کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له ولسي جرګې نه د افغانستان د بشر د حقوقو او مدني ټولنې د شبكې دا غوښتنه راخستې، چې په فساد، بشري حقوقو په سرغړاوي او د نشه يي توكو په قاچاق تورنو وزيرانو ته دې د باور رايه نه وركوي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې بيا د افغانستان په اړه د جرمني د دفاع د وزير په څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې دوى په افغانستان كې نه جنګيږي، بلكه بيارغونه كوي.
ورځپاڼې په دوام كې د ګوئيد و وستروله دا ټينګار هم راخستې، چې پوځيان بايد په افغانستان كې د بيارغونې له بهير نه ملاتړ او پدې برخه كې لازمي اقدامات وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بې كارۍ غم ژړلې او پوښتلي، چې بالاخيره دا ستونزه به كله هواره شي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په ستونزې پحث كړې او په كنړ كې وروستۍ پيښې ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې دا ستونزه به تر كومه روانه وي؟
ورځپانې په دوام كې ليكلي، كه بهرني ځواكونه په رښتيا هم د ترهګرو په خلاف د جنګ لپاره راغلي نو د ترهګرو اصلي مركزونه دې په نښه كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې بيا ليكلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي ددې پيښې، چې پكې د اتو زده كوونكو په ګډون لس كسه عامه وګړي وژل شوي د ژر تر ژره د څيړلو حكم كړې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ديموكراسۍ د روان بهير په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پدې ترڅ كې د جرمني د دفاع د وزير په حواله ليكل شوي، چې افغانستان د هغې د تاريخ او عنعو په پام كې ساتلو سره د هغې ديموكراسۍ لپاره مناسب ندې، چې دوى يى غوښتونكي دي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې له نيوزويك اونيزې سره د افغان ولسمشر حامد كرزي د مركې ځينې مهم ټكې خپاره كړي او ليكلي، كه په پاكستان كې د وسلوالو پر ضد جدي اقدامات وشي نو دې باوري دې، چې په افغانستان كې بريا به نوره هم اسانه شي.
ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د فرانسې د خبري اژانس د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د القاعده پر ضد د افغانستان او پاكستان بحران لا سختوي.
ورځپاڼې په دوام كې د پاكستان قبايلي سيمې دالقاعده اصلي مركز او د اسامه بن لادن پټن ځاى او د ځمكې پر مخ تر ټولو خظرناكه سيمه بللې.
په ورځپاڼه كې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره روانو هڅو او د ولسمشر كرزي بيا بيا غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې پدې خبرو كې اصلي خنډ پاكستاني طالبان دي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د يو ځانګړي پروګرام د جوړولو اړتيا ده، ځكه د ورځپاڼې په وينا تر هغو، چې دولت پدې پوه نشي، چې مقابل لورې يى څوك دې او څه غواړي طالبانو ته د خبرو بلنه وركول كومه ګټه نلري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په ولسي جرګه كې د نومانده وزيرانو د كاري پروګرامونو د اوريدنې په بهير بحث كړې او پدې ترڅ كې د ولسي جرګې په اداري پلاوي دا انتقاد كړې،چې د وزيرانو د سوابقو د څيړلو په برخه كې هومره، چې لازمه ده دقت نه كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د جنرال خداى داد په حواله ليكل شوي، چې د نشه يي توكو د قاچاق د مشرانو نيول نا ممكنه دي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د ناټو د يو جګ پوړي چارواكي په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې د افغانستان او پاكستان د روان بحران په اړه د يو مناسب تعريف نشتوالې د روان بحران د پراخيدو سبب ګرځيدلې.
خو اصلاح بيا د افغان ځواكونو د شمير د زياتولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې ددوى كاري كيفيت ته هم بايد جدي پاملرنه وشي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې په افغانستان كې د طالبانو فعاليتونه څيړلي او د رويټرز خبري اژانس د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې طالبانو خپل نفوس په ټول افغانستان كې پراخه كړې.
ورځپاڼې په دوام كې د ناټو د يو چارواكي دا وينا هم راخستې، چې تر راتلونكې يو كاله پورې بايد حالات ددوى په ګټه وڅرخي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې افغانان اوس مهال تر هر څه زيات ملي يوالي ته اړتيا لري، ځكه د ورځپاڼې په وينا همدا د بقا يوازنۍ وسيله ده.
په ورځپاڼه كې د افغانستان په شمال كې د غيرقانوني وسلو د موجوديت په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دا په شمال كې د امنيت د ټينګښت په وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دي.