کور / تازه خبرونه / امريکا: د جاسوسي الوتکو حملې کاميابه دي

امريکا: د جاسوسي الوتکو حملې کاميابه دي

امريکايي سناتور جان مکين نن په کابل کي خبريالانو ته وويل پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا بې پيلوټه الوتکو بريدونه بريالي دي او امريکا به دې حملو ته دوام ورکړي.
جان مکين وويل په قبايلي سيمو کي يې القاعدې ته درنه مرګ ژوبله اړولې، د بيت الله مسود او ځينو نورو مشرانو په ګډون يې د القاعدې او قبايلي طالبانو ډېر کسان وژلي دي.
جان مکين پر داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي امريکا پرون هم په قبايلي سيمه دته خېل کي دغسي حملې کړې، چي د ځايي خلګو په وينا پر وسله والو سربېره يې ولسي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
جان مکين د جمهوري غوښتونکي ګوند غړئ، دئ، چي په ٢٠٠٨ کال يې په انتخاباتو کي له باراک اوباما څخه ماته وخوړه، د نوموړي له خبرو ښکاري چي د ده هم د بوش په شان ټول زور پر جنګ، وژنو او بمباريو دئ.