کور / تازه خبرونه / وزيرستان: د تېري شپې د حملو مړي ٣١ تنو ته ورسېدل

وزيرستان: د تېري شپې د حملو مړي ٣١ تنو ته ورسېدل

په شمالي وزيرستان کي د تېري شپې د امريکايي بمباريو له وجي د مړو شمېر ٣١ تنو ته ورسېد.
دغه بمبارۍ چي د امريکا بې پيلوټه الوتکو تېره شپه پر ځايي وخت اته بجې وکړې ١٣ ميزايل راکټونه يې پر درو مختلفو سيمو باندي وغورځول.
بمبارۍ د محمدخېلو، غرقمر او ميرامشاه ښار ته نيژدې پر څو کورونو باندي سوي چي مرګ ژوبله يې وار په وار ډېرېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي تر بمباريو وروسته د سيمي د خلګو په منځ او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په څېرو کي له ورايه بېره محسوسېږي.
د امريکا ولسمشر باراک اوباما وړمه شپه پر يوټيوب باندي په مرکه کي القاعده د مسلمانانو دښمنه وبلله، خو په لر اوبر افغانستان کي چي بېګناه ماشومان او ښځي هره ورځ چي د امريکا په بمباريو کي وژل کېږي په هکله يې هيڅ ونه ويل.