کور / تازه خبرونه / د بن لادن دوهمه مېرمن سره د ۶ بچو د امنيتي چارواكو په ولكه كي ده

د بن لادن دوهمه مېرمن سره د ۶ بچو د امنيتي چارواكو په ولكه كي ده

د اسامه بن لادن دوهم ځوي 30 كلن عبدالرحمن بن لادن دالجزيره عربي تلويزون سره په خبرو كي ويلي چي دايران امنيتي چارواكو د 2001 كال را په ديخوا د ده خور ايمان او 5 ورونه او ناسكه مور په والكه كي ساتلي هغه ايراني چارواكي وهڅول چي دبن لادن كورنۍ دي بريدي چي سعودي ته لاړشي.

عبد الرحمن په سوريه كي د 2001 كال را په ديخوا د خپل مور او د بن لادن د لومړۍ مرمن سره چي سوري نژاده ده وسيړی وايي د بن لادن كورنۍ دا تمه نه كوله چي ګواكي د ده خور او ورونه او ناسكه مور به لا تر اوسه ژوندي وي .

عبد الرحمن وايي څه موده مخكي د ده خور ايمان د ايران د امنيتي چارواكو نه په څه چل تښتيدلي وه او د ده بل ورور عبد الله ته يي ټلفون كړي وو او عبدالله خور نه غوښتي ول چي د سعودي سفارت ته دي ځان ورسوي .

عبد الرحمن وايي چي خور يي د سعودي په سفارت كي د ډيري مودي نه ده او د هغي روغتيايي او اروايي . نفسي . حالات ترينګلي دي هغه زياته كړه چي سعودي چارواكو هلي ځلي كړي چي زما خور له ايرانه وباسي خو د دواړو هيوادونو د كړكيچنو اړيكو له امله بي پايله شوي .

هغه د سوريه له حكومته غوښتي چي د بن لادن د كورنۍ غړي دي له ايران نه روباسي د هغه په وينا د سوريه اړيكي د ايران سره ډير پياوړي دي .