کور / هراړخیز / د ودانېو جوړونه

د ودانېو جوړونه

منبع : د ودانېو تخنيک د الماني څخه

اكثره هيوادونه د ودانيو د جوړونې د پاره خاص اوصول او مقررات لري چې د دغو اصولو په چوكاټ كې د ودانېو هرې برخې او موادو دپاره خاص معېارونه (نورمونه) ټاكلي دي. همدا علت دې چې ټولې ودانۍ غېر د اضافي مصرف په خپل وخت او بېدون د كوم مشكل جوړيږي. افغانستان د ډېرو غريبو او وروسته پاتې هيوادونو څخه دې او اکثره ودانۍ د خټو يا د خامو خښتو څخه جوړيږي ددې دپاره چې دا ډول ودانۍ د کېفيت له مخې ښه ودانې شي، ضرور دې چې سړې د ودانۍ ﻻندې تهدابونو اود کوټو فرش ته ډېر توجه وکړي. دا په دې مانا چې په فضل د خدای (ج) افغانستان د طبعي غرونو، خوړونو، سيندونو او ځنګلونو څخه ډک دې، نو باېد د ودانۍ ټول تهدابونه د ډبرو، شګو او يا هغه مواداو څخه چې نم يا لندبل پر اغيزه ونه کړاي شي، جوړ کړي او د هغه په سر يانې د ځمکې د فرش څخه 30 سانتي متره پورته ېوه نرۍ پټۍ د نم په مقابل کې عاېق ونيول شي تر څو چې نم پورته دېوالونو او کوټو ته ونه خېژي.
هغه ودانۍ چې پاخه جوړيږي، باېد همدا ډول اصول لکه د پرمخ تللي هيوادونوغوندې په نظر كې ونيول شي، نو دادې ډېر فشرده د ودانيو د جوړونې بعضې معلومات چې په الماني ژبې (د ودانېو تخنيك) ليكل شوي، په پښتو ژباړم، هيله ده چې د گرانو هيوادوالو د استفادې وړ وگرځي.

که په ليکنې کې کومه غلطي يا اشتباه راغلې وي، نو په ډېر درنښت بخښنه غواړم.

كندنه (كندنكاري):
هغه كنده چې ېوه ودانۍ پرې جوړيږي، باېد د ودانۍ د درېدو طاقت گرنټي كړاې شي او د نا برابره كښېناستو مخنيوې وكړا ې شي. برسېره پردې ېوه ودانۍ ټول خپل مجموعي وزن چې لري اخلي او پر هغه كندې كوم چې ودانۍ پر جوړيږي، اچوي.
د ېوې ودانۍ وزن او د كندې د بار وړلو توان كوم چې ودانۍ پرې جوړيږي:
د ېوې ودانۍ وزن د خپله ودانۍ وزن او د متحركه وزن (انسانان، موبل، واوره، باد او نور سامانونو) څخه تشكيليږي. دا د معيار (نورم) له مخې په ځانگړي وزن، په مساوي ډول سره تقسيم شوې وزن او په ليكه يې وزن تقسيم شوې.
د ېوې ودانۍ د کندې په هېث سړې وېلې شي چې د ځمكې ټولې برخې، كوم چې د ېوې ودانۍ تر بار لاندې واقع دي، فشار اوهمدارنگه اصطكاك پر دې ځمکې ډېره اغيزه كوي او په لږ عمودي وزن سره كښېناستو ته مېلان پېداکوي، او په زيات وزن سره ځمكه درز كوي او يا ماتيږي.

د تهداب ېوې او يا دواړو خواوو ته د ځمكې چاودېدنه
د ېوې ودانۍ ﻻندې د ځمکې د ماتېدو علت:
پر ېو تهداب دبار (وزن) په ډېرېدو سره د تهداب لاندې او هم ډډو ته ځمكه سره ځبېښل كيږي. كه بار (وزن) نور هم زيات شي، نو تهداب كښېناستو ته اړ كيږي او ځمكه چوي.
د ځمكې هغه درز كوم چې د تهداب د زيات وزن څخه منځ ته راغلى، د ليكه يې تهداب لاندې د ېوې پانې شكل، او د ځانگړي تهداب لاندې لكه د ېو مېخ شكل غوره كوي. د ليكه يې تهداب لاندې كوم چې د پانې شكل لري، د هغه دواړو خواوو ته ځمكه متقابل مقاومت ښايي نو ځكه د تهداب دواړو خواوو ته ځمكه د تهداب د زور په وجه پورته خوا ته پورې وهل كيږي چې د ځمكې پر مخ ېو ډول پاړسوب منځ ته راځي. لكه څنگه چې پورته په شكل كې گورې، دا پاړسوب كېدې شي چې د تهداب ېو او يا دواړو خواوو ته پېدا شي.
د بار د زياتېدو په څنگ كې كېدې شي چې د ځمكې كښېناستل نور تاوانونه منځ ته راوړي لكه د گاونډ ودانۍ لاندې د ځمكې د تشنج ډېرېدل او يا د ځمكې نا برابره طبقې كښېناستل.

پسته خورځنه خاوره د داخلي لوړ فشار تشنج

ېوې ودانۍد ودانولود پاره ﻻندې د ځمکې بار وړلو توان:
د ځمکې د مقاومت توان، د ځمکې د کېمنډو (فشردګي) او د هغه د کښېناستلو څرنګوالي پورې اړه لري.
د ودانۍ د پاره د ېوې ځمکې مناسبوالی:
غټې ډبرې چې په اسانۍ سره بېلېداې شي، او يا په همدې ډول نورې ډبرې، دا د ېوې ودانۍ د جوړولو د پاره ډېره ښه ځمکه ده، ځکه چې د ډبرو د کتلو د نږديوالي په وجه دا ډول ځمکه د زيات بار په مقابل کې مقاومت لري او د کښېناستو وېره هم ډېره لږه ده.
په ﻻندې جدول کې د دا ډول ځمکې خصوصيات او د هغه د مقاومت درجه ښودل شوېدې
د ځمکې د ځبېښلو زور په
MN/m2 د ډبرې حالت
ماتېدونکی او د لندبل په مقابل کې معلومداره حساس نه ماتېدونکی، د لندبل په مقابل کې ډېر کم او يا هېڅ حساس نه اسېدل

1,5
4 هغه ډبرې چې د کلکوالي توان يې په ټولو ځاېو کې برابر وي

1
2 هغه ډبرې چې تغير خوړونکي طبقې او يا درزونه ولري
هغه ځمکه چې خاورو دانې د ېو بل سره نه نښلي:
دا ډول ځمکه د هغه د طبقې د ډبلوالي له مخې ېوه ډېره ښه ځمکه د ودانۍ د پاره حسابيږي. د دغې ځمکې د بار وړلو توان يې ډېر او هم د کنګل او يا د لندبل تر اغيزې ﻻندې نه راځي. د دا رنګه ځمکې د بار وړلو توان د هغه د دانو غټوالي او ګڼوالي پورې اړه لري چې په ﻻندې جدولونو کې صنف بندي شوېدې.
هغه ځمکه چې خاوره يې نه نښلېدونکی خواص او د ودانۍ د کښېناستو په مقابل کې ډېره حساسه ده
په منځنۍ ډول سره د ځمکې د کېمنډو اندازه په ليکه يي تهدابونو کې د پراخوالي له مخې
MN/m2 د ژوروالي اندازه
m
3m 2,5m 2m 1,5m 1m 0,5m
0,22 0,25 0,28 0,33 0,3 0,2 0,5
0,24 0,27 0,31 0,36 0,37 0,27 1
0,26 0,29 0,34 0,39 0,44 0,34 1,5
0,28 0,31 0,36 0,42 0,5 0,4 2
هغه ځمکه چې خاوره يې نه نښلېدونکی خواص لري او د کښېناستو په مقابل کې هېڅ حساسه نه ده، د کېمنډو صنف بندي په ﻻندې ډول دې
په منځنۍ ډول سره د ځمکې د کېمنډو اندازه په ليکه يي تهدابوبو کې د پراخوالي له مخې
MN/m2 د ژوروالي اندازه
m
2m 1,5m 1m 0,5m
0,5 0,4 0,3 0,2 0,5
0,57 0,47 0,37 0,27 1
0,64 0,54 0,44 0,34 1,5
0,7 0,6 0,5 0,4 2
0,15
څخه پورته ژور 0,3m څخه پورته پلن او د 0,2mد
وړو ودانېو د پاره

هغه ځمکه چې خاوره يې نښلېدونکی خواص لري:
دا ډول ځمکه نظر د هغه د اوبود زياتوالي په تناسب، د ودانۍ د پاره د استفادې وړ او يا داستفادې وړ نه ټاکل کيږي. څومره چې ځمکه نمجنه وي، هومره ودانۍ د ژور څخه شروع کيږي دا ځکه چې د خاورو دانې يې ډېر واړه او نازکه دي.کله چې د خاورو د دانو قطر ېې د 0،06 مليمترو څخه کم وي، بيا د نښلېدونکي ځمکې په نوم ياديږي.
په ﻻندې جدولونوکې د نښلېدونکي ځمکې د کېمنډولو درجې ورکړل شويدي:
د شګو، اهکو او خورځنو خاورو څخه ګډ
په منځنۍ ډول سره د ځمکې د کېمنډو اندازه په ليکه يي تهدابونو کې د پراخوالي له مخې
پورې او د موادو د ېوبل سره کلک نښلېدل او درجه0,5 – 2m د ژوروالي اندازه
m
کلک نيم شخ شخ
0,33 0,22 0,15 0,5
0,38 0,28 0,18 1
0,44 0,33 0,22 1,5
0,5 0,37 0,25 2
خورځنه خټينه شګه
په منځنۍ ډول سره د ځمکې د کېمنډو اندازه په ليکه يي تهدابوبو کې د پراخوالي له مخې
پورې او د موادو د ېوبل سره کلک نښلېدل او درجه0,5 – 2m د ژوروالي اندازه
m
کلک نيم شخ شخ
0,28 0,17 0,12 0,5
0,32 0,21 0,14 1
0,36 0,25 0,16 1,5
0,4 0,28 0,18 2
خورځنه
په منځنۍ ډول سره د ځمکې د کېمنډو اندازه په ليکه يي تهدابوبو کې د پراخوالي له مخې
پورې او د موادو د ېوبل سره کلک نښلېدل او درجه0,5 – 2m د ژوروالي اندازه
m
کلک نيم شخ شخ
0,2 0,14 0,09 0,5
0,24 0,18 0,11 1
0,27 0,21 0,13 1,5
0,3 0,23 0,15 2
هغه ځمکه چې د عضوي موادو څخه جوړه شوېده، د ودانۍ د پاره نامناسبه ده
په ﻻندې جدول کې د ځمکې رقم او د هغه د بار وړلو اندازه ښودل شوېدې
MN/m2د بار وړلو اندازه د ځمکې رقم يا ډول

0
0,04
0,08
0,15
0,3 1. نښلېدونکې ځمکه (خټه، خوره، اهک)
لېټۍ ډوله
پوست
شخ (چې په سختۍ اښکل کيزي)
نيم کلک
ډېر کلک

1,0
1,5 2، د ډبرو لويې تختې چې روغ او جوړ او يا ډېر کم درزونه ولري او د لندبل په مقابل کې محکمه وي
په کم کلکوالي حالت کې
په کلکوالي حالت کې
3,0 3، د ډبرو لويې تختې، د کتلې او يا د ډاګې په ډول
د ځمکې صنف بندي
دا عضوي ځمکه ده چې د انسانانو او حېواناتو د جسدونو د تجزې څخه تشکيل شوېده 1، د ځمکې پورتنۍ برځه
د دا ډول ځمکې د اوبو اندازه دومره زيات وي چې د مايع نه تر لېټۍ پورې حالت لري 2، بهېدونکې يا خړاوبه ځمکه
دا ډول ځمکه 30٪ شګه او کرېړ لري او قطر يې د 63مليمترو څخه زيات وي 3، په اسانۍ سره بېلېدونکې ځمکه
دا ډول ځمکه داخلي جوړښت يې د پلاستيک په شکل چې د اسانه څخه تر متوسط پورې حالت لري، تر 30٪ پورې ډبرينه چې د قطر اندازه يې د 63 مليمترو څخه زيات وي 4، په متوسط ډول سره بېلېدونکي ځمکه
دا ډول ځمکه لکه د مخکې 3 او 4 ښودل شوو ډولونو په شان خو د ډبرو اندازه يې د 30 ٪ څخه زيات او د دانو قطر يې د 63 مليمتر څخه زيات او د خاورو خاصيت يې خورځنه پلاستيک ډوله وي 5، په سختۍ سره بېلېدونکی ځمکه
دا ډول ځمکه د ډبرو غټو تختو څخه منځ ته راغلي، ماتېدونکې او د لندبل په مقابل کې ډېر حساس وي 6، د ډبرو لوېې تختې چې په اسانۍ سره بېلېداې شي
دا ډول ځمکه د ډبرو لوېو تختو څخه منځ ته راغلي، په سختۍ سره بېلېږي، درزونه يې ډېر کلک او د لندبل په مقابل کې هيڅ نه او يا ډېر کم حساس وي 7، د ډبرو لوېې تختې چې په سختۍ سره بېليږي

د ېوې ودانۍ د ودانولو د پاره د ځمکې پلټنه:
1، سطحي پلټنه:
د زلزلې، الېکتريکي او دېناميکي طريقو په شکل د ځمکې فزيکي حالت څېړنه. دا ډول پلټنه د ځمکې د حالت له مخې ېو عمومي معلومات ته ضرورت دې چې دا د ټکي او يا نقطه پلټنې له مخې کيږي.
2، د ټکي يا نقطه يي پلټنه
د ټکي يا نقطه يي پلټنه نظر د ځمکې شرايطو سره په درې طريقو کيږي.
1- سرسري کندنه
2- په خاصو تخنيکي آﻻتو سره پلټنه
3- د برمه کارۍ له ﻻرې پلټنه
1- سرسري پلټنه:
ددې د پاره چې ېوه ودانۍ په پسته ځمکه ودانه نه شي، نو سرسري پلټنې ته ضرورت دې نو دا ډول پلټنې د پاره د 2 متر مربع څخه زيات مساحت پکار دې. دا کندنه باېد لکه د پوړۍ (زينې) په شکل وي، لکه چې په شکل کې ليدل کيږي. هره طبقه يا پوړۍ ځانته خاصيت لري نو ځکه هرېو بايد په ځانګړي ډول وڅېړل شي. د هرې طبقې څخه د امتحان د پاره خاوره کنتروليږي، تر څو چې د ځمکې تر اخر تل پورې د هغه مقاومت وڅېړل شي.

2 – په خاصو تخنيکي آﻻتو سره پلټنه:
په ګذار يا غورځېدو پلټنه:
دا ډول پلټنه د ېوې تخنيکي آلې په واسطه په برابرې انرژۍ سره په ځمکه کې په مخ وړل کيږي او د غرځېدو وزن ېې د هغه د ګذار اندازې له مخې باېد وټاکل شي. د غورځېدو وزن په اسانه پلټنو کې د ﻻس په واسطه کيږي او په متوسط او سختو پلټنو کې د ماشين په واسطه مخ کې بېول کيږي. د ېوې ځمکې اسانه پلټنه تر 8 مترو پورې ژور کېدې شي.

په ځبېښلو يا فشار په واسطه پلټنه:
دا ډول پلټنه د مېخانيکي زور (قوت) سره په تاوولواو زيېښلو باندې په مساوي ډول سره چې د0،2 نه تر 0،4 مترو پورې په ېوه دقېقه کې په ځمکه کې پر مخ وړل کيږي. ددې د پاره چې ځمکه ښه امتحان کړاې شو، نو ﻻزمه ده چې دغه آله په ځمکه ښه ټينګه شي چې د ځبېښلو په وخت کې مقاومت وکړاې شي.
د ډډې له خوانه پلټنه:
دا ډول پلټنه د لرګي په شان ېوه آله ده چې د ځمکې امتحانولو د پاره په ځمکه کې ننوېسبل کيږي او تر هغه وخته تاوول کيږي چې ترڅو ځمکه نه وي ماته شوې.

3 – د برمه کارې له ﻻرې پلټنه:
برمه کارۍ له ﻻرې د ځمکې پلټنه هغه کار دې چې د ټولو نه ډېر ژر، بې خطره او په ډېرو ژورو ځاېو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي او همدا رنګه د ځمکې ﻻندې اوبه هم ددې کار مخنيوې نه شي کوﻻې.
په ګذارولو او يا ټک وهلو برمه کاري:
دا ډول طريقه د ېو ماشين په ضريعه چې د ټک وهونکي ماشين په نوم ياديږي اجرآ کيږي. د برمې دننه يا منځنې نل د همدې ټکوهونکي آلې په واسطه دننه ځمکې کې ټک وهل کيږي. دغه آله د ېو بهرنې نل چې دننه يې د فوﻻدو څخه ېوه پټۍ اوهم د داخلي نل څخه جوړشوېدې. په ټک وهلو کې داخلي نل د فوﻻدي پټۍ له ﻻرې دننه ځمکه کې ټک وهل کيږي او بيا د دغه فوﻻدي پټۍ په واسطه د نل دروازه بېرته بنديږي.
په کلکه ځمکه کې د دا ډول طريقې څخه باېد سړې استفاده ونه کړي.

په غورځولو برمه کاري:
دا ډول طريقه چې د برمې ېوه درنده آله ده چې په ېو مزي کې ځوړنده ده، په وار وار پورته راښکل کيږي او بيا خشې کيږي او دننه په ځمکه کې ننوځي.
ﻻندې ورکړل شوي برمې، نظر د ځمکې خصوصياتو سره استفاده کيږي:
په اسانۍ سره ماتېدونکې ډبرو برمه؛ واننچه يي برمه؛ نيوونکې؛ سکنه (د فوﻻدو)؛ پلنه سکنه او صليب ډوله يا چلېپايي سکنه. ددې د پاره چې د برمې د سوريو څخه د ځمکې د پلټنې د پاره په ښه ډول استفاده وکړاې شو، نو د داسې برمې نلونو څخه استفاده باېد وکړو چې بهرنې قطر يې 159 مليمتر او يا ددې څخه زيات، او داخلي قطر يې 147 مليمتر او يا ددې څخه زيات وي. دا نلونه د بهرني پوخ سره د پېچي مېخونو په واسته نښلول کيږي.
څرخېدونکې برمه:
د څرخونګې برمې په واسطه د برمې آله په مساوي فشار سره دننه په ځمکه کې څرخول کيږي.
د برمه کارۍ نورې خاصې طريقې:
دا هغه ډول د برمه کارۍ طريقې دي، چې سړې ورڅخه ډېر کم کار اخلي. دا طريقې د ﻻسي وړې برمې او نورو خاصو برمو په واسطه کيږي.
د وړوکي ﻻسي برمې په واسطه فقط تر 5 مترو پورې ځمکه امتحانولې شو. دا ډول ډول برمې دي لکه:
غاب (قاب) ډوله برمه، تاو راتاو برمه، کپسي (حلزون) ډوله برمه او د پستو ډبرو ماتوونکې برمه.
په دا ډول برمه کارۍ کې بې د خرک او بې د فلطر ډوله نلونو څخه کار اخستل کيږي.
دا ډول د پلټنې آله داسې ېوه آله ده چې درزونه لري او د ﻻس يا د ماشين په واسته په ځمکه کې ټک وهل کيږي.

نورې برخې به وروسته په لېن کې شي، په ډېر درنښت.