بلغاریا غواړي چي افغانستان ته سل تنه نور پوځیان راوليږي، د بلغاریا حکومت په دوبي کې ویلي و چي د اقتصادي بحران له امله افغانستان ته نور ځواکونه نه سي ليږلاى.
خو وروسته امریکا او ناټو غوښتنه ځيني وکړه چې افغانستان ته نور عسکر وليږي.
اوس د بلغاریا دفاع وزارت وایي چې د دیرشو عسکرو د استولو پرېكړه کابینې کړې ده او د اویا تنو نورو په برخه کې یې غیر رسمي سلا کړې ده.
دغه دیرش تنه به په دوو اونیو کې افغاستان ته راسي.
افغانستان ته به د نوو بلغاریایي عسکرو په رسیدو سره په دغه هیواد کې د بلغاریا د پوځیانو شمېر پنځه سوو ته ورسیږي.