کور / شعر / غزل

غزل

خداييږو خپل ته خپله يار يمه،يو پند يم
خو پردي ته كندهار يمه،ميوند يم

ستا د سپين مخ د ليدو په ګناه، اوس هم
ستا د زلفو، په ول ول زنځير كې بند يم

ستا سرې شونډې به، په سرو وينو لړمه
ځه په هوډ كې نو پښتون يمه، څرګند يم

ما پښتون ذات، كه هر څو دل كړې ځه وخته !
بيا هم غر يمه، له سمو سربلند يم

قسم ښه سره، له ښوو نه ښه پايم
قسم بد سره، له بدو بد چلند يم

له امو چې سرچينه اخلي، په مغز كې
تر اټكه چې رسېږي، هغه اند يم

ما زاهد نه، په ټينګ عزم وګټله
دې خداى پرېښود، او زه لا په مى پابند يم

تيارسى، د پښتونوالې په ډګر كې
د افغان عسكر ناره يمه، ژوند ژوند يم

دا مې پلار جنت كې وخوړ غنم، اوس چې
زه پښتون يې غنمرنګ، سركش فرزند يم

رقابت مې له فطرت زده، شه بې غمه
نه ماتېږم، د پښتون د خولې سوګند يم

نارينتوب مې، صرف په شعر نه زده اراكه !
هره چاره باندې غورځمه، كمند يم