کور / راپور / بلال آرزو: دافغانستان دفوټبال ټیم ته یو نوی هیله

بلال آرزو: دافغانستان دفوټبال ټیم ته یو نوی هیله

متن : یوویشت کلن بلال آرزو هغه تکړه افغاني ځوان دی چې پخپل نه ستړې کیدونکوهلو څلو اففانستان ټیم ته بریالیتوب او نوي هیلی ډالی ورکوي . بلال آرزو دځان سره هغه سکیل او مهارت راوړی چې ددنیا دډیرو کمو فوټبالرانو سره پیدا کیږي. د بلال دا لیاقت چستې اوتیزي دنورو ملکونو فوټبالران حیران کړی .
بلال آرزو په ناروې کې دعاسکر asker) )دفوټبال کلپ غړیتوب لري دجنوبي اسیا په سیالیو کې چې همدا اوس په بنګله دیش کې رواني دي تر اوس مهال پورې دافغانستان په ګټه ټول پنځه ګول جوړکړی .
یو ګول یې دهندوستان سره په سیالی کې چې لوبه 1=0 د افغانستان په ګټه تمام شو ، وروسته بیا دوه ګوله یې پاکستان په ضد ووهل چې دا لوبه هم 2=1 دافغانستان په ګټه تمامه سوه . وروسته دوه نورګولونه یې سیریلانکا ته ورکړه چې لوبه 2=0 دافغانستان په ګټه پای ته و رسیده .
دیو افغان په صفت زه دا بری دافغانستان ټول ملت، دټیم ټولوغړو، خپله بلال آرزو او دهغې ټول کورنۍ ته مبارکي وایم او دځوان اواتل ورور بلال آرزو نور بریالیتوبونه دڅښتن تعالي څخه غواړم او ددغې لیکنې په ‌ذریعه دافغانستان دټولوجنرال قونسلګریو څخه هیله کوم چې زمونږنوروهغو ځوانانوته چې په نورو اروپایې امريکایې اوآسترالیایې ښارونوکې اوسیږي اوډیر ښه فوټبالران دي ، دا زمینه برابره کړي ترڅو دګران ورور بلال آرزو په شان دټیم دپیاوړتیا اود تریننګ دپاره مرسته وکړي ترڅو دخپل جنګ ځپلې ګران وطن درد ته یو څه دوا شي .

پاته دې نوي چې ددفبروري په پینځمه نیټه دمالدیوز لوبډلو ته هم افغانستان دیو ګول په ورکولو سره په سیمي فاینل کې ما ته ورکړه ، او افغانستان فاینل لوبه به دبنګله دیش سره کوي ،انشا الله که دا لوبه یې وګټله داتلولۍ کپ به کورته د ځان سره راوړي . دنورو بریالیتوبونو په هیله.