کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د درو بهرنيانو په ګډون اته تنه وژل سوي

پښتونخوا: د درو بهرنيانو په ګډون اته تنه وژل سوي

د پښتونخوا ايالت په لوړدير کي د يوه ښوونځي مخته چاودني اته تنه ووژل او نيژدې ٢٥ تنه يې ټپيان کړل چي اکثره يې د نجونو د ښوونځي ماشومان دي.
د بر دير امنيتي مقامات وايي چاودنه د نجونو د يوه ښوونځي مخته نن سهار هغه مهال وسوه چي د سيمي څخه د پوليسو ګزمه تېرېده.
په وژل سويو کسانو کي د نجونو د ښوونځي درې زدکوونکي، درې بهرنيان او دوه پوليس وژل سوي دي.
د چاودني له امله د نجونو ښوونځى له منځه تللى او د شاوخوا سيمي ودانيو ته يې هم زيان اړولى دئ.
د بهرنيانو هويت تر اوسه نه دئ په ډاګه سوئ خو ويل کېږي د امريکا د پرمختيايي ادارې يو، ايس، اې، آى، ډي د ادارې کارکوونکي دي.
د دير د پوليسو چارواکي وايي د ټپيانو په منځ کي څو تنه ځايي خبريالان هم شامل دي، چي د يو، ايس، آى، ډي ادارې له کارکوونکو سره ملګري وو.
د چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم دا معلومه ده چي موخه يې د نجونو ښوونځى، پاکستاني پوليس او که د امريکايي ادارې کارکوونکي وو.