غزل

سعيد لودين | فبروري 13th, 2010


نن مې په لیموکې ستارنګونه غړول غواړي
زړه لکه چې بیرته لیونتوب ته ستنیدل غواړ

یو ارما ن دبل په پرکیدوکې رانه قتل کړي
وخت لکه چې ماخپله خنداکې ژړول غواړي

بخته چې جنون دې په رګوکې راته وکاره
اوس خوپیوندونه له حالاتونه شلیدل غواړي

جرم دی کنه دی دممبرښاغلیه! سپین وایه
خیال مې دجانان شونډې ګناه ته لمسول غواړي

شیخه دکعبې په نوم یې نه منم ویریږه مه
تله مې بودکدېته دیو چا دزړه تسل غواړي

سمه دې دروح کاسه له ګونګوزګیروډکه کړي
څوک چې داحساس په ښیښه مینه پنځول غواړي

بیادې غضري سترګې له ستوریو ولې نه خیږي
څوک دی چې له تانه په دې نیمه شپه غزل غواړي

Copyright Larawbar 2007-2024