کور / تازه خبرونه / طالبان: د حکيم الله مسود په هکله اسنادو ته اړتيا نسته

طالبان: د حکيم الله مسود په هکله اسنادو ته اړتيا نسته

د پاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق وايي دوى هيڅ اړتيا نه لري چي د خپل مشر حکيم الله مسود په هکله داسي شواهد وړاندي کړي چي هغه دنيا ته ژوندى په ثابت سي.
اعظم طارق وايي حکيم الله مسود بېخي د جنوري د ١٤ – مي په حمله کي ټپي سوئ لا نه دئ، چيري بيا دا چي هغه دي يې له امله ژوند د لاسه ورکړى وي.
پاکستان د تيري يکشنبې په ورځ د قبايلي مشر حکيم الله مسود د مړيني خبر راپورته کړ، چي وايي د جنوري پر ١٤ – مه تر مرګوني حملې وروسته يې سخت ټپونه اخيستي وو او د جنوري پر ٢٦- مه د هماغو زخمونو له کبله مړ سو.
تر دې دوه ځله دمخه هم د حکيم الله مسود د مړيني ادعا سوې وه، خو وروسته به طالبانو د هغه ويډيو يا آډيو پيغام رسنيو ته ورکړ.