کور / راپور / د نوميالي شاعر او سياستوال اجمل خټک په ياد غونډه وسوه

د نوميالي شاعر او سياستوال اجمل خټک په ياد غونډه وسوه


په کندهار کې د پښتو ژبې د نوموتي شاعر، اديب او سياستوال اجمل خټک په ياد غونډه او مشاعره د روهي ادبي بهېر له خوا جوړه شوه.
په  غونډه کې د  نوموړي  د ادبي، علمي او سياسي شخصيت په اړه گډونوالو خپل نظريات او څېړنې وړاندې کړې.
د بېنوا فرهنگي ټولنې مشر محمديار ( يار) د اجمل خټک د هنري او انقلابي ژوند په اړه خبرې وکړې او اجمل خټک يې په نړيواله کچه د ادب او سياست د ډگر پهلوان وباله.
ده وويل چې د نوموړي په رگونو کې د لوى خوشحال بابا وينه په غورځنگ وه، همدا لامل و چې دى هم د خپل لوى بابا غوندې پر دغو دواړو ډگرونو د پوره شهرت څښتن و.
 يار د خپلې ټولنې پر وروسته پاته ذهنيت د افسوس تر څنگ، چې خپل ارزښتونه په ژوند نه شي پېژندلاى، پر دې خوښي وښوده چې نوي ځوانان بيا هم د خپلو عظمتونو د پېژندلو او د هغو پر لارو د تگ هڅه کوي. وروسته د ارواښاد اجمل خټک لنډ ژوندليک د ښاغلي سيد احمد قانع له خوا ولوستل شو. ورپسې  د اويا تنو په شاوخوا کې شاعرانو خپل شعرونه، هنري ټوټې او ادبي طرحې ولوستې.
غونډه د ارواښاد اجمل خټک اروا ته په دعا کولو سره د ماښام پر شپږ بجې او پينځلس دقيقې پاى ته ورسېده.
ارواښاد خټک د پينځه اتيا کلونو په عمر د پېښور په اکوړه خټک سيمه کې تېره اوونۍ د سلواغې پر (١٨) نېټه له دې دنيا څخه سترگې پټې کړې.












د اجمل خټک بابا په وير کې له کندهاره د (روهي ادبي بهېر) پيغام:
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ما ته يو دى که مغل دى که افغان
چې زما د کور ازغي ته کاږه گوري
ويمه اور شواى د هغه په گلستان
دا د هغه اتشفشان له کوگله راپورته شوى د بغاوت اواز دى چې پوره ( ٨٥) کاله يې له استبداد سره خپړې ولگولې، پوره پينځه اتيا کاله يې آن د خپل کور ازغي هم په خپلو خولو اوبه کړل او د (افغان ننگ) په دفاع کې يې يو د سترگو رپ هم ارام ونه کړ.
هغه د پښتانه د ناموس په ساتنه کې هېڅ جابر ته هم کمه ونه ويله. هغه که ځوان و، که پوخ او يا هم بوډا، نو د ژوند په هر دوران کې يې فطرت نه بدلېدونکى و. هغه د احساساتو، درد او محبت داسې يو اور شيندى غر و چې کله يې هم له رڼا او تودوخې څخه لروبر افغان بې نصيبه نه شو. هغه د سياست علمبردار، د ادب شهسوار او د شعر شهريار و. دا څوک و؟ دا د نر ژوندانه د ننگونو او رنگونو امين پيغامبر؟ دا د لوى خوشحال بابا د کاله د نغري وروستى تر ټولو ځل و بل بڅرکى و. اجمل خټک!
هغه چې په رگونو کې يې د ستر خوشحال وينه په غورځنگ وه، او همدا لامل و چې په يوه وخت کې يې د ادب او سياست افقونه پر خپل مخ پرانيستي وو.
اجمل خټک يو پښتون و، يو افغان او يو انسان، خو که يې له چا سره د شان د تشخيص توان وي، نو هغه تر پښتونولۍ ورپورته، تر افغانيت اوچت او د انسانيت په کچه د ادب او سياست نوميالى شخصيت و. دا اور غورځوونکى بالآخره له خپله خروښه ولوېد او د طبيعت د قانون جبر ته تسليم شو، خو د ده له ذهنه راوتلې پلوشې به کله هم پيکه نه شي.
د ده د شعور شور به تر زمانو-زمانو پورې چوپتيا ونه مني.
د ده د فکر نيلى به تر پېړيو-پېړيو پورې له ځغاستې ونه لوېږي.
د ده د زړه د عشق کشش به تر محشره خپل مقناطسيت ونه بايلي.
اجمل بابا د پښتنو له خړو کورونو څخه يوازې د پښتنو څخه، تنها د افغانانو هم نه، بلکې د انسانانو د زړونو محلونو ته کډه وکړه.
هرگز نميرد آنکه دلش زنده شده به عشق
ثبت است بر جريده عالم دوام ما
نن د لروبر افغان وطن په غېږ کې کندهار هم تر بل هر ځاى او هر چا زيات د خپل دغه ننگيالي او فرهنگيال بابا په بېلتون ډېر زوکلېږي.
د کندهار هر شاعر، هر اديب او ادبپال د خپل دغه نوميالي بابا اروا په فردوس جنت کې خوشحاله غواړي او هم دا ژمنه کوي چې د خپل دغه عظيم انسان د ژوند لار به خپلو سترو ارمانونو ته د رسېدو تر ټولو لنډ، نېکمرغه او وياړلى مسير ټاکي او د ده يو-يو پيغام به د خپل هوښ په غوږونو کې ډېر ټينگ ساتي. ان شاء الله
د بېنوا فرهنګي ټولنې، هېواد، ويښ ملگرو، نارنج، هېندارې، سالنگ، زدکوونکو، پلار پروډکشن او کندهار نندارې-فلم، فرهنگي، خپرندويه او تمثيلي ټولنو، ښکلا مجلې او سورغر اوونيزې په استازيتوب.