لښکر نژدې څلورمه برخه له منځه ولاړل ، ژوندي پاته شوي عسکر دبوسنیا څخه په تیښته و تښتیدل خو هغوې په لاره کې بیرته د علي پاشا سره یو ځاې شول.
کله چې علي پاشا ته د هغوې د راتلو خبر ورسید او دا خبر هم ورته تر لاسه شو چې د بلغاریي حکمران سیسمان د ډیرو زیاتو هیوادو څخه یو ستر صلیبي لښکر تیار کړې دې او دهمغې لښکر په بسپنه هغه په بوسنیا کې په پرتو ترک توکمو لښکرو باندې شپینۍ وینه تویونکې یرغل کړې چې په دې یرغل کې نژدې پنځه زره مسلمانان شهیدان شول دهغې وروسته د هغه وینه تویونکې اود قهره او غضب نه ډک خوزښت نور هم ګړندی شوې .
هغه ترک لښکر چې د بوسنیا څخه ماتې خوړلې وه اود علي پاشا د لښکر خواته راغلي و دهغوې شمیره نژدې پنځلس زره کسانو ته رسیده . هغوې هم د علي پاشا په لښکر کې د صلیبیانو څخه د انتقام او بدلې اخستولو په خاطر رایو ځاې شول. علي پاشا د بلقان څخه د درینې ددرې له لارې وا وخښت ، او په شومیلا نومې پراخه ډګر کې یې خپل لښکر ته د پړاو کولو حکم وکړ . اوس نود علي پاشا تر مخه د ترانوا په نوم د بلغاریه یو ستر ښار پروت و چې د ۱۱۸۶ څخه تر ۱۳۹۴ پورې د بلغاریه پایتخت هم و.
علي پاشا په دې خاطر کې د شومیلا په ډګر کې خپل لښکر ته پړاو ورکړ چې د بلغاریه د حکمران سیسمان دواړه زامنو سائرکن اوایکسلا کې د صلیبیانو یوه ډیر ستر لښکر دعلي پاشا د مخنیوې له پاره هلته دیره کړي و . هغوې د شومیلا په پراخو میدانو کې پړاو کړې و او کله چې علی پاشا دغه میدانو ته ور ننوت ،نو سائرکن او ایکسلا دواړو په خپل لښکر کې د جنګ ډول و ډباوه ،
علي پاشا هم سمدستي دهغوې په مقابل کې جنګ ته تیار شو . د جنګ د حکم د ورکولو سره سم هغه خپل لښکر ته د پړاو امر کړې و . صلیبیانو د علي پاشا د ماتې په خاطر خپل لښکر په دوو برخو وویشه ، یوه برخه یې د سائرکن په مشرۍ او بله برخه یې د ایکسلا په مشرۍ کې ورکړه . علي پاشا هم د خپل لښکر صفونه سهي کړل ، او د صلیبیانو د مقابلې له پاره یي خپل فوځونه په دوو برخو وویشل، یوه برخه یې د خپل ځانه سره او بله برخه یې د خپل معاون تر مشرۍ لاندې ورکړه او هغه ته یې د جنګ ټوله لاره چاره و ښووله . د یرغل پیلامه تر هر څه دمخه د بلغاریې د حکمران سیسمان زامنو سائرکن او ایکسلا وکړه ، دا ځکه چې هغوې د څو میاشتو را هیسې د مسلمانانو د وینو په تویولو باندې مصروف و اوبیا یې په څو لنډو تیرو شو و ورځو کې په بوسنیا کې دمسلمانانو په لښکر یرغل کړې و او دهغوې پر خلاف یې پوره برې تر لاسه کړې و . او نژدې پنځه زره ترک توکمه مسلمانان یې دشپې په تیارو کې له منځه وړي و . دهغو د همدغوکامیابیو په واسطه د سائرکن او ایکسلا دواړو حوصلې هم زیاتې کلکې او لوړې شوې وې. اوکوم لښکر چې د هغوې تر امر لاندې یې جنګ کاوه هغوې هم د همدې حوصلو د لوړوالی په خاطر هر ډول ځان ځارنې ته تیاروول .
خو دبله اړخه علي پاشا هم دښمن ته د نه زغمیدونکې زخم ورکولو له پاره ځان تیار کړې و . که څه هم په وا له دې هغه ته د جنګ کولو تجربه هم نه وه ورپه برخه شوې، خو هغه څه چې هغه د بروصې د ضرب و حرب په مکتب کې تر لاسه کړی و هغه د هغې له پاره تر ټولو لویه تجربه وه اوبیا د پاشا د لقب د اخستو نه وروسته هغه یوه اونۍ دخپل لښکر سره یو ځاې د جنګی امورو په بحث او مباحثه کې مصروف و او خبرې یې پرې کولې او هغوې ته یې خپل نظر او خپله تجربه وړاندې کوله ، هغه هم د هغه له پاره یو تجربه حسابیده ، ددې نه اخو د بوسنیا څخه را تښتیدلې هغو پنځه لس زرو عسکرو ، چې د شپې له اړخه پرې نا څاپې یرغل شوې و، هغوې هم د سائرکن او ایکسلانه د بدلې اخستلو سوګند پورته کړې و او تر یوه ځایه یې دجنګ تجربه هم درلوده ، ور سره مل و.
د جنګ په پیل کې د بلغاریه شهزادګانو هر یو سائرکن او ایکسلا د جنګ د ډول د ډبولو په اساس خپل متحده لښکر د زمکې د حشراتو ا ویا د باران په شان د را وریدلو چینجیو په څیر را مخته کړ ، او بیا دواړه ورونو د خپل متحده لښکر سره یو ځاې د علي پاشا په لښکر باندې توپاني یرغل راوست .
علي پاشا هم په ځواب کې دخپل ځان په ښوولو کې ځنډ و نه کړ ، هغه پوهیده چې ددوېد لښکر د شمیرې په مقابل کې ددښمن د لښکر شمیره ډیره زیاته ده، او په ځاې ځاې کې یې دشپینیو یرغلونو او وینوتویولو په واسطه حوصلي هم ډیرې پورته دې ، په دې خاطر هغه د سمدستې ځوابې یرغل په واسطه ، لکه د خیرو شر په جګړه کې د باطل حال خرابونکې اجل د لارښود په څیر ، سیلابي حمله وکړه ، دعلي پاشا تر مشرۍ لاندې د مرګ په سترګو کې سترګې ننویستونکې ترکانو هم د ځانګړو او بې مثله مجاهدینو په څیر په دښمن باندې په پوره مستۍ سره یرغل وروست .
د اروپا ددواړو شهزادګانو دا فکر کاوه چې دوې به د ترانوا د ښار په پراخه میدانو کې د مسلمانانو سالار علي پاشا ته په بدترینه ماته ورکولو باندې بریمنده را ووځي ، خو اوس برعکس د هغوې دکمبختۍ او بربادۍ پیلامه شوې وه . په دې خاطر چې په همهغه لمړنۍ حمله کې علي پاشا دخپل نائب سره یوځاې د هغوې د لښکر لمړنۍ کرښې ماتې کړې او په ډیره چټکۍ سره دهغوې حالت د خرابیدو په لور روان شو او علي پاشا هره لمحه ددښمن مخته لیکی یو په بل پسې له منځه وړلې . دهغې وروسته هغوې د دښمن وروستۍ کرښې هم یو په بل پسې په ډیره تیزۍ سره له منځه یوړې .
هغه وخت چې د جنګ پیلامه وشوه نو سائرکن او ورور یې ایکسلا دواړه به دویمه درجه لیکو کې ولاړ و . خو کله چې علی پاشا د لمړیو صفونو بیخ وویست نو په دې لیکو کې دایکسلا او سائرکن نائبین له منځه ولاړ ل ، خو کله چې علي پاشا د دویمې درجې د لیکو صفا کول پیل کړل نو سائرکن اوایکسلا د ویرې او خوف په حال کې د خپل لښکر منځنیو لیکو ته په شا شول . دلمړیو لیکو څخه منځنیو لیکو ته د هغوې تیښتې د هغوې په فوځ کې هم بدګماني را پیدا کړه ، او هغوې هم اوس د علي پاشا او د هغه د لښکر سره د ټکر څخه په ویره کې راغلي و ، علي پاشا هم دهمدې فرصت څخه ګټه پورته کړه او ددښمن د شمیر دکمښت له پاره یې پر هغوې ډیرې تیزې حملې پیل کړې .
اوس نو هره ګړۍ د سائرکن اوایکسلا له پاره حالات د زغم نه وتل ، ددې حالت په کتلو سره سائرکن اوایکسلا دواړو مشوره وکړه او دې پایلو ته ورسیدل ، چې که چیرې دوې د شومیلا په پراخه میدانونو کې د مسلمانانو پرخلاف جنګ ته دوام ورکړی نو مسلمانان به دهغوې لښکر ټول له یوه مخې له منځه یوسې ، دهمدې پایلو په اساس دواړو ورونو ماتې و منله ، و تښتیدل او د ترانوا په ښار کې یې د ځانونو د محصورولو اراده وکړه .
ددې پریکړې سره سم دواړو ورونو پاته لښکر د جنګ څخه ستون کړ او دترانوا د ښار په لورې یې دتیښتې حکم ورکړ . خو د هغوې تیښته هم دهغوې له پاره دافتونو او مصیبتونو نه ډکه وه . ځکه چې علي پاشا د شاهین په څیر د هغوې پسې روان و او د شا له خوانه یې د تیښتې به حالت کې پر هغوې حملې کولې او دهغوې تښتیدلې عسکر یې لکه د توتانو دپاڼو په څیر په زمکه را پریستول .
هغه وخت چې سائرکن اوایکسلا دواړه و تښتیدل او د ترانوا په ښار کې ور ننوتل نو دهغوې پسې تلونکې علي پاشا هم د خپل لښکر سره هغه ښار ته ور ننوت . سائرکن اوایکسلا دواړو دا غلطي کړې وه چې په ښار کې یې دننه دخپل ځان پسې کوم ساتونکې او ملاتړې لښکر نه و پریښې ، هغوې ته دخپلې سوبې اوبرې دومره ډاډ و چې هغوې خپل ټول لښکر د شومیلا په میدانو کې صف ارا کړې و. په دې خاطر هغوې ته د ښار دننه تازه دم لښکر په لاس ور نغې ، نو په دې اساس علي پاشا دښار دننه کې د هغوې پر خلاف داسې وینه تویونکې جنګ وکړ چې دهغې په پایلو کې سائرکن اوایکسلا دواړه د یو څو ساتونکو سره د ښار د شا له لورې و تښتیدل .
علي پاشا د دې سوبې په خاطر الله ته په سجده شو او په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره یې دا دعا ولوستله:
اې زما الله !د مشیت په دغه پیمانه کې ، دمکان نه تر لامکان پورې اعلي حاکمیت یواځې او یواځې ستا دې .اې زما الله ! همدا ته د ځواک او عظمت ، او لویې مالک او څښتن یې ، همدا ته ددې کائناتوواکمن او مطلق العنان یې ، اې الله ! یواځې ستا ذات د عزت او وقار خاوند دې .
زما مالکه ! همدا ته ځینې په بل کړل شوې اور کې ورا چوې او چاته بیا د طور په غره کې سکون اوامان ور پربرخه کوې . څوک پر صلیب باندې او بیا بل ته د حرا په غار کې پیغام نازلوې ، اې زما الله ! یوازې ته ددې وړ یې چې د کلې او حرم په مسجدو کې ، په کلیساګانو او صومعو کې ، په هیکلونو او معبدونو کې یوازې ستا عبادت وشي . او یوازې له تا څخه بسپنه اوکومک و غوښتل شي ، زما الله ! زه علي پاشا د ژوندانه په دې طلسم کې د یوې نالوستې پاڼې په څیر نوم ورکې وم . زما الله ! د شومیلا په میدانو کې اوبیا د ترانوا به ښار کې تا ماته د ا بخت په برخه کړ ، اې زما الله ، دا ټول ستا له اړخه رحمت او اعجاز دې . نو ایې الله ! زه ستا شکر کونکې او ممنون یم چې تا ماته داسې ستره سوبه او فتحه را په برخه کړه .»
له دې وروسته علي پاشا را پورته شو ، د هر څه لمړۍ یې خپل لښکر ته د ترانوا په ښار کې د پړاو کولو حکم وکړ اوبیا یې دښارد نظم ونسق په جوړولو پیل وکړ.
لا تراوسه علي پاشا د ترانوا په ښار کې و چې د سلطان مراد جاسوس ، چې دهمدې له پاره یې دلته کار کاوه او هره ګړۍ او هره لممحه یې د دښمن په کړو وړو سترګې خښې کړې وې ، علي پاشا ته خبر ورکړ چې د بلغاریه حکمران سیسمان په خپله د یو لوې لښکر سره دترانوا د ښار په لور را روان دې ، په داسې حال کې چې خپل داواړه زامن یې د نائیکوپولس د ښار په لور استولې دي تر څو هغوې د هغه ځایه تازه دم لښکر دمسلمانانو پر خلاف را ټول کړي او په دې توګه مسلمانان د خپلود لاسه تللو سیمو څخه بیرته په ویستلو مجبور کړی .
ددې خبر د اوریدو سره سم علي پاشا د ترانواد ښار څخه د خپل لښکر سره یو ځاې کوچ وکړ . د خپل ځان ترمخه یې د جاسوسانو یو جال خپور کړ تر څو یي هغوې د بلغاریه دحکمران سیسمان د نقل وحرکت څخه خبر وساتي ، علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې د ترانوا دښار څخه نژدې پنځه میله لرې تللې و چې د سلطان مراد جاسوسانو هغه ته بیا خبر ورکړ چې د بلغاریه حکمران دخپل لښکر سره یو ځاې د توپان په څیر مخته را روان دې او اوس نژدې پنځه میله واټن ته را رسیدلې دې . هغو جاسوسانو علي پاشا ته دا هم وویل چې سیسمان به د خپل راتلو سره سم په پاشا باندې یرغل کوی تر څو علي پاشا ته دخپلو لیکو د جوړولو مهلت هم تر لاسه نه شی . او ددې پلان نه په ګټې اخستو سره علي پاشا او لښکر ته یې پوره پوره زیان ورسیږي . دغو جاسوسانو دا خبر هم راوړې و چې سیسمان دخپل لښکر صفونه لا د په وا څخه جوړ کړې او په سفر یې پیل کړې . د سلطان مراد د جاسوسانو دا خبر د پاشا له پاره ډیر ګټور ثابت شو . کله چې هغه ته د سیسمان د دې وړاندې راتګ په هکله معلومات وشو نو هغه هم د خپل لښکر لیکي سره را جوړې کړې ، د مخته تللو رفتار یې کم کړ تر څودلیکو تر تیب خراب نه شي .
علي پاشا به دخپل لښکر سره یواځي دوه میله مخته تللي و چې مخکې ورته د سیسمان لښکر دتوپان د تورور تیارو په څیر تر سترګو شو . ددښمن د لښکر د کتلو سره سم علي پاشا خپل لښکر ته ددریدو حکم وکړ ، دهغوې صفونه یې منظم کړل ، تر څو د بلغاریي دپاشاه د لښکر یرغل تم کړی او بیا په خپله کار روایي وکړي .
د بله اړخه د بلغاریه پادشاه سیمسان د راتګ سره سم د علي پاشا په لښکر د هوا د ملخانو په څیر را پریوت ، خو څرنګه چې علي پاشا ددې ترخه دشومیلا په میدانوکې دسیسمان دواړو زامنو ته نه هیریدونکې ماته ورکړې و ه او د هغوې څخه یې د بلغاریه ښار ترانوا هم نیولې و . نو په دې خاطر سیسمان د علي پاشا پرخلاف د په وا څخه ډیر په غصه او قهر ډګر ته راوتلې و. په دې خاطر یی د راتللو سره سم په علي پاشا باندې حمله وکړه . په حقیقت کې دهغه ددې کار څخه مقصد داو چې که په ناڅاپې توګه په علي پاشا باندې حمله وکړل شي اودهغه په مقابل کې خپل برې ډاډمن کړي نو په دې توګه به د خپلو زامنو د ماتې بدله واخستله شي.
خو دا د بلغاریه د حکمران سیسمان ځان غولونه وه ، ځکه چې د هغه د حملې د تم کولو له پاره علي پاشا له مخه تیارو. علي پاشا په ډیر جرأت او پوره تجربي او جنګي مهارت سره تر هر څه د مخه د سیسمان د لښکر حمله تم کړه او په دې تر تیب یې خپله دفاع ټینګه کړه ، او دهغې وروسته علي پاشا هم په خپل اصلي رنګ سره ډګر ته راغې .
هغه تر هر څه د مخه د برق په څیر د زوال ورکوني او پنا کونکې ذات نوم واخست او دهغه (د تکبیر ) غږ ئي پورته کړ . کله چې دهغه د تکبیر غږ په فضا کې زمزمې پیل کړې نو د هغه لښکر هم دتکبیر په اوازونو باندې ټوله دښته را ونغاړله او ددې غږ وروسته علي پاشا لکه د سمندر د ویرونوکو توپانو په څیر په خپل دښمن باندې یرغل وروست .
ددواړو لښکرو د ټکر څخه دا سې احساسیده لکه کوم اتشفشان یا اورغورځوونکي غرونه چې دډیرجوش څخه دچاودیدو په حال کې وي .مرګ هرې لورې ته په نڅا و، د ژوند په قفس کې د مرګ سیورې چاودېدلې و . په تیارو او نوم ورکو وادیو کې وینې بیونکو افسانو سر را پورته کړې و . د خپلولیو پیوندونه یو له بله سره شلیدلې و ، او د جمود او سکوت دوره په یوې بحراني نوې دورې باندې بدله شوې وه.
دبلغاریه پادشاه سیسمان هم د علي پاشا په مقابل کې د ډیرو دریدو توان را نه وست ځکه علي پاشا په ډیره تیزۍ سره د سیسمان او دهغه د لښکر حالت د خزان وهلي ونې د راتویدونکو پاڼو په څیر کړې و. د سیسمان بدقسمتې وه چې هغه هم د علي پاشا په لاسو دخندونکې ماتې سره مخ شو او تښتید. علي پاشا د نه تم کیدونکو توپانو په څیر دهغوې پسې تر شاو لاړ او دهغې په لښکر یې د پرلپسې حملو په پایلو کې دهغوې شمیره را و غورځوله .
په هغه وخت کې چې د علي پاشا دا تعاقب په پوره زور و شور سره مخته روان و او د بلغاریه پادشاه سیسمان د خپل لښکر سره په منډو و ، نو یو ناڅاپه د سلطان مراد جاسوسان د کومې لورې څخه را څرګند شول ، اوعلي پاشا ته یې ددریدو اشاره وکړه . د اشارې سره سم علي پاشا خپل لښکر ته ددریدو حکم وکړ ، کله چې سیسمان وکتل چې دښمن یې تعاقب پریښې دې نو د ارامۍ ساه یې واخیسته ، او د مخکې په څیر یې په منډه منډه خپلو پناه ځایو ته ځان ورساوه .
د بله اړخه کله چې هغه جاسوسان علي پاشا ته نژدې راغې نو علي پاشا ترې سمدستې وپوښتل . دوستانو ! تاسې چې زه ودرولم او سیسمان مو را څخه خلاص کړ نو ایا ستاسې په دې کار کې زما له پاره څه سلامتي او غوره والې شته ؟ دهغې په دې خبره د راغلو مخبرانو څخه یوه یې وویل :
پاشا!مونږ ته پرته له کوم مقصده نه یې درولې ، په حقیقت کې د بلغاریه د پادشاه دواړه زامن سائرکن اوایکسلا چې له تا څخه یې هلته د شومیلا په میدانو کې ماته خوړلې وه هم ستاسو تر شا پر تاسو پسې را روان دی . دا دواړه ورونه په دې بریالي شوې چې د نائیکو پولس په ښار کې د خپل ځان له پاره ډیر ستر لښکر را ټول کړي ، او دهغوې کړنلاره او وړاندیز همدا دې چې کله چې د هغوې پلار سیسمان له تاسره ټکر شې نو دوې به د شا له خوا په تاسې یرغل راوړي تر څو ستاسې ماتې او خپل برې ډاډمن کړي .
خو دا د سائرکن اوایکسلا دواړو ورونو او دهغوې تر څنګ د هغوې د پلار سیسمان هم بدقسمتي وه چې دهغوې دا پلان د بریالېتوب نه تر مخه، د هغوې د پلار په لاسو له منځه ولاړ اودهغوې درا رسیدو تر مخه یي پلار د علي پاشا په لاسو د ډيرې خرابې ماتې سره مخ شو اود جنګ دمیدان څخه و تښتید. دهغوې د ماتې دخبر وروسته ، څرنګه چې دهغې زامن سائرکن اوایکسلا دلته ډیر نژدې رارسیدلې ونو هغوې ستاسو تر شا و لګیدل ، هغوې پلان لري چې د شپې له اړخه پر تاسې باندې یرغل راوړي ، او په دې تر تیب و توانیږي د خپل پلار د ماتي بدله واخستلاې شي .
د خپلو دغه مخبرانو د اطلاع په اساس دعلي پاشا په مخ باندې دخوښۍ نښې را وځلیدې ، بیا یې په توصیفې توګه هغه مخبرانو ته وکتل او ورته یې وویل :
زما دوستانو ، زما ورونو ! زه ستاسې ډیر زیات ممنون یم چې تاسې ما ته په ډیر ښه وخت کې اطلاع راکړه ، زه پوهیږم چې د اروپا دا دښمن په مکارۍ کې د ګیدړې ، په خباثبت کې د مار ، په ګندګۍ کې د خنزیر ، په حماقت کې د خره په څیر ، په بې زړه توب کې د خرګوش او په نحوست کې د کارغه په څیر . زه به دهغوې هیڅ تدبیر بریالیتوب ته پرې نږدم . لکه څنګه مې چې د بلغاریه پادشاه سیسمان ته ماتې ورکړې همداسې به دهغې زامنوهریو سائرکن اوایکسلا دواړو ته د شومیلا په میدانو کې د هغوې په ټنډو باندې د بدترینې ماتې داغ کیږدم .
ددې خبرې دکولو وروسته علي پادشاه د لږڅه ځنډ وروسته بیا دخپلو خبرو لړۍ جاري وساتله او ویې ویل :
زماورورنو ! ایا تاسې دا ویلي شئ چې دسیسمان د زامنو سائرکن او ایکسلا لښکر به له دې ځایه څومره واټن لرې وي ؟ د هغې په دې خبره مخبر انو په خپلو منځو کې صلاح و مشوره وکړه او بیا د هغوی څخه یوه وویل :
پاشا ! که چیرې مونږ غلطي نه وي کړي نو دهغو لښکر به ددې ځاې څخه د پنځه یا اوو میلو په شاوخوا واټن کې را روان وي .
دهغوې ددې خبرې په اساس د علي پاشا په څیرې باندې خندا را پیدا شوه . په ډیر ستایونکې انداز یې دمخبرونو په لور وکتل اوویې ویل :
« که چیرې داسې وي نو بیا تاسې ډاډمن اوسئ چې زما خدای ، زما الله که وغواړي نو زه به دسائرکن اوایکسلا حال هم د په زنڅیر کې د را نښتو بندیانو ، د ذلت اوپستۍ د کفن په څیر وګرځوم او د هغوې ژوند به انشاء الله د ستونزو او مصائبو څخه ډک کړم .
ددې وروسته د علي پاشا سترګې دهغې ښې لورې ته په یوې غونډۍ باندې و نښتې، بیا یې خپل لښکر ته دهمغې غرنۍ اړخ په لور دکوچ کولو حکم ورکړ او د سترګو په رپ کې یې د غرنیو لړۍ تر شا سنګر و نیو .
له بله اړخه سائرکن اوایکسلا دواړو دخپلو لښکرو سره یو ځاې په ډیره ګړندۍ توګه دعلي پاشا تعاقب کاوه او هغه ځاې ته را ورسیدل چې علی پاشا او دهغې جاسوسانو یې په هکله دتعاقب خبر ورکړې و . نو علي پاشا د خپل لښکر سره یو ځاې د سنګرونو څخه را ووت اوبې له ځنډه د سائرکن اوایکسلا دواړو ورونو پر لښکرو باندې د سور توپان په څیر را پریوتل .
دا یرغل دومره ناڅاپي ، دومره ځواکمن و چې ایکسلا اوسائرکن دواړو هغه و نه شو زغملاې ، په هماغه لمړۍ حملې کې علي پاشا هغوې د انحطاط او زوال سره مخ کړل. ایکسلا او سائرکن دواړو تر ډیره وخته پورې د علي پاشا مقابله و نه شوه کولې ، هغوې د ډیر بدې ماتې سره مخامخ شول او بیرته د نائیکو پولس د ښار په لور و تښتیدل.
اوس نو علي پاشا یو توپانې شکل اختیار کړې و. دا هم نور ځنډیدونکې نه و . ایکسلا او سائرکن دواړو ته د ماتې ورکولو ورسته هغه د سیلۍ په څیر دهغوې په تعاقب پسې ولاړ .
ایکسلام او سائرکن دواړو ورونو لومړۍ غوښتل چې دعلي پاشا په لاسو د ماتې وروسته د خپل ښار نائیکو پولس لورې ته مخ کړي ځکه هلته هغوې ډیر ښه زیرمه کړې لښکر ساتلې و . خو دا د هغوې دواړو بدقسمتي وه چې علي پاشا دهغوې تعاقب پري نښود . کله چې هغوې فکر وکړ چې علي پاشا د هغوې پسې را روان دې او که چیرې هغوې د نائیکو پولس ښار ته دور ننوتلو کوشش وکړي نو علي پاشا به هم د خپل لښکر سره یو ځاې ددوې دواړو پسې د نائیکو پولس ښار ته ور ننوځي ، او لکه څنګه چې هغه د ترانوا په ښار کې ددوې دواړو حالت ډیر خراب کړې و نو د نائیکو پولس په ښار کې به يي هم حالت د هغې څخه بد تر کړي او دغه لښکر چې له دوې سره دې ددوې په شمیره کې به هم کمښت راشي .
دهمدې فکر په اساس ایکسلا او سائرکن دواړه نائیکو پولس ته ور ننه نه وتل ، بلکه د ښاره بیرون یې خپل لورې بدل کړ او بیا یې هغې لورې ته په تیښته پیل و کړ چې پلار یې سیسمان دعلي پاشا په لاسو د ماتي وروسته تښتیدلې و .
علي پاشا تر یو ځایه ددواړو ورونو پسې ولاړ او دهغوې د لښکر شمیره یې نوره هم را کمه کړه . بیا د خپل لښکر سره یو ځاې د نائیکو پولس د ښار په لورې راوګرځید ، په دې وخت کې د نائیکو پولس په ښار کې کوم داسې ځواک او لښکر نه و چې دښاره دفاع وکړي په دې اساس دا ښار پرته له کومې ستونزې دمسلمانانو په لاسو سوبه شو. علي پاشا هملته په ښار کې پړاو وکړ . دښار خلک به ډلې ډلې علي پاشا ته راتلل او دخپل اطاعت څرګندونه به یې کوله . علي پاشا هم ټولو ښاریانو ته عمومی بښنه اعلان کړه او په دې اړه یې حکم او فرمان خپور کړ.