کور / راپور / د مېرمن کلتوري -ټولنيز بهير ٧۴ اونيزه غونډه

د مېرمن کلتوري -ټولنيز بهير ٧۴ اونيزه غونډه

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير ٧۴ اونيزه غونډه د روان کال د سلواغې د مياشتې په ١٨ نېټه د لسګونو ښځو په ګډون ، په کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړه شوه.
غونډه چې ويانده يې توبا ندا ، ريسه يې اوږۍ امېل ، منشي يې نعيمه غني او مېلمه يې ښاغلی اجمل تورمان و.
د غونډې په سر کې پر کاري مسايلو خبرې وشوې چې په دغه ترڅ کې ندا ساپۍ هغو وروستيو ايميلونو ته په اشارې کوم چې د ولولې غورځنګ تر مستعار نامه لاندې د يو کس له خوا ګڼ شمېر ليکوالانو ته لېږل شوي او پکې پر ځينو خويندو دا تور لګول شوی چې ښځينه شاعرانې دي او د نارينه وو په نوم شعرونه ليکي……… ، وويل : تاسو ته پته ده چې په دې وروستيو کې ځينې د ژبې او ادب دښمنان غواړي د ځينو دروغو خبرو په خپرولو سره زموږ د پرمختګونو په مخه کې خنډ شي خو هغه کسان چې داسې فکرونه لري بايد په دې پوه شي هغه وخت چې موږ د مبارزې دې ډګر ته راووتو نو د داسې بېځايه حرکتونو سره د مخامخ کېدو وړاندوينه مو کړې وه . دا موضوعات به کله هم زموږ همت کمزوری نه کړي او نه به موږ له خپلې موخې چې پښتو او پښتنو خويندو ته کار کول دي ، راوګرځوي بلکې زموږ هوډ به لا هم پسې قوي کړي .
ورپسې اغلې ستورۍ معارج ستانکزۍله تخار ولايت څخه د ټليفون په کرښه خپل کاري ګذارش بهير والو ته واوروه . آغلې معارج چې د مرکزي بهير غړې ده ، تېره اونۍ تخار ته تللې وه تر څو دغه ولايت کې د مېرمن بهير نوې څانګه پرانيزي. ستورۍ معارج وويل چې د څلوېښتو خويندو په ګډون يې يوه مقدماتي غونډه جوړه کړې ده او د پرانيستونې غونډې د جوړولو کار روان دی.
هغې پسې اوږۍ اميل چې د يوه ښځينه کوپړاټيف مشره ده او دې وروستيو کې فرانسې هېواد ته په سفر تللې وه ، د خپل سفر په اړه يې بهيروالو ته معلومات ورکړل .
د غونډې دوهمه برخه کره د کتنې وه . دغه ترڅ کې د ندا ساپۍ ، نعيمې غني او ښکلا مومند هغه کيسې چې ماشومانو ته يې ليکلې وې ، کره کتنې ته وړاندې شوې چې د بېلګې په توګه د ندا د پتنګانو ښار تر سرليک لاندې کيسه راخلم :

د پتنګانو ښار : ليکواله : طوبی ندا ساپۍ
و نه و په پخوا زمانو کې په يوه کلي کې د سارا په نوم يوه نجلۍ اوسېده . سارا د سلما په نوم يوه خورڼڼه درلوده . د سلما ډېر ښکلی غږ و . کله چې به يې سندرې ويلې نو د اورېدونکې زړه به ورسره باغ باغ کېده . د سارا هم د سلما له غږ سره ډېره مينه وه .يوه ورځ سارا خبرېږي چې سلما ته د ستوني کومه ناروغي پېښه شوې . خبرې نه شي کولی . ورځې تېرېږي خو پر سلما هيڅ درمل تاثير نه کوي.
د سارا خپلې ملګرې ته ډېره اندېښنه وه . يوه ورځ سارا له کوره ووته . همداسې خفه روانه وه. ځنګله ته يې نېږدې د باز يو بچی وليده چې پر يوې تېږې ناست و او ژړل يې. سارا د باز له بچي نه پوښتنه وکړه :
_ ولې ژاړې ؟
_ مور مې ناروغه ده.
_ خير دی چې ناروغه ده ښه به شي.
_ په نړۍ کې يوازې يو ډاکټر دی چې زما د مور علاج کولی شي بس .
_ نو بيا ؟
_ دا ډاکټر د پتنګانو په ښار کې اوسي . يوازې د پتنګانو او انسانانو په ژبه پوهېږي . زه يوازې څنګه هلته لاړ شم؟
سارا له ځانه سره وويل: کاشکې يو چا د سلما علاج هم کولای شوای . که د نړۍ په هر ځای کی وای زه به ورپسې تلې وای . سارا ته د خپلې مور خبره ورياده شوه چې تل به يې ورته ويل : که موږ له نورو سره ښه وکړو نو موږ سره به هم ښه وشي . همدا و چې سارا د باز بچی دلاسا کړ او ورته يې وويل :
_ غم مه کوه زه درسره يم.
د باز بچی خوشاله کېږي او وايې :
_ څنګه به د پتنګانو ښار پيدا کړو؟
_ دا کار دومره سخت نه دی . يو پتنګ به پيدا کړو او د هغه ځای آدرس به ورنه واخلو.
_ پتنګ به چېرې وي؟
_ په ګلانو کې .
د باز بچي په خوشالي ويل: د ځنګله هغې غاړې ته ډېر ګلان دی . هلته به لاړ شو.
سارا او د باز بچی دواړه ځنګله کې د ګلانو په خوا روان شول . په لاره کې يو جل وهلی پتنګ وليد. پر ځمکه پروت و . خبرې يې نه شوې کولې . سارا د پتنګ په ليدو غوښتل ورسره مرسته وکړي خو د باز پچی وويل : څه يې کوې . پر موږ ناوخته کېږي . پتنګان خو ډېر دي کوم بل به پيدا کړو. خو سارا ورته وويل : مور مې ويل که موږ له نورو سره ښه وکړو نو له موږ سره هم ښه کېږي.
په دې توګه د باز بچی د مرغۍ د هګۍ په پوستکي کې له سيند نه جل وهلي پتنګ ته اوبه راوړي. سارا پتنګ سيوري ته وړي . پتنګ ښه کېږي او وايې: د پتنګانو له ښار نه راغلی يم ، لاره کې ډېره ګرمي وه . جل ووهلم . د پتنګانو د ښار د نوم په اورېدو سره سارا خوشاله کېږي. ورته وايې : موږ هم غواړو دې ښار ته لاړ شو . د دې ښار د لوی ډاکټر ليدو ته خو لاره مو نه ده ليدلی.
جل وهلي پتنګ وويل : ښه پوه شوم تاسو غواړئ د حکيم پتنګ ليدو ته لاړ شئ. د ځمکې لاره خو ماته هم نه ده معلومه مګر کله چې هوا ته پورته شئ نو د لمر خاته خوا ته لاړ شئ. اول اسمان شين وي ، بيا مو مخې ته سپينې ورېځې راځي ، ورپسې تورې ورېځې او هغې پسې ورېځې سرې کېږي. د سرو ورېځو وروسته اسمان بېرته شين شي بس هلته ځمکې ته ښکته شئ . د پتنګانو ښار دی .کله چې حکيم پتنګ ته لاړئ نو د هغه سترګې پټې وي . تاسو بايد يو ښکلی ګل د هغه مخې ته کېږدئ . کله چې د هغه ګل بوی پر پتنګ ولګېږي هغه سترګې پرانېزي بيا ورسره خبرې وکړئ.
د باز بچی سارا پخپلو اوږو کښېنوي . د پتنګانو د ښار په خوا الوځي.
د پتنګانو ښار ډېر ښکلی وي . کورونه ، لارې کوڅې ، سرکونه او هر هر څه يې له ګلانو جوړ وي. سارا او د باز بچی سيده د حکيم پتنګ ليدو ته ورځي . سارا يو ښکلی د ګلاب ګل د حکيم پتنګ مخې ته ږدي.پتنګ سترګې پرانېزي . پوښتنه کوي چې څنګه راغلي ياستئ؟
سارا ورته دباز بچی د مور د ناروغۍ په اړه وايې . پتنګ ورته د يوه سپين ګل پر پاڼه نسخه ليکي او وايې : دلته د يو ډول ګل نوم ليکل شوی . تور رنګ لري . تاسو دا ګل پيدا کړئ ، پاڼې يې وټکوئ او هغې ته يې ورکړئ ښه به شي. سارا له حکيم پتنګ نه مننه کوي او غواړي له کوټې ووځي . پتنګ ورته وايې چې ته ولې خفه ښکارې ؟ سارا ورته د سلما د ناعلاجه ناروغۍ کيسه کوي پتنګ ورته يو بوتل ورکوي .بوتل کې د سل ډوله ګلانو اوبه وي . پتنګ وايې چې دا درمل د ستونې د هرې ناروغۍ علاج کوي.
سارا په خوشالۍ بوتل اخلي او د باز له بچي سره يو ځای د تور ګل په لټه وځي. د پتنګانو په ښار کې ګلان ډېر وي خو د تور ګل پيدا کېدل اسانه نه وي. سارا د ګلانو په يوه کرونده کې د غاټولو يو غت ګل ويني چې په ملا کړوپ شوی او نالښت کوي. سارا ګل په خپل ځای سموي . ملا يې ورته په خپل کمر بند تړي. ګل له سارا نه خوشاله کېږي . ورنه پوښتنه کوي چې څه مرسته درسره کولی شم. سارا ورنه د تور ګل پوښتنه کوي . غاټول ورته وايې چې د ګلانو له کروندې هاخوا د تودو اوبو يوه چينه ده او تور ګل يوازې د هغې چينې غاړو ته شنه کېږي. سارا او د باز بچی د چينې غاړې ته ځي . تور ګلان راټولوي او بېرته د ځنګله په خوا الوځي.
د ندا کيسه ټولو خوښه کړه. تورمان صيب وويل : کيسه ښکلې ده . د ماشومانو لپاره ده . جملې يې لنډې دي .پيغام يې له نورو سره نېکي کول دي چې په کيسه کې څلور ځايه ورته اشاره شوې ده. بس څو وړې خبرې پکې شته يو داچې يو ځای کې ويل شوي وو : مريضي ورته پېښه شوې وه. مريضي پېښېږي نه بلکې پيدا کېږي . يو بل ځای کې تور رنګ والا ګل ياد شوی و نو که يو بل رنګ ګل ياد شي ښه به وي ځکه ماشومان روښانه رنګونه ډېر خوښوي.
د غونډې درېمه برخه د مشاعرې وه چې په لسګونو خويندو پکې خپل شعرونه ولوستل دغه راز په مشاعره کې د غزني،لوګر،میدان وردګو،کابل او پکتیا ولایتونو له کلیوڅخه پنځو شاعرو نجونو هرې یوې خدیجې،شپنې شپیلۍ،ښکلا،نازیې او سبا د ټيليفون په كرښه خپل شعرونه ګډونوالو ته وړاندي كړل.
په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به له المان څخه درحیمې پښتونجار پر شعر کره کتنه کیږي او اغلې پاریسه خزان او سوله نیازۍ به پرې نقد لیکي. دغو خویندو په غونډه کې ګډون کړی و اوشعرونه یې ولوستل :رڼا محمدي،مدینه ،کرشمه ساپۍ،شریفه،رابعه، توباندا ساپۍ،ښکلا مومند،جمیله ساپۍ،زیتون شمس نوابي،عزیزه افغاني،صحابه مالک خروټې،وریښمینه سعادت،ګلالۍ، برښناساپۍ ، پاریسه خزان ، نظيفه نيازۍ ،نعیمه غني،وږمه فضلي ،آرزو کبیري،ذینب ، شفیقه لکڼخیل،پښتیانا، مرضيه امین ،ګلمینه یوسفزۍ ،ماریا،مينه، شګوفه ،سوله نیازۍ، لطیفه،اوږۍ امیل،مژده ،بصیره حمیدي، لطیفه وردګ،سونیا،لیلما حامد،رڼاساپۍ
غونډه د مازيګر د ناشتا په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده . ياده دي وي چي د ميرمن بهيرغونډه دهرې شنبې په ورځ دپوهني وزارت په پنځم پوړكي ددي وزارت په كلوپ كي دماسپښين پر يوه نيمه بجه جوړيږي.