کور / شعر / د اوړو کاختي

د اوړو کاختي

په دا نژدې وختونو کي وغوږېدم چي افغانستان ته د اوړو کاختي او بحران رارهي دي  او د  دې کمبود دپوره کول يا رانیول  په بین المللي مارکیټ کي ۸۰ میلیونه ډالره غوړاي . داخبره  هم پر زیاته سوې ده چي د دې بحران په عواملو کي يو  دا دئ  چي د ملل متحد لخوا را استول سوي  امدادونه؟ تر موږ  پوري  مکمل نه را رسېږي ګویا پر لاري یو او بل خپله په وکړي د دې خبري په او رېدو  سره زما زړه شَوه سو او دغه سي به د نورو زړونه هم لوېدلي وي.
زه چي ذهناً ډېر ناآرامه  او چرتي سوم، نومي قلم او کاغذ ته مراجعه وکړه او د ځانه سره مي وویل، چي سړیه پټه خوله نیول هم  بده خبره ده، باید یوڅه پکښي  وویل سي ، ولي  دا دئ حکومت  لا وارخطا دئ. شاعر خو بل څه نه لري ، نو په دې متعلق مي دغه شعر ولیکی او  وړاندي کړی.
که څه هم دایو واقعیت دئ چي وزېر صاحب اظهار کړئ، مګر و داسي حکومتو ته  ،چي د کرهڼي وزارت ، د پلان وزارت ، رودونه مځکي، تخمونه  متخصصين ، سړي او مناسبه هوا لري  ، دا خبره   د دغسي کل اختیار د پاره بې خونده  ده.  نباید خلګ په تشویش کي واچوي ، چي (خلکو واورئ!  بحران رارهي دئ.)    او یا خپل مالونه  د داړولو له ډاره  تر خپلو ګدامو خوندي نسي رارسولئ ، چي دا د کاملي بدامنۍ او ضعف دلالت  هم کوي.  او يا په يې  بل سیاسي ملحوظ ګونۍ لغړولي وي . یا به پر خپل کښت، عمل او پلان باور  نه لري .
په هر صورت د غلو دانو ګداموته وږو سترګي خلاصي نيولي دي بايد همېشه  بز ( ډک) ولاړ وي.



در ړوند ږغ وسو  پر غټــــــــانو او وړو
بحــــــــــــــــــرانونه  را روان  دي  داوړو
د دوستانو  امدادونه  کنډو کيـــږي
ســـــــــم دم کله  را تیریږي  لـــــــه داړو
سپېرونی په کُندري* کي دخوار نسته
مجموعي قیمت يې غوړي په کروړو
هر  ژوندي  لره  خواړه  د  ژوند  بقا ده
زندګــــــــــــــــــــي ده په اوبو او په خوړو
و مړتیا* لــــــــــــــــره کرهڼه امنیت دي
نړیوال  کلـــــــه  مـــړیږي  په جـــــــــګړو
زراعت   او  مالـــــداري لره اړتیا ســـته
پـــردې   لاه  ګرم  ځــئ  سړو   ســــــړو
د پرديــــو امدادو  ته  اميد   مکـــــــړی
خوشي وخت ضایع کوي په پرپـــــــــړو
عهد وعده به دکېلې درسره وکـــــــړي
ښايې وروسته سي تبديل په کريــــــړو
څو د خپل باغ په انګورو ماړه نـــــــسی
نه  مړيږي په معهودو شیـــــــرپـــــېړو
که کښتونه مالدري قوي شپــــــــــانه وو
نو مړتیا سته په شیدو کروتــــــــو غوړو
اوپر هرځای چي لېوان وي امــــان نه وي
هلته  نر و ښځي  وي  په  غــر غــــړو
چي توپونه په یو ځای کي زړونه تش کړي
هیڅ اميد هلته ونه کړې د مــــــــــــــــړو
ریشاء وايي په تو پو  څوک نه مړيږي
یوم تېره کړي  مخ ارې کړی د چـــــــــړو

عبدالهادي- ريشاء
۳جنوري۲۰۰۸ -کراچي
* مړتيا ، د ډوډوۍ خوړلو وروسته مړيدل