کور / تازه خبرونه / افغانستان: دوه نور انګرېزان ووژل سول

افغانستان: دوه نور انګرېزان ووژل سول

په هلمند کي ميشتو برتانوي پوځيانو منلې چي دوه عسکر يې نن په يوه ځانمرګي بريد کي د لاسه ورکړي دي.
رپوټه وايي چي افغان او برتانوي پوځيان د هلمند په سنګين ولسوالي کي په ګزمه وتلي ول، چي د يوه ځان مرګي بريد ښکار سول او دوه افغان پوځيان هم په دې چاودنه کي وژل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د برتانيې ٥٠٠ نوي عسکر پرون د هلمند ولايت ته ورسېدل.
برتانيې د ٢٠٠١ کال د يرغل راهيسي ٢٣٩ پوځيان په افغانستان کي د لاسه ورکړي چي، ١٠٢ تنه يې په ٢٠٠٩ کال کي وژل سوي دي.