کور / راپور / د ميرمن كلتوري ټولنيز بهيرد۷۳ اونيزې غونډې رپوټ

د ميرمن كلتوري ټولنيز بهيرد۷۳ اونيزې غونډې رپوټ

دميرمن كلتوري ، ټولنيز بهير درې اویایمه اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د سلواغي په نهمه د پوهني وزارت په كلوپ كي د ګڼ شمير خويندو په ګډون جوړه شوه.
د غونډي ریسه آغلې لطيفه وردګ او ویانده يې اغلي توبا ندا ساپي او مېلمانه يې تکړه ليکواله آغلې عارفه عمرلور اوتکړه لیکوال اوشاعر ښاغلی ګل اغا احمدي وردګ ول.
غونډه د قرانكريم په تلاوت سره پيل شوه د غونډې په لومړۍ برخه كې اغلې نعيمې غني د فخرافغان خان عبدالغفارخان دژوند او مبارزو په اړه چې د هيواد د آزادۍ او د پښتنوخورا لوی خدمتګار و ،په زړه پوری پرزنتېشن وړاندې شو او په پای کې يې دا شعر پاچاخان ته اهدا کړ:
کله کله خپل ارمان دچا جانان شي
بیا يې ژوند له خپل جانان ځینې قربان شي
ټول ټبر ورباندې هله فخر وکړي
خدمتګار دآزادۍ چې غفارخان شي
ورپسې په كاري مسايلو خبرې وشوې، په دغه ترڅ کې ندا ساپۍ وويل: د قلم ټولنه غواړي چې زموږ د بهير والو دوه کتابونه ورته چاپ کړي، يو کتاب به د خويندو د لنډو کيسوګډه ټولګه وي چې کار ورباندې روان دی او د دوهم کتاب لپاره زما نظر دا دی چې موږ د ماشومانو د کيسو يوه ګډه ټولګه چاپ کړو کېدی شي په هغې کې د ماشومانو لپاره ستاسو خپلې کيسې ، ژباړې او ځينې فوکلوريکې کيسې ځای ولري. ندا ساپۍ زياته کړه راتلونکې غونډه به د ماشومانو کيسو ته ځانګړې کړو. موږ به انشالله يوه يوه کيسه راوړو او خبرې به ورباندې وکړو .
د ماشومانو د کيسو راټولول سولې نيازۍ ته وسپارل شول.
د غونډې په دوهمه برخه کې د وږمې فضلي لاندې شعر کره کتنې ته وړاندې شو.
دا راته ښكاري چي په ژوند كي مې اختر جوړوې
راته د ميني بتخاني او سپين مندر جوړوې
چې زه خپل تږی زړه اوبه كړمه د ستا په مينه
زما تږي خيال ته كليواله شين ګودر جوړوې
پښتون وطن دی ما د ميني په تور مه رنګوه
ويريږم ګرانه د غمونو سمندر جوړوې
انكار د نه كړمه د ميني زړه مي مينه غواړې
خو زما لپاره ولي ځانته غم د سر جوړوې
زه خو ستا زړه كې هيڅ حق د اوسيدو نه لرم
د زړه ماڼۍ راته ته ولې پاس په لمر جوړوې
جانانه زه به ستا د ميني وړتيا ونه لرم
ماليونۍ ته ولې ځان نه قلندر جوړوې
لايقه يي نه یم خو د ستا مينه كې ځان وينمه
ستا د پښو خاورې يم ته زما نه ولې زر جوړوې
د پاكي ميني پاك احساس نه دي ځاريږمه زه
ژوند ته مي راشه زما په ژوند كي روڼ سحر جوړوې
د دغه شعر په هکله سولې نیازۍ ته دنده سپارل شوې وه چې لیکلی نقد پرې واوروي خو داچې هغې ته دمخه نه و،رسیدلی لیکنه یې نه وه پرې کړې.
وروسته آغلې وږمې دخپل شعر یو یو بیت ولوست او بهیروالو پرې کره کتنه وکړه:
داراته ښكاري چي په ژوند كي مې اختر جوړوې
راته د ميني بتخاني او سپين مندر جوړوې
په لومړي بيت کې د دوهمې نیم بيتې په اړه سولې نيازۍ وويل : كه د دې بيت په ځاي داسې راشي چې (د ميني شش محل ښه منور جوړوي ) ښه به وي دغه راز تورپیکۍ مومند وویل چې د (داراته ښكاري) پر ځای باید (داسې ښكاريږي) ولیکل شي .
چي زه خپل تږی زړه اوبه كړمه د ستا په مينه
زما تږي خيال ته كليواله شين ګودر جوړوې
اغلي توباندا وويل چي د دغو بيتونو سيلابونه يي كم و زیات معلومیږي باید فکر پرې وشي د توبا د خبروپه تايید سره اغلي عارفه عمر لور هم وويل چي سيلابونه يي په ځينو بيتونو كې كم دي او دا يې هم زياته كړه چي ميرمنې دې يوازې د مور او وطن په اړه شعر نه ليکي بلکې نورو اړخونو ته دې هم پام وکړي او په دې هيله چي خويندې د طبيعت له ښكلا نه هم خوند واخلي .
پښتون وطن دي ما د ميني په تور مه رنګوه
ويريږم ګرانه د غمونو سمندر جوړوې
ددې بیت په اړه ستورۍ معارج وویل ښه بیت دی پکې دټولنې درواجونو او حالت په اړه ډیر څه لیدلای شو.
انكار د نه كړمه د ميني زړه مي مينه غواړې
خو زما لپاره ولي ځانته غم د سره جوړوې
ددې بیت په باره کې ګلالۍ عمر خیلې وویل په دې بیت کې هم دیوې پاکې مینې جلوې ګورو چې دپښتنې میرمنې پخپل مین دا نه لوریږي چې ددې دمینې لپاره دې له غمونو سره مل شي آغلې وریښمینې سعادت وویل د ګلالۍ خبرۍ تاییدوم په دې بیت کې زموږ دټولنې حالت ښه انځور شوی دی.
زه خو ستا زړه كي هيڅ حق د اوسيدو نه لرم
د زړه ماڼۍ راته ته ولي پاس په لمر جوړوې
صالحې وويل : دې بيت کې د پښتنې پیغلې حالت بیان کړی دی او په بیت کې یوه ډیره ښه مبالغه او اغراق (د زړه ماڼۍ راته ته ولي پاس په لمر جوړوې ) هم لیدلای شو آغلې صالحې سروري وویل په دې بیت کې شاعرې کمال په ښه ډول لیدلای شو.

جانانه زه به ستا د ميني وړتيا ونه لرم
ماليونۍ ته ولې ځان نه قلندر جوړوې
اغلې ښکلا مومند وویل په دغه بیت کې دپښتنې میرمنې محرومیت په ښه ډول تر سترګو کیدای شي شاعرې په ډیر ښه ډول بیان کړی دی.
لايقه يي نه یم خو د ستا مينه كې ځان وينمه
ستا د پښو خاورې يم ته زما نه ولې زر جوړوې
آغلې جمیلې ساپۍ وویل دبل تیر بیت په څیر په دې بیت کې هم دپښتنې پیغلې دمحرومیت څرکونه لیدلای شوچې پښتنه نجلۍ ځان دمینې لایقه نه بولي ،بصیرې حمیدي وویل په دې بیت کې دپښتنې میرمنې دوفا بیلګې هم لیدلای شو چې دخپل مین او خپل خاوند دپښو خاورې ځان بولي او دا هغه خصوصیت دی چې یوازې پښتنې ښځې یې لري وږمې جانې دا په ډیر ښه ډول بیان کړی دی.عزیزې افغانې وویل : ډیر ښه بیت دی خو په لومړي نیم بیتي کې یې لږ څه بې وزني لیدل کیږي.
د پاكي ميني پاك احساس نه دې ځاريږمه زه
ژوند ته مې راشه زما په ژوند كې روڼ سحر جوړوې
آغلې صحابې خروټې وویل په دې بیت کې هم دپاکې پښتنې مینې اظهار په ښه ډول بیان شوی چې دشاعرې وږمه جانې نوښت یې بللای شو. په مجموع كي شعر ډير ښكلي وه او د ټولو ګډونوالو ډير خوښ شو.
اخېر کې ندا وويل : کڅه هم د غزل هر بيت ځانته خيال بايد ولري خو د دې غزل ډېری بيتونو کې د نظم په شان يو خيال پالل شوي. ګلالۍ عمرخیلې هم وويل چې په غزل کې د مينه کلمه ډېره تکرار شوې ده شاعرې کولی شوای نورې ښکلې کلمې يې کارولې وای.
د غونډي په بله برخه كې ازاده مشاعره وشوه چې ټولو خويندو په كې ګډون وكړ او خپل په زړه پوري شعرونه يي وړاندي كړل همدا راز د غزني،لوګر،میدان وردګو،کابل او پکتیا ولایتونو له کلیوڅخه پنځو شاعرو نجونو هرې یوې خدیجې،شپنې شپیلۍ،ښکلا،نازیې او سبا د ټيليفون په كرښه خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندي كړل .
د مشاعري نه وروسته د ژورناليزم په اړه د ښاغلي استادامیرجان وحید احمدزي له خوا په زړه پوري مطالب وړاندې شول.
په غونډه کې تورپیکۍ مومند ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې غونډه کې په ادب کې دښځو درول په اړه لکچر وړاندې کړي او نورو خویندو هرې یوې نعیمې غني ته (دپښتو لنډیو په اړه)صالحې سروري ته د(کرکه او نفرت او دهغه بدې پایلې) وږمې فضلي ته (دلنډې کیسې تاریچه )او ستورۍ ستانکزۍ ته (دادبیاتو په اړه معلومات) موضوعات ورکړل شول چې دمیرمن بهیر په نورو راتلونکو غونډو کې ددغو موضوعاتو په اړه په وار سره لکچرونه وړاندې کړي.
د غونډي په وروستۍ برخه كي د اوني نيكمرغه نجلۍ آغلې نعیمه غني وټاكل شوه اودمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو. غونډه د مازيګر د ناشتا په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده . دغو خویندو په غونډه کې ګډون کړی و اوشعرونه یې ولوستل ستورۍ معارج ستانیکزۍ،کرشمه ساپۍ،رابعه، توباندا ساپۍ،ښکلا مومند،جمیله ساپۍ،زیتون شمس نوابي،عزیزه افغاني،صحابه مالک خروټې،وریښمینه سعادت،ګلالۍ، برښنا ،عارفه عمرلور، نظيفه نيازۍ ،نعیمه غني،وږمه فضلي،نجیبه زمان ،آرزو کبیري،ذینب ، پښتیانا، مرضيه امین ،رڼا،ګلمینه یوسفزۍ ،ماریا،مينه،تورپیکۍ مومند، شګوفه ،سوله نیازۍ، لطیفه،مژده ،بصیره حمیدي، لطیفه وردګ.
ياده دي وي چي د ميرمن بهيرغونډه دهرې شنبې په ورځ دپوهني وزارت په پنځم پوړكي ددي وزارت په كلوپ كي دماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي .