کور / تازه خبرونه / مصر : په كنيسه باندي وسلوال بريد شوي او 7 تنه وژل شوي

مصر : په كنيسه باندي وسلوال بريد شوي او 7 تنه وژل شوي

د مصر د قنا ولايت نجع حمادي سيمه كي په وسلوال بريد كي 7 عيسويان د كنيسي مخ ته وژل شوي او 8 نور ټپيان شوي چي د 4 حالات نازك ښول شوي .
ا منيتي چارواكي وايي دنجع حمادي په كنيسه وسلوال بريد هغه وخت وشو چى كله عيسويان د عيسى عليه سلام د كليزي د لمانځلو د مراسمو د پوركولو روسته له كنيسي وتل .
دغه خبر وايي بريد كونكي په موټر كي سپاره وو او د پيښي د ځايه پر تيښته بريالي شوي .
د پيښي ليدونكي وايي چه د كنيسي څارونكي چي مسلمان وو هم وو په ډزو كي وژل شوي دى .
د قنا ولايت څارنوالۍ د پيښي په اړه پلټني پيل كړي دڅارنوالۍ يو چارواكي احمد شرقاوي اهرام ورځ پاڼې ته وويل لاسته راغلي دلايل ښي چي دنجع حمادي پيښه انتقامي بڼه لري , هغه زياته كړه موده وړندي په دغه سيمه كي يو عيسوي ځوان پر يوي كوچنۍ مسلماني نجلۍ جنسي زياتي كړى وو.
امينتي سر چيني وايي د پيښي د املينو هويت پيژند ګلوي شوي او په راتلونكو څو ساعتونو كي به د قانون منګولو ته ولويږې .