کور / تازه خبرونه / سعودي: اسرائيل هم بايد اټوم ونلري

سعودي: اسرائيل هم بايد اټوم ونلري

د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزيز ويلي که نړۍ له اټومي وسلو څخه خلاص منځنى ختيځ غواړي، بايد اسرائيل هم اټوم ونلري.
پاچا عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو له وزيري سره په رياض کي د ملاقات پر مهال ويلي سعودي عربستان له اټومي وسلو څخه پاک منځنى ختيځ غواړي، خو دا چاره بايد د اسرائيلو په ګډون پر ټولو هيوادونو عملي سي.
د پاچا عبدالله او هيلاري کلنټن تر خبرو وروسته د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل وويل هيواد يې پر اېران باندي د نويو بنديزونو پر لګولو اندېښمن دئ.
هغه وويل پر اېران نوي بنديزونه د دې موضوع يوه اوږده حل لاره ده، خو د اېران د اټومي پروګرام مخنيوى يوې لنډي تګلاري ته اړتيا لري.